منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
اسرائیلو د اېف-۳۵ جنګي الوتکو د وړتیاوو د لوړولو لپاره د ۳۵ میلیون ډالرو په ارزښت تړون لاسلیک کړ
اسرائیلو اعلان کړی چې د اېف-۳۵ ادیر جنګي الوتکې لپاره د “غځېدلي واټن” وړتیا د پراختیا په موخه یې له ۳۴ میلیون ډالرو څخه د زیات ارزښت یو تړون لاسلیک کړی دی.
اسرائیلو د اېف-۳۵ جنګي الوتکو د وړتیاوو د لوړولو لپاره د ۳۵ میلیون ډالرو په ارزښت تړون لاسلیک کړ
اسرائیلو د اېف-۳۵ جنګي الوتکو د وړتیاوو د لوړولو لپاره د ۳۵ میلیون ډالرو په ارزښت تړون لاسلیک کړ / Reuters

د اسرائیل د  دفاع وزارت وايي، د سایکلون سره تړون، چې د ایلبټ اړوند شرکت دی، موخه یې د اوږدمهاله عملیاتي وړتیاوو لوړول دي.

اسرائیلو اعلان کړی چې د اېف-۳۵ ادیر جنګي الوتکې لپاره د “غځېدلي واټن” وړتیا د پراختیا په موخه یې له ۳۴ میلیون ډالرو څخه د زیات ارزښت یو تړون لاسلیک کړی دی.

د دفاع وزارت د پنجشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دې وزارت د دفاعي تدارکاتو ادارې دغه تړون له سایکلون شرکت سره لاسلیک کړی، چې د ایلبټ سیسټمونو بشپړ ملکیت لرونکې اړونده کمپنۍ ده.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې دا تړون “د لاک هېډ مارټین لخوا جوړې شوې اېف-۳۵ ‘ادیر’ جنګي الوتکې لپاره د غځېدلي واټن وړتیا د پراختیا” برخه رانغاړي.

وزارت ویلي: “دا تړون، چې د ۳۴ ملیون ډالرو څخه ډیر ارزښت لري د هغو بهرنیو د تیلو ټانکونو د پراختیا او یوځای کولو چارې رانغاړي چې د سایکلون د یوه موجود ډیزاین پر بنسټ دي او په اصل کې د اېف-۱۶ لپاره جوړ شوي وو۔”

تمه کیږي چې نوې وړتیا به د الوتکې "عملیاتي حد وغځوي، د هوایی تیلو ډکولو تکیه به کمه کړي، او د اوږد واټن ماموریتونو په اوږدو کې به عملیاتي انعطاف لوړ کړي." 

دا تړون داسې مهال رامنځته کېږي چې سیمه‌ ییز تاوتریخوالی زیات شوی، وروسته له هغې چې امریکا او اسرائیلو د فبرورۍ په ۲۸مه پر ایران بریدونه وکړل، چې له امله یې تهران د اسرائیلو او همدارنګه د خلیج هغو امریکايي متحدینو پر ضد غبرګون وښود چې امریکايي شتمنۍ پکې مېشتې دي، او د هرمز تنګي تړل کېدو ته يې لاره هواره کړه.

د اپریل په ۸مه د پاکستان د منځګړیتوب له لارې اوربند نافذ شو، خو په اسلام آباد کې خبرې اترې د تلپاتې موافقې په رامنځته کولو کې پاتې راغلې. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروسته د یوې ټاکلې نیټې پرته اوربند وغځاوه.

د اسرائیلي رسنیو په وینا، تل ابیب له ایران سره د جګړې د احتمالي بیا پیل لپاره خپل پوځي چمتووالی نیولی، که چېرې د تهران او واشنګټن ترمنځ خبرې اترې ناکامې شي.

وپلټۍ
حوثیانو ادعا کړې چې د سعودي عربستان یوه F-15 جنګي الوتکه یې ویشتې ده
عربستان ویلي هوایي دفاعي ځواکونو يي هغه ډرون له منځه یوړه  چې مکې  هوایي حریم ته د ننوتو هڅه کوله
د سعودي وليعهد محمد بن سلمان په قاهره کې د السیسي سره په لیدنه کې د سیمې د امنیت په اړه خبرې وکړې
د عمان په سواحلو کې د تیلو په یو ټانکر کښتۍ برید شوی دی.
الشرع وویل چې پر هېواد د لګېدلو سختو بندیزونو له لرې کېدو وروسته سوریه له سره راوزیږیده
ایران د جګړې ، اوربند او د جګړې نه وروسته  د سناریوګانو په اړه د دفاعي چمتوالي امر وکړ.
د غزې په خان او منځنیو برخو د بریدونو په نتیجه کې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
سعودي عربستان ویلي دي چې د حوثیانو بریدونو ته به ډیر سخت ځواب ووايي.
ایران: «له ګاونډیانو، په ځانګړي ډول له تورکیې سره اړیکې په غوښتلي او مناسب کچه کې دي»
په یمن کې حوثیان د سعودي عربستان پر شاه خالد هوایي اډې د لسګونو توغندیو او ډرونو بریدونه کړي
حوثیانو په سعودي عربستان کې ير پوځي اډې د توغندیز او ډرون  بریدونو کولو ادعا کړې ده.
له عراق څخه د سعودي عربستان د تیلو په یوې نللیکې د درون بریدونه شوي
حوثیانو سرې بحیرې مهمې جزیرې ونیولې او د باب المندب سیمه یې تر خپل کنټرول لاندې راوسته:دولتي سرچينې
د الجزایر او اماراتو ترمنځه په اړیکو کې ترینګلتیا لا ژوره شوه
الجزایر له متحدو عربي اماراتو  سره خپلې ډیپلوماټیکې اړیکې وشلولې
د غزې پر وړاندې د اسرائيلو په هوايي برید کې د یوه فلسطیني کورنۍ څلور غړي وژل شوي دي
پر اردن د ایران بریدونو د امریکا څو جنګي الوتکو ته زیان رسولی دی
د اسرائیلو پخواني لومړي وزیر بینټ موجود لومړی وزیر نتانیاهو په جنايي غفلت تورن کړ
سموټریچ او بن ګویر پر برېتانیا د بندیزونو او د سفیر د شړلو غوښتنه وکړه
حوثیانو د سعودي عربستان پر څلورو ښارونو بریدونه کړي چې له امله يي ۷۳ تنه ټپیان شوي دي.