نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
د فرانسې محکمه مارین لوپن د اختلاس په قضیه کې مجرمه وبلله
د فرانسې یوې محکمې د دوشنبې په ورځ مارین لی پن د غلا په یوه قضیه کې مجرمه وبلله، خو سمدستي یې د هغې د سزا په اړه څه ونه ویل او نه یې دا څرګنده کړه چې دا پرېکړه به د دې د ښي اړخي سیاستوالې پر سیاسي راتلونکي څه اغېز ولري.
د فرانسې محکمه مارین لوپن  د اختلاس په قضیه کې مجرمه وبلله
Marine Le Pen faces a court decision that could bar her from the 2027 election. [Photo: AP] / AP

لی پن، چې د پاریس په محکمه کې په لومړۍ کرښه کې ناسته وه، د قاضي د پرېکړې د اورولو پر مهال کوم څرګند غبرګون ونه ښود.

قاضي همدارنګه د هغې د ګوند اته نورو اوسنیو یا پخوانیو غړو ته هم د مجرمیت پرېکړه واوروله، چې هغوی هم د هغې په څېر پخوا د اروپایي پارلمان د منتخب استازو په توګه دنده ترسره کړې وه.

لی پن او د هغې نور تورن کسان د لسو کلونو د بند سزا سره مخ دي. هغوی کولی شي پرېکړې ته اپیل وکړي، چې په دې سره به بله محاکمه ترسره شي.

د لی پن لپاره تر ټولو لویه اندېښنه دا ده چې محکمه ممکن هغه د سمدستي اغېز سره د ولسمشرۍ لپاره د نوماندۍ څخه نااهله وګرځوي، حتی که هغې اپیل هم وکړي.

دا پرېکړه کولی شي هغه د ۲۰۲۷ کال د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره له نوماندۍ څخه منع کړي. هغې دا ډول سناریو د "سیاسي مرګ" په توګه یاد کړی دی.

لی پن او د هغې د ملي یووالي ګوند ۲۴ نور چارواکي تورن شوي وو چې د اروپایي اتحادیې د پارلماني وکیلانو لپاره ځانګړې شوې پیسې یې د ګوند د کارکوونکو د معاشونو لپاره کارولې وې، چې دا د ۲۷ هېوادونو د اتحادیې د مقرراتو خلاف عمل دی.

لی پن او د هغې نور تورن کسان د هر ډول ناسم عمل څخه انکار کوي.

لی پن، چې ۵۶ کلنه ده، په ۲۰۱۷ او ۲۰۲۲ کلونو کې د ولسمشر ایمانوئل مکرون په وړاندې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې دویم مقام خپل کړی و، او د هغې د ګوند ملاتړ په وروستیو کلونو کې زیات شوی دی.

جوردن بارډیلا: د لی پن ځای ناستی

د ۲۰۲۴ کال په وروستیو کې د نهو اونیو محاکمې پر مهال هغې استدلال وکړ چې نااهلي به "ما د ولسمشرۍ د نوماندۍ څخه بې برخې کړي" او د هغې ملاتړي به د رایې ورکولو له حق څخه محروم کړي.

هغې قاضیانو ته وویل: "یولس میلیونه خلک د هغه حرکت لپاره رایه ورکړې چې زه یې استازیتوب کوم. نو سبا، ممکن، میلیونونه او میلیونونه فرانسویان به د ټاکنو په پروسه کې له خپل نوماند څخه بې برخې شي."

که لی پن په ۲۰۲۷ کال کې د نوماندۍ حق ونه لري، نو د هغې طبیعي ځای ناستی به جوردن بارډیلا وي، چې د هغې ۲۹ کلن شاګرد دی او په ۲۰۲۱ کال کې د ګوند مشري یې ترې واخیسته.

لی پن د دې تورونو څخه انکار وکړ چې ګواکې هغې د اروپایي پارلمان پیسې د خپل ګوند په ګټه کارولې دي. هغې وویل چې د پارلمان د مرستیالانو کار د قانون جوړونکو اړتیاوو سره سمون لرلای شي، چې ځینې وختونه د ګوند اړوند سیاسي کارونه هم پکې شامل وو.

د اورېدنو پر مهال څرګنده شوه چې ځینې اروپایي اتحادیې پیسې د لی پن د شخصي ساتونکي لپاره کارول شوې وې، چې یو وخت د هغې د پلار ساتونکی هم و، او همدارنګه د هغې د شخصي مرستیال لپاره.

څارنوالانو د لی پن لپاره د دوه کلونو د بند سزا او د پنځو کلونو لپاره د نااهلۍ غوښتنه کړې ده.

لی پن ویلي چې داسې ښکاري څارنوالان یوازې د دې په هڅه کې دي چې هغې ته د ولسمشرۍ لپاره د نوماندۍ مخه ونیسي.

وپلټۍ
تورکیې د مکې مکرمې شاوخوا کې د حوثیانو د ډرون هڅه او برید وغانده
تورکیې د ملي استخباراتو سازمان (MİT) رئیس ابراهیم قالن د رسمي سفر په ترځ کې افغانستان نه لیدنه وکړه
زیلینسکي روسیه په وروستیو اونیو کې یې دوه ځلې د هغه د الوتکې د ويشتلو په هڅې تورنه کړه.
د اروپايي ټولنې مشرې کاناډا ته د «ملګري غړي» پېشنهاد وکړ
په غزه کې د اسرائیلي بریدونو له امله د ۵ ماشومان په ګډون ۱۱ کسان وژل شوي دي
د تورکیې ځايي او ملي بې پیلوټه تعرضي الوتکې خپل یو بل ازمایښت هم په ډیر بریالیتوب سره بشپړ کړ
حوثیانو ادعا کړې چې د سعودي عربستان یوه F-15 جنګي الوتکه یې ویشتې ده
پر منځني ختیځ کې د امریکا پر اډو د ایران له بریدونو وروسته د پراخو زیانونو راپور ورکړل شوی
د امریکا د استازو جرګې پر ایران د بریدونو د بندولو طرحه تصویب کړه
د امریکا په لاس انجلس ښار کې یوې چورلکې سقوط وکړ او وروسته يي اور واخیست.
عربستان ویلي هوایي دفاعي ځواکونو يي هغه ډرون له منځه یوړه  چې مکې  هوایي حریم ته د ننوتو هڅه کوله
د تورکیې بهرنیو چارو وزیر فیدان: د هرمز تنګي باید هر څه ژر چې ممکن وي د جګړې نه مخکې حالت ته وګرځي
د سعودي وليعهد محمد بن سلمان په قاهره کې د السیسي سره په لیدنه کې د سیمې د امنیت په اړه خبرې وکړې
په سومالیا کې د تورکیې له ملاتړ څخه د مننې په موخه لوی لاریون او غونډې ترسره شوې
د عمان په سواحلو کې د تیلو په یو ټانکر کښتۍ برید شوی دی.