Posted 27.07.2010 10:27:55 UTC Updated 27.07.2010 10:27:55 UTC غزې ته روان په مرستو بار كاروان باندي د اسراييلو لخوا د بريد مسله چي د تيرو اونيو د خپرونو په اجندا كي ځاي لرو نوموړي مسلي پدي اوونۍ كي يو ځل بيا د يو نوي رنګ سره زموږ د خپرونۍ په اجندا كي ځاي نيولي دي .
د ويلو ده چي د اسراييلو د نوموړي خونړيز بريد د څيړولو په موخه د ملګرو متلونو لخوا د يو څيړنيز كميسيون د جوړولو نه وروسته به د مسلي په اړه يو ځل بيا تاوده بحثونه او جنجالونه پيل شي . چي د همدي امله موږ خپله نني خپرونه همدي مسلي ته ځانګړي كړي ده .
د روان كال د مي په مياشت كي په نړۍوالو اوبو كې غزې ته روان په مرستو بار كاروان باندي د اسراييلو د خونړيز بريد او د ماوي مرمري د كښتي د پيښي د څيړولو اړوند پرمختګونه دوام لري .
لكه څرنګه چي پوهيږي د نوموړي پيښي نه سمدلاسه وروسته تركيې د ملګرو ملتونو نه د نوموړي خونړيزي پيښي د څيړولو او د مسلي په اړه د يو راپور د جوړولو په خاطر يو نړۍوال او خپلواك كميسيون د جوړولو غوښتنه كړي وه .
د ويلو ده چي اسراييلو د تركيې ددي غوښتني او د پيښي د څيړني په موخه د ملګرو ملتونو لخوا د جوړيدونكي كميسيون د مسلي سره سخت مخالف وښود. همداشان د ملګرو ملتونو د بشري حقونو كميسيون د اسراييلو لخوا غزې ته روان په نوموړي كاروان د بريد نه يو اوونۍ وروسته د پيښي د څيړولو په خاطر د كميسيون د جوړولو پريكړه وكړه . خو نوموړي كميسيون هيڅ نه جوړيده . بالاخره نوموړي كميسيون جوړ شو او د كميسيون غړي د روان كال د جولاي د مياشتي په ۲۳ نيټه د ټاكني نه وروسته اعلان كړي شول . نوموړي څيړنيز كميسيون د انګلستان ، ترينيندا او ماليزيا دريو هيوادونو نه دري تنه غړۍ لري . د نوموړي كميسيون د انګلستان غړي يو پخواني لوي څارنوالي سير دسموند دا سيلوا دي چي ددي وړاندي يي د ملګرو ملتونو لپاره په افريقايي هيوادونو كې په سيرا ليوني كې د جنګي جناياتو په اړه څيړني كړي دي . همداشان د ترينيندا د هيوا نه د جزا د نړۍوالي محكمي يو تن پخواني قاضي كارل هود سون فيليپس دي . او د ماليزيا د هيواد نه د ښځو د حقونو نه دفاع كوونكي ميرمن ماريا شانتي ده . نوموړي كميسيون به د خپلو همدي متخصصو غړو سره د ټولو د تمو او توقعاتو په اساس بي طرفه څيړني وكړي او د پيښي په اړه به په بي طرفه توګه يو راپور برابر كړي . همداشان د ملګرو متلونو د بشري حقونو د كميسيون لخوا د نوموړي كميسيون د جوړولو او د كميسيون د غړو د ټاكني او اعلانولو نه سمدلاسه وروسته اسراييلو اعلان وكړي چي د نوموړي كميسيون سره به هيڅ ډول همكاري ونكړي . پداسي حال كي چي اسراييلو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د كميسيون د نوموړي پريكړه نه د يوه بي معني او بي مفهومي پريكړي په توګه يادونه وكړه په غزه كي د حماس او الفتحي ډلو د نوموړي پريكړي نه ډير تود هر كلي وكړ.
اسراييلو د نوموړي څيړنيز كميسيون سره د همكاريو د نه ترسره كولو لامل د كميسيون په جوړولو كې عجله او نوموړي كميسيون د اسراييلو پر خلاف د يوي دسيسي د پارچي په توګه يادونه وكړه .
همداشان يو شمير اسراييلي چارواكو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د كميسيون په اړه وويل چي د ماوي مرمري د پيښي د څيړولو په خاطر اسراييلو پخپله يو كميسيون جوړ كړي پدي اړه بل كميسيون ته كوم ضرورت نه ليدل كيږي .
د يادولو وړ ده چي د اسراييلو د ټولو اعتراضونو او مخالفت سره سره بيا هم كميسيون د اګست په مياشت كي په خپلو څيړونو پيل كوي .
نوموړي څيړنيز كميسيون به د خپل كار په پيل كې لومړى د پيښي په اړه په اسراييلو، تركيه او غزه كي د عيني شاهدانو سره خبري وكړي او د هغوي نظريي به ټولي كړي . خو داسي ښكاري چي اسراييل پدي مسله كې د نوموړي كميسيون سره همكاري ونه كړي . خو بيا هم د مسلي په اړه د يو نړۍوال كميسيون جوړيدل ددي خبري ښكارندويي كوي چي نړۍ د اسراييلو لخوا د ترسره كيدونكو نړۍوالو جنايتونو په اړه چپ نده پاتي شوي او پدي لاره كې لږ تر لږه د اسراييلو اصلي څيره ټولي نړۍ ته ښودل كيږي .
|