Posted 28.03.2010 14:49:02 UTC
Updated 28.03.2010 14:49:02 UTC
په عربي ژبې باندې د ټي ار ټي خپرونې چې د اپريل په څلورمه نيټه به پيل شي، وروستي تياري روان دي.
د دولت وزير او د لومړي وزير مرستيال بولنت ارنچ پدې اړه وويل چې په عربي ژبه باندې د ټي ار ټي خپرونې به ۳۵۰ ميليونو انسانانو ته خطاب وكړي.
بولنت ارنچ د مانيسه په ولايت كې د ميسير په فيستيوال كې د بهرنيو هيوادونو د خبريالانو سره غونډه وكړه. ارنچ د يوولسو هيوادونو نه ۲۲ خبريالانو سره په غونډه كې وويل چې د سيمه ايزو خلكو په ګډون د سپوږمكيو له لارې د افريقا د لوېې وچې د دريو برخو نه دوه برخې ېې، منځنى اسيا او منځني ختيځ كې ميشت ټول ۳۵۰ ميليونه انسانان كولاى شي چې د ټي ار ټي خپرونې وګوري.