www.trtpashto.com
Rss
د هيواد د ماليي وزير محمد شمشك په دمشق كې خپلو ليدونو كتنو ته دوام وركوي
د هيواد د ماليي وزير محمد شمشك په پلازمينه دمشق كې خپل سيال محمد الحسين سره ليدنه وكړه
Posted 29.07.2010 12:32:42 UTC
Updated 29.07.2010 12:32:42 UTC
د هيواد د ماليي وزير محمد شمشك چي د يو لړ رسمي ليدونو كتنو په موخه د سوريي پلازميني دمشق ته تللي دي وويل تركيه د لويو بدلونونه تيره شوي ده او سوريه هم تركيه ته ورته په حالت كې قرار لري چي دا خبره د سيمي د رفاح او استقرار لپاره ډيره ګټوره ده .

شمشك د سوريي د حلپ په ښار كې ليدونو كتنو نه وروسته پلازميني دمشق ته سفر وكړ. د هيواد د ماليي وزير شمشك په دمشق كې د خپل سيال محمد الحسين ، د سوريي د ولسمشر د مرستيال اسيستاني حسن تركمني او د ترانسپورت وزير ياروب بدر سره ليدني وكړي .

شمشك په سوريه كې د رامتځته شوو پرمختګونو ستاينه وكړه او وويل د تركيې او سوريي ترمنځه د ويزو د منځه تلو امله په متقابله توګه د يو بل هيواد نه غوښتني هم ډيري شوي دي چي د همدي مسلي په خاطر د دواړو ګمركونه بايد د فزيكي پلوه مدرن شي .

همداشان د سوريي د ماليي وزير محمد الحسين وويل د دواړو هيوادونو ترمنځه د يو بانك د جوړولو په برخه كې هلي ځلي په چټكي سره دوا م لري .

Turkish Radio - Television Corporation Official Web Site
This service may include material from Anatolian News Agency (AA), Agence France-Presse (AFP), Associated Press (AP), Reuters, Deutsche Press Agentur (dpa), ATSH, EFE, MENA, ITAR TASS, XINHUA which is copyright and cannot be reproduced.