Posted 03.06.2010 15:31:17 UTC
Updated 03.06.2010 15:31:17 UTC
توبه د اسلام په مبارك دين كي يو ډير خاص او ځانګړي ځاي لري . الله تبارك و تعالي د خپلو بنده ګانو توبه ډيره خوښوي . د همدي مسلي په اړه الله تبارك و تعالي په خپل كتاب د قرانكريم د بقرې د سورت په ۲۲۲ ايت كي داسي فرمايلي دي ! ژباړه ، بيشكه چي الله خوښوي بيا بيا توبه ايسونكي او خوښوي ځانونه ساتونكي د پليتيو څخه . صدق الله العظيم . د ويلو ده چي توبه ويستل په خپله يو ډول د عبادت دي . توبه ځانته د ګناهكارانو لخوا د ګناه د ترسره كولو نه وروسته د پښيمانۍ د ښودولو مراسم ندي . توبه په اصل كي د ټولو انسانانو لپاره د پاكۍ يو فرصت دي . ځكه چي انسانان تل د پوهيدو په حالت كي ګناه نه ترسره كوي . بعضي اوقات انسانان د يو ډير وړوكي ضعف او يا هم حتي په داسو حالاتو كي ګناه ترسره كيږي چي هيڅ يي تمه نه كوي.
د الله تبارك و تعالي د نومونو نه يو هم تواب دي . الله په واقعيت چي د توبو قبلوونكي دي . الله تل د هر چا توبه قبلوي . الله ج هيڅوك د خپل دربار نه تش لاس نګرځوي . همداشان رسول الله ص په خپل يو حديث شريف كي فرمايلي دي چي زه په ورځ كي لږ تر لږه ۷۰ ځله الله تبارك و تعالي ته توبه وباسم. توبه په عيني وخت كي الله ته د رجوع كولو په معني ده . توبه ويستل يو ډير سپيڅلي عمل دي .
لكه څرنګه چي انسان الله تبارك و تعالي ته د توبي په ويستو سره د الله د خپلو ګناهونو د معافيدو او بښنې هيله كوي همداشان انسان بايد خپله او د نورو په مقابل كي د بښني د رفتار نه كار واخلي . دا چي يو انسان د خپلو ګناهو او خطاګانو په مقابل كي د خپل پرودګار نه د بښني غوښتنه كوي خو د نورو انسانانو د بښني په وخت كي بيا لنډي كوي . انسان بايد لكه چي خپله د بښني تمه لري نورو ته هم بښنه وكړي . د همدي مسلي ته الله تبارك و تعالي د قرانكريم په يو زيات شمير ايتونو كي اشاره كړي ده . د همدي مسلي په اړه الله تبارك و تعالي د الاعراف د سورت په ۱۹۹ ايت كي داسي فرمايلي دي ! ژباړه ، ونيسه عادت د بښني اي محمده ! او امر وكړه په نيكو كارونو او مخ وګرځوه له جاهلانو ، ناپوهانو، كه چيري په تا باندي د شيطان لخوا كوم مصيبت او يا وسوسه رانازليږي نو ته الله ته پناه يوسه ، بيشكه چي الله ښه اوريدونكو او ښه عالم دي . صدق الله العظيم .
الله د خپلو بنده ګانو نه نور ته د بښني تمه كوي . د نوموړي مسلي په اړه د قرانكريم د الشوري د سورت په ۴۰ ايت كي داسي فرمايلي دي ! ژباړه ، پس هر چا چي عفوه وكړه او سوله يي وكړه پس الله ورته اجر وركوي او بيشكه چي الله طالمان نه خوښوي . صدق الله العظيم .
كه چيري پاسني ايت ته لږ ځير شو نو دا خبره د ورا ښكاره ده چي الله نه بښونكي انسانان نه خوښي. الله هغه كسانو ته پخپله اجر وركوي چي عفه او بښنه كوي . د بله دلته په يوي بلي خبري هم ډير ټينګار شوي دي . كه چيري يو انسان بل انسان ته د جزا وركولو وس او توان هم ولري او د بښني او عفي نه كار واخلي دا يو ډير لوي ثواب دي ، دا يو ډير سپيڅلي عمل دي . همدي مسلي ته الله تبارك و تعالي د نور د سورت په ۲۲ ايت كي اشاره كړي دي .
كله چي په حضرت عايشۀ رض باندي په ناحقه بهتان وويل شو نو پدي مسله كي ځيني مسلمان هم په ناپوهي كي شامل شول چي له هغوي د جمع نه يو حضرت مسطح رض هم وو، حضرت مسطع يو ډير فقير او مفلس مهاجر وو. همداشان نوموړي د حضرت ابوبكر رض تعالي عنه خورى يا تروځى هم وو. د نوموړي پيښي نه مښكي به حضرت ابو بكر رض دده سره ډيره زياته مالي مرسته كوله . نو كله چي د حضرت عايشي رض عنه خبره سپينه شوه او بي ګناه ثابته شوه نو حضرت ابوبكر رض قسم وكړ چي زه بيا كله هم د حضرت مسطح رض سره مرسته ونكړم. همداشان د ممكن ده چي ځيني نورو ته به يي هم قسم كړي وو چي مرستي ورسره ونكړي. پدي وخت كي د الله تبارك و تعالي لخوا د سورت نور ۲۲ ايت رانازل شو. الله تبارك وتعالي په نوموړي ايت كي فرمايلي دي چي له تاسي ځيني هغه كسانو ته چي د الله تعالي ديني كرامت او مشرتوب يا دنيايي وسعت او يا مال دركړل شوي دي دوي ته نه ښايي چي دا ډول قسمونه وكړي ، دوي ته ښايي چي همت يي ډير لوي او اخلاق يي ډير لوړ او عالي وي . ميراڼه ، بهادري پدي كه ده چي د بد بدل د ښو سره ادا كړي شي . د محتاجو خپلوانو او د الله له پاره د خپلو كورنو پريښودونكو سره د مرستي نه لاس اخيستل دا د ميړانو او بهادرانو كار ندي .
پدي ايت كي الله تبارك وتعالي ددي خبري په ټينګار سره ويلي دي كه چيري تاسي د خطاكارنو خطا وبښي الله تعالي به ستاسي ټولي ګناهي وبښي . آيا تاسي د الله تعالي څخه د بښي او عفي هيله او اميد نه لري ؟ او كه چيري تاسي د الله څخه د بښني او عفي تمه لري نو ښايي چي تاسي هم د نورو كسانو خطاګاني وبښي . په يو شمير احاديثو كي ويل شوي دي كله چي حضرت ابو بكر رض د الله دا امر واوريد نو سمدلاسه يي وويل چي بيشكه اي پروردګاره چي موږ ستا بښنه او مغفرت غواړو. ددي ايت د اوريدو نه يي سمدلاسه وروسته د حضرت مسطح رض سره د پخوا په څير مرستو ته دوام وركړ.
د اسلام په مبارك دين كي الله ته اميد او هيله يو ډير مهم او غور شوي عمل دي . پدي مسله كي هم توبه اصلي ركن دي . د همدي مسلي په اړه الله تبارك و تعالي د قرانكريم د الزمر د سورت په ۵۲ ايت كي داسي فرمايلي دي ! ژباړه ، ووايه اي محمده ! چي الله فرمايي اي بندګانو زما ! هغه كسانو چي اسراف يي كړي دي د خپلو نفسونو سره مه نااميده كيږي د رحمته د الله ، ځكه بيشكه چي الله د ټولو ګناهونو مغفرت كوونكي دي ، بيشكه چي الله ډير ښه بښوونكي دي ، الله غفور او رحيم دي . صدق الله العظيم .
همداشان د توبي په وخت كي د دعا په اړه الله د المومنون د سورت په ۱۱۸ سورت كي داسي فرمايلي دي ! ژباړه ، او ووايه اي محمده ! اى ربه ځما مغفرت او رحم وكړه پر موږ ته خير او د ټولو نه ډير رحم كوونكي يي . صدق الله العظيم .
كه چيري توبه نواي او يا د يو خطا بښنه د امكان وړ خبره نواي دا به د هغه انسانانو لپاره چي كومه ترينه كيده او وروسته پري پوهيدل د ټولو نه بد كار وي . هغه انسانانو به دا فكر كولي ځه خطا خو رانه شوي ده راځه اوس نوري خطاكاني هم وكړه ، ګناه كار خو ګناه كار يي يا يوه او يا ډيري ګناه ګاني څه فرق كوي . دي كسانو د نورو خطاګانو نه هيڅ كله هم ډډه نه كوله . خو د توبي سره هر انسان پدي پوهيږي چي د هر خطا په مقابل كي تلافي شتون لري ، مغفرت شتون لري . دا چي توبه د الله له لوري يو ستايل شوي عمل دي دا خبره پخلپه د انسانانو لخوا د خطاګانو د مخنوي لامل ګرځي . كله چي يو انسان يو ځل خطا وكړي او بيا توبه وكړي هغه د دويم ځل لپاره بيا د خطا كولو نه ډډه كوي .
پدي اړه ستاسي پام رااړوم يوي لنډي كيسي ته.
وايي يو وخت يو سړي ۹۹ قتلونه كړي وو. همدا سړى ددي لويي ګناه د ترسره كولو نه وروسته ددي په لټه كي شو چي د وخت د ټولو نه عالم شخص پيدا كړي ترڅو ترينه وپوښتي چي ددي دا ګناهونه د بښني دي او كه نه . همدي سړى د يو پوښتنه وكړه او خلكو ورته يو لوي راحب وښود.
همدا قاتل يا ګناه كار د نوموړي راحب ترڅنګ لاړ او د راحب نه يي پوښتنه وكړه چي ما ۹۹ قتلونه كړي ايا زما دا لويه ګناه د بښني ده او كه نه . راحب د قاتل په ځواب كي وويل چي نه هيڅكله هم نه ځكه چي تا داسي لويه خطا كړي ده چي هيڅ د منلو وړ نده. قاتل نوموړي راحب هم مړ كړ او وويل چي دا دي سلم قتل وي . قاتل د سلم كس د وژني نه وروسته يو ځل بيا د يو لوي بل عالم د موندولو په اړه پوښتني پيل كړي او بالاخره چا ورته د وخت يو بل لوي عالم وښود او نوموړي قاتل لاړ ددي بل لوي عالم ترڅنګ . همداشان نوموړي قاتل ددي عالم نه هم پوښتنه وكړه چي ما د مځكي په سر سل قتلونه كړي آيا زما د لويه خطا او ګناه د بښولو ده او كه نه؟ نوموړي عالم ورته په ځواب كي وويل چي ولي نه . هيڅوك د انسان او توبي ترمنځه نشي ننوتلي . نوموړي عالم دي قاتل ته وويل چي ته فلاني ځاي ته لاړ هلته يو زيات شمير انسانان دي چي الله تعالي ته په عبادت بوخت دي ته هم د هغوي سره په عبادت پيل وكړه . همداشان عالم په قاتل ټينګار وكړ چي پام كوه خپل كورته لاړ شي هماغه ځاي ته لاړ شه كوم ځاي چي ما درته وښود.
قاتل د همدي عالم د خبري په اساس د ښودل شوي ځاي په لوري حركت وكړ، كله چي نوموړي قاتل نمايي لاري ته ورسيد وخت يي پوره شو او مړ شو. دلته د رحمت او عذاب ملاييكي دواړه د سړى د بيولو په خاطر راغلي . د رحمت ملاييكي ويل چي سړى زه بيايم د عذاب ملاييكي ويل چي سړى زه بيايم پدي كي د دواړو ملاييكو ترمنځه بحث را پورته شو.
د رحمت ملاييكي د عذاب ملاييكي ته وويل چي نوموړي سړي د توبي په خاطر او خپل ځان الله د تسليمولو په خاطر د نوموړي ځاي په لوري حركت وكړ.
د عذاب ملاييكي ورته په ځواب كي وويل چي نوموړي سړي په خپل ژوند كي يوه نيكي هم نده كړي .
پدي وخت كي د انسان په جامه يو بله ملاييكه راپيدا شوه . دواړو ملاييكو د انسان په جامه كي نوموړي ملايكه يي د قاضي په توګه و ټاكله او ورته يي وويل چي موږ په منځ كي ته قضاوت وكړه .
نوموړي قاضي وويل راځي داسي به وكړو چي د دي سړي د راتګ او تګ ځاي به اندازه كړو هر خواته چي نږدي وو دا به هماغه پلو واخلي . يعني كه د توبي كولو ځاي ته نږدي وو د رحمت ملاييكه دي واخلي او كه خپل پخواني ځاي ته نږدي وو نو د عذاب ملاييكه دي واخلي . لاره چي اندازه كړه مړ قاتل د توبي ځاي ته نږدي وو چي په همدي ډول د نوموړي قاتل مړي د رحمت ملاييكي واخيست.
دلته بايد ووايو چي انسان ډير عاجزه او ضعيفه خلق شوي دي . انسان تل خطا كوي تل ګناه كوي . په همدي خبره كي د انسان او ملاييكي ترمنځه توپير شتون لري . د بيلګي په توګه بايد ووايو چي حضرت آدم عليه السلام او بي بي هوا هم خطا كړي وه خو وروسته يي سمدلاسه توبه وكړه او الله ورته كړي خطا وبښله . دلته مهمه خبره دا چي يو انسان په خپله خطا پوه شي او الله نه د نوموړي خطا بښنه وغواړي ، په راتلونكي كي د بلي كوم خطا مرتكب نشي .
انسان بايد هر وخت او تل د خپل پروردګار نه بښنه وغواړي . د ويلو ده توبه ددي په معني نده چي يو انسان به هره ورځ خطا او ګناه كوي او بيا به ژر توبه وباسي چي دادي الله زما ګناه بښي . توبه په اصل كي د عبرت په څير يو شي . كله جي يو انسان خطا وكړي او بيا توبه وكړي بيا بايد تكرار هغه خطا ونكړي ، حتي د هغي په څير د خطا په اړه فكر هم ونه كړي . د زړه له كومي توبه وباسي ، په اخلاص باندي د الله نه د بښني غوښتنه وكړي ، ډيره پښيماني وښايي ، الله ته عزر او زارۍ وكړي .
ښه پايلو كي بايد ووايو چي پروردګار عالم دي موږ د هر ډول خطاګانو او ګناهونو نه وساتي ، پروردګار عالم دي موږ په صراط المستقيم روان وساتي . پروردګار دي موږ د زيانكارانو په جمع كي رانولي ، پروردګار دي موږ ته عفه او بښنه وكړي امين يا رب العالمين .