نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
ټرمپ ویلي دي مدویدوف له څرګندونو نه وروسته دوه امریکايي اټومي اوبتلونه هغه ځای ته چې اړتیا وه رسیدلي
د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وويل، وروسته له هغې چې هغه د روسيې د پخواني مشر ديميتري مېدوېديف د څرګندونو په ځواب کې دوه اټومي اوبتلونه د اړتیا وړ ځای ته د لیږولو امر کړی وو دا  دوه اټومي اوبتلونه هغه ځای ته رسېدلي دي چېرته چې ورته اړتیا وه.
ټرمپ ویلي دي مدویدوف له څرګندونو نه وروسته دوه امریکايي اټومي اوبتلونه هغه ځای ته چې اړتیا وه رسیدلي
/ AP

د امریکا ولسمشر ټرمپ ویلي دي چې د مدویدوف له څرګندونو نه وروسته دوه امریکايي اټومي اوبتلونه هغه ځای ته چې اړتیا وه رسیدلي دي.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وويل، وروسته له هغې چې هغه د روسيې د پخواني مشر ديميتري مېدوېديف د څرګندونو په ځواب کې دوه اټومي اوبتلونه د اړتیا وړ ځای ته د لیږولو امر کړی وو دا  دوه اټومي اوبتلونه هغه ځای ته رسېدلي دي چېرته چې ورته اړتیا وه.

ټرمپ د يکشنبې په ورځ له نيو جرسي کې د خپل ګالف ځای څخه د راستنېدو پر مهال خبريالانو ته وويل: " امریکايي اوبتلونه په هغه سیمه کې  ځای په ځای شوي دي، چېرته چې ورته اړتیا ده،" هغه ددې اوبتلونو د دقیق ځای په اړه څه ونه ویل.

ټرمپ مخکې ويلي وو چې هغه د روسيې د پخواني ولسمشر مېدوېديف سره د متقابلو سختو څرګندونو په ترڅ کې د دوه امريکايي اټومي اوبتلونو د ځای پر ځای کولو امر کړی دی.

مېدوېديف د تېرې دوشنبې په ورځ پر ټرمپ سختې نیوکې وکړې او خبرداری یې ورکړ چې د اوکراين جګړې په اړه د کرملین پر وړاندې د ټرمپ زیاتېدونکې فشارونه ددې لامل کیږي چې د روسيې او اوکراين ترمنځ جګړه لا پراخه شي. همداشان دا  ښايي د روسيې او امريکا ترمنځ شخړه هم رامنځته کړي.

د روسیې پخواني ولسمشر او د ملي امنیت موجود مرستیال مدویدوف وروسته له هغه پر ټرمپ سختې نیوکې وکړې چې  ټرمپ روسيې ته ګواښ وکړ چې که په "شاوخوا ۱۰ يا ۱۲ ورځو کې" جګړه پای ته ونه رسوي، نو د بندیزونو او نورو اقتصادي فشارونو سره به مخ شي. دا موده د هغه د جولای میاشتې د ۵۰ ورځو ضرب الاجل څخه ډېره کمه وه.

مسکو د بندیزونو په مخنیوي کې 'ښه مهارت' لري

ټرمپ خبريالانو ته وويل چې روسيه کولی شي د بندیزونو مخه ونیسي که چیرې د داسې یوه تړون سره موافقه وکړي چې خلکو وژلو ته د پای ټکی کېږدي.

هغه وويل: "بندیزونه به وي، خو داسې ښکاري چې دوی د بندیزونو په مخنیوي کې ښه مهارت لري." ټرمپ زیاته کړه: "د روسيې ډېر شمېر سرتېري وژل کېږي او په ورته ډول، په اوکراين کې هم — که څه هم شمېر یې لږ دی، خو بیا هم، زرګونه او زرګونه خلک وژل کېږي... دا په دې بې معنی جګړه کې ډېر خلک دي چې وژل کېږي."

ټرمپ یو ځل بیا د اوکراين جګړې د پای ته رسولو هیله څرګنده کړه.

هغه وويل: "موږ ډېر هېوادونه له جګړې څخه وژغورل،  موږ به دا جګړه (د روسيې او اوکراين) هم پای ته ورسوو."

ټرمپ دا هم وويل چې د هغه ځانګړی استازی سټيو ويټکوف به راتلونکې اوونۍ روسيې ته سفر وکړي، مخکې له دې چې د امريکا د بندیزونو ضرب الاجل پای ته ورسېږي.

ټرمپ وويل: "ويټکوف به، زما په فکر، راتلونکې اوونۍ د چهارشنبې يا پنجشنبې په ورځ سفر وکړي."

وپلټۍ
د اسرائیلو لومړی وزیر نتانیاهو: "زموږ راتلونکی اصلي ماموریت د ایران د رژیم پرځول دي"
هالینډ له امریکا او کاناډا څخه خپل ۸۶ ټنه سره زر انګلستان ته ولېږدول
پوتین وویل، د روسیې او اوکراین ترمنځ هوکړې ته د رسېدو لپاره چانس شته
د مونیخ د دفاعي صنایعو د یوه شرکت مخې ته د قصدي اور اچونې هڅه
د پاکستان پوځ: "په خېبر پښتونخوا کې ۱۵ وسله‌وال له منځه یوړل شول"
ایراني توغندیو او ډرون الوتکو کویټ په نښه کړ
اسرائیلیانو په لویدیځه غاړه کې په یوه کلي برید وکړ: دوه فلسطینیان یې ووژل
د امریکا پوځ په ختیځ ارام سمندر کې یوه کښتۍ د مخدره توکو د قاچاق په تور ډوبه کړه
په ایران کې د امریکا په هوايي بریدونو کې ۱۸ تنه وژل شوي او ۱۴۲ نور ټپیان شوي دي
ټرمپ د ایران جګړې د پای ته رسولو د اعلان په اړه غور کوي
روسیه وايي، د مسکو پر لور روانې ۳۷ بې پیلوټه الوتکې یې نسکورې کړې دي
روسیه: "موږ د اوکراین لوژستیکي مرکزونه او هغه کښتۍ چې د پوځي موخو لپاره کارول کېدې په نښه کړل."
د امریکا په مینیپولیس ښار کې وسله وال برید کې ۲ تنه وژل شوي
اوکراین ولسمشر زیلینسکي وویل چې د اوکراین پر وړاندې د روسیې د بریدونو په اړه د نړۍ غبرګون کافي نه دي
له ایران سره تړلو هکرانو په امریکا کې پر حیاتي بنسټونو د سایبري بریدونو هڅه کړې ده