Posted 06.07.2010 12:26:07 UTC
Updated 06.07.2010 12:26:07 UTC
تيره اونۍ په منځني ختيځ كي د نورو اونيو په پرتله يوه اندازه ارامه تيره شوه. دا چي دا ارامي به په سيمه كي څومره دوام وكړي پدي څوك نه پوهيږي . په اصل كي هر ارامه ورځ د سيمي په ګټه او د اميدونو د زياتيدو لامل ګرځي . د ويلو ده چي په سيمه كي دا ارامي ددي په معني نده چي ګواكي په سيمه كي سياسي پرمختګونه په ټپه ولاړ دي . په عراق كي ډير توده بحثونه دوام لري . د همدي امله په نني خپرونه كي د عراق نه د امريكې د ولسمشر د مرستيال جوزيف بايدن د ليدني او د عراق په شمال كي د تركيې د دولت وزير ظفر چالغيان د ليدونو كتنو په اړه بحث كوو.
په عراق كي مياشتي مياشتي كيږي چي د حكومت د جوړولو چاري دوام لري خو له بده مرغه چي تر دي دمه په نوموړي هيواد كي سياسي ګوندونه پدي ندي قادر شوي چي يو حكومت جوړ كړي . د همدي امله امريكا په مسله كي د مداخلي لپاره تياري نيسي . د امريكې متحده ايالاتو سره ددي چي په لوړ غږ په عراق كي د خپلو غوښتنو نه يادونه نده كړي خو بيا هم يو زيات شمير سياسي كارپوهان وايي چي امريكا غواړي چي په عراق كي د شيعه او سوني ډلو نه جوړ يو حكومت جوړ شي .
دا چي امريكايي چارواكي ځانته په عراق كي هر څه ژر د يو حكومت د جوړولو په مسلي ټينګار كوي او بل څه نه وايي خو د داسي ښكاري چي امريكا په نوموړي مسله كي په مداخلي لاس پوري كړي . د عراق نه د امريكې د ولسمشر مرستيال جوزف بايدن ليدنه د همدي خبري ښكارندويي كوي . د ويلو ده چي امريكې تر اوسه پوري پدي مسله كي په ښكاره توګه په مداخلي لاس ندي پوري كړي او نه يي هم د عراق سياسي ګوندونو ته كوم تلقين كړي دي . خو په عراق كي د بايدن د راتګ نه مښكي د العراقيه ايتلاف او عراق د قانوني دولت يعني د سونيانو او شيعه ګانو ترمنځه د حكومت د جوړولو په خاطر ليدني كتني د پام وړ ګړندۍ شوي دي چي دا خبره پخپله يوه معني داره خبره ده . دلته د يوي خبري كول ضروري دي چي متحده ايالات غواړي چي د نوموړو دوو ګوندونو نه يو ايتلاف جوړ كړي او پدي دول د صدر د ګوند چي په ټولټاكنو كي ډير ښه برياليتوب ترلاسه كړي دي په مښكي خڼډونه جوړ كړي او لاره يي غوڅه كړي . سر بيره پر دي د عراق د اشغال نه وروسته ټول ځواك د شيعه ګانو په لاس كي دي خو امريكا غواړي چي نوموړي ځواك د سونيانو سره شريك كړي چي دا خبره د امريكي لپاره ډير مهمه ده . دلته يوه پوښتنه پيدا كيږي دا چي د عراق شيعه ګان د امريكې سره ډيري ښي اړيكي هم لري نو امريكا ولي غواړي چي په عراق كي سونيان هم ځواكمن كړي ؟
مهمه خبره خو دا ده كه چيري د عراق شيعه ګان د امريكې سره په هر اندازه ښي اړيكي هم ولري خو بيا هم نوموړي هيواد پدي اند دي چي د عراق شيعه ګان د ايران د اغيزو لاندي راتلي شي او د نوموړو سره ښي اړيكي لري. ددي ټولو مسلو اصلي سرچينه د عراق نه د امريكايي ځواكونو د وتلو د نيټي رانږدي كيدل دي .
امريكا په پام كي لري چي د عراق نه د خپلو ځواكونو يوه زياته برخه د راتلونكي اګست په مياشت كي بهر كړي . د عراق نه د امريكايي سرتيرو وتل دوه مهم لاملونه لري ، لومړى دا چي د امريكې ولسمشر بارك اوباما د خپل ټاكني نه مښكي او وروسته ددي خبري وعدي وركړي دي چي عراق نه به د خپل ځواكونه بهر كړي او دويم دا چي امريكا په افغانستان كي د لا زياتو ځواكونو ته ضرورت لري. امريكا غواړي چي د عراق نه خپل ځواكونه افغانستان ته وليږدوي.
امريكا اوسهال په عراق كي د دوو ستونزو سره مخامخ دي . لومړى دا چي په امريكا فشارونه دي چي هر څه ژر خپل ځواكونه د عراق نه بهر كړي او دويم دا چي د عراق نه د امريكايي ځواكونو د ويستو په خاطر په نوموړي هيواد كي سياسي ماحول تر اوسه پوري دي خبري ته تيار ندي . په عراق كي تر اوسه پوري يو حكومت ندي جوړ شوي . په عراق كي د رامنځته كيدونكو او روانو پيښو يوه لويه برخه په اصل كي سياسي پيښي دي . كه چيري په عراق كي هر څه ژر يو حكومت جوړ نشي په نوموړي هيواد كي به حالات د بد نه بدتر شي چي دا خبره د عراق نه د امريكايي ځواكونو د وتو په لاره كي خڼډونه جوړوي او نوموړي بهير د ستونزو سره مخامخوي . د ويلو ده چي د عراق نه د امريكايي ځواكونو د وتو نه وروسته په نوموړي هيواد كي د حالاتو خرابيدل هم متحده ايالاتو د سياسي پلوه او هم د استراتيژيكي پلوه د ستونزو سره مخامخوي . د همدي امله د امريكې د ولسمشر مرستيال جوزف بايدن هم د عراق نه ليدنه وكړه . ويل كيږي بايدن په عراق كي د چا خبره د ټولو سياسي ګوندونو د مشرانو سره ليدني كړي او په عراق كي د يو حكومت د جوړولو په خاطر ټولو ته جلا جلا تلقينونه كړي دي . خو دا چي د متحده ايالاتو دا فشارونه به څه پايلي ولري دا خبره لا تر اوسه پوري معلومه نده .
تيره اونۍ د تركيې لپاره د مهمو مسلو نه يوه د عراق په شمال كي د سيمه ييزي اداري سره په اړيكو كي نوي پرمختګونه ول . د ويلو ده چي د تركيې نه د عراق په شمال كي د سيمه ييزي اداري د مشر مسعود برزاني د ليدني نه وروسته د نوموړو ترمنځه په اړيكو كي يو بل ډير مهم پرمختګ وشو. همداشان د نوموړي پرمختګ نه وروسته د تركيې د دولت وزير ظفر چالغيان د ۲۵۰ تنو سوداګرو سره يو ځاي د عراق شمال ته سفر وكړ. چالغيان د عراق په شمال كي د خپلو ليدونو كتنو په لړ كي لومړى د برحام صالحي او وروسته د مسعود برزاني سره ليدنه وكړه . دا چي سيمي ته د چالغيان د سفر تر شا ډيري مهمي سياسي موخي نغښتي هم وي خو په ظاهر كي نوموړي سفر د دواړو خواوو ترمنځه د اقتصادي اړيكو د پراختيا په موخه ترسره شوي دي . پدي مسله كي د همكاريو د لا زياتولو په لاره كي پورته شوي يو ډير مهم ګام دي . د ويلو ده چي د ۲۰۱۰ كال په لومړنيو پنځو مياشتو كي عراق ته د تركيې په صادراتو كي د پام وړ زياتوالي راغلي دي . پدي مياشتو كي عراق ته د تركيې د صادراتو حجم دوه عشاريه يو ميليارده ډالره ښودل شوي دي . د نوموړو صادراتو اويا سلنه د عراق شمال ته شوي دي . همداشان تركيې د عراق په شمال كي په سيمه ييزي اداره كي څه د پاسه د ۷ ميلياردو په اندازه ساختماني قراردادونه ترلاسه كړي دي . يوه لنډه موده مښكي د تركيې او عراق ترمنځه د سوداګرۍ تړون په چوكاټ كي د دوو نوو ګمركي دروازو د پرانيستو پريكړه وشوه . همداشان ويل كيږي د نوموړو دوو دروازو د پرانيستو سره به د تركيې او عراق اړيكي لا پراختيا ومومي .
د ويلو ده چي د اقتصادي او سياسي كارپوهانو په اند تركيه په پام كي لري چي د عراق سره خپل سوداګريز حجم شل ميلياردو ډالرو ته لوړ كړي .
دا چي د تركيې او عراق په شمال كي د سيمه ييزي اداري ترمنځه په اقتصادي اړيكو كي دمره پرمختګ شوي خو پدي اندازه د دواړو خواوو ترمنځه په امنيتي اړيكو كي پرمختګ نه ترسترګو كيږي. تركيه په عراق كي ميشت د پي كاكا ترهګريز سازمان پر وړاندي د عراق په خاوره كي خپلو هوايي عملياتو ته دوام وركوي . د ويلو ده چي تيره اونۍ هم د تركيې د وسله والو ځواكونو اړوند هوايي ځواكونو په عراق كي د پي كاكا د ترهګريز سازمان يو زيات شمير كمپونه د سختو بريدونو لاندي راوستل . د ويلو ده چي عراق پدي برخه كي تل د تركيې د تمو او توقعاتو برعكس په همكارۍ كي پاتي راغلي ده . د پي كاكا ترهګريز سازمان چي عراق د خپلي نظامي هډي په توګه كاروي د همدي مسلي د مخنيوي په خاطر د تركيې، عراق او امريكې ترمنځه يو دري اړخيز ميكانيزم جوړ شو. خو نوموړي ميكانيزم هم په خپلو چارو كي پاتي راغي . تركيې د همدي مسلي نه وروسته د عراق په شمال كي د سيمه ييزي اداري سره خپلو اقتصادي اړيكو ته پراختيا وكړه خو دا خبره هم ددي په معني نده چي تركيه به د سيمه ييزي اداري سره ددي نوي پيل سره د نوموړي ستونزي نه په كامله توګه وژغورل شي .