نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي دي چې اوکراین ته به د خپل ځان نه د دفاع په خاطر نورې وسلې واستوي.
ټرمپ د دوشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې اوکراین د روسیې له خوا ډېر سخت زیانمن شوی او اړتیا لري چې د ځان دفاع وکړي. هغه زیاته کړه چې متحده ایالات به په ځانګړي ډول دفاعي وسلې واستوي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي دي چې اوکراین ته به د خپل ځان نه د دفاع په خاطر نورې وسلې واستوي.
/ Reuters

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي دي چې اوکراین ته به د خپل ځان نه د دفاع په خاطر نورې وسلې واستوي.

 د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې امریکا متحده ایالات به اوکراین ته نورې وسلې واستوي ترڅو دغه جګړه ځپلی هېواد د روسیې د بریدونو پر وړاندې  د خپل دفاع وکړي.

ټرمپ د دوشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې اوکراین د روسیې له خوا ډېر سخت زیانمن شوی او اړتیا لري چې د ځان دفاع وکړي. هغه زیاته کړه چې متحده ایالات به په ځانګړي ډول دفاعي وسلې واستوي.

ټرمپ د جمعې په ورځ خبریالانو ته ویلي وو چې اوکراین ته د پیټریاټ توغندیو اړتیا ده ترڅو خپل دفاع وکړي، خو د دوشنبې په ورځ یې په ځانګړي ډول د دې توغندیو یادونه ونه کړه.

هغه د اسرائیل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره د د ماښام د میلمستیا په پیل کې وویل: "موږ به نورې وسلې واستوو. موږ باید دا کار وکړو. هغوی باید د ځان دفاع وکړای شي. هغوی اوس ډېر سخت زیانمن شوي دي. موږ باید نورې وسلې واستوو، په ځانګړي ډول دفاعي وسلې."

ټرمپ زیاته کړه چې هغه د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین څخه "ناامید" دی چې جګړه یې ونه دروله.

هغه وویل: "زه د دې په اړه خوښ نه یم."

د جمعې په ورځ د ټرمپ سره د ټیلیفوني خبرو وروسته، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي وویل چې دوی موافقه وکړه چې د کییف د "اسمان دفاع" وړتیا زیاته کړي، ځکه چې د روسیې بریدونه زیات شوي دي. هغه وویل چې د ګډ دفاعي تولید، پیرودونو او پانګونو په اړه یې له ټرمپ سره خبرې کړې دي.

اوکراین له واشنګټن څخه غوښتنه کړې چې ورته نور پیټریاټ توغندي او سیستمونه وپلوري، کوم چې دوی د خپلو ښارونو د روسیې د هوايي بریدونو څخه د دفاع لپاره مهم ګڼي.

د واشنګټن له خوا اوکراین ته د ځینو وسلو د لېږد بندیدو پرېکړې د کییف له خوا خبرداری ورکړ چې دا به د روسیې د هوايي بریدونو او د جګړې په ډګر کې د پرمختګونو پر وړاندې د دوی د دفاع وړتیا کمزورې کړي. جرمني ویلي چې دوی د اوکراین لپاره د پیټریاټ هوايي دفاعي سیستمونو د پیرودلو په اړه خبرې کوي ترڅو دغه تشه ډکه کړي.

وپلټۍ
ټرمپ : د کانګرس غړې الهان عمر د ډیپورت سربیره ممکن د بند د سزا سره هم مخ شي
ایران: «د غني شویو یورانیمو ان یو ګرام به هم له زموږ له هېواده بهر ایستلو ته اجازه ورنکړی شي»
سعودي په مشرۍ ائتلاف پر مدینې منورې او ختیځو ښارونو باندې د حوثیانو د ډرون بریدونو مخه نیولې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د کاناډا لومړی وزیر مارک کارني د یو رسمي سفر په ترڅ کې د چهارشنبې په ورځ تورکیې ته راځي.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر فیدان او د ناټو مشر روټه په بروکسل کې د تورې بحیرې پر امنیت خبرې وکړې
انګلستان به د حوثیانو پر وړاندې د دفاع په موخه سعودي عربستان ته جنګي الوتکې واستوي.
د امریکا د کډوالۍ ادارې د تاوتریخوالي ډکې نیونې پر مهال د یوه امریکایي وګړي مټ مات کړی
ایران د امریکا اړوند د یوې بلې ام کیو ۹ پرمختللې ډرون الوتکې د ویشتو نه خبر ورکړ
تورکیه، قطر، پاکستان او اندونیزیا د دفاعي صنایعو تړون لاسلیکوي
د مالي په میناکا سیمه کې پر کمپونو بریدونو کې ۴۰ ملکي وګړي وژل شوي
اوکراین: د روسیې د تېرې شپې په بریدونو کې ۳ تنه وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي
امریکا اوکراین ته د پیټریوټ (Patriot) توغندیو د لېږد تایید ځنډولی
روسیه او ایران د لا نږدې همکارۍ په لټه کې دي
د یمن پوځ ویلي دي چې د حوثیانو پر خلاف  "په ۱۱۶۴ عملیاتو کې ۵۵۸ حوثیان له منځه وړل شوي".