سیاست
4 د لوستلو دقیقې
د ټرمپ او پوتین ترمنځه د لیدنې نیټه او ځای معلوم شو.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سره به راتلونکې جمعه په الاسکا کې ملاقات وکړي، او زیاته یې کړه چې د مسکو او کیف ترمنځ د سولې  په احتمالي تړون کې کیدای شي چې  د ځمکو تبادله شامله وي .
د ټرمپ او پوتین ترمنځه د لیدنې نیټه او ځای معلوم شو.
/ AP

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره به  په الاسکا کې لیدنه وکړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سره به راتلونکې جمعه په الاسکا کې ملاقات وکړي، او زیاته یې کړه چې د مسکو او کیف ترمنځ د سولې  په احتمالي تړون کې کیدای شي چې  د ځمکو تبادله شامله وي .

ټرمپ د جمعې په شپه د خپل شخصي ټولنیزې شبکې ټروت سوشیل پلیټ فارم له لارې په خپور کړي بیان کې وویل "د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشر په توګه زما او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ترمنځ ملاقات  چې د اوږدې مودې راهیسې انتظاره کیده نېټه  معلومه شوه. ملاقات به د ۲۰۲۵ کال د اګست په ۱۵ مه نیټه د راتلونکې جمعې پر ورځ په الاسکا کې ترسره شي."

ټرمپ له هغه وخت راهیسې چې په جنورۍ کې سپینې ماڼۍ ته راستون شوی، پوتین سره په مخامخ ډول نه دی لیدلی.

کرملین د شنبې په سهار وویل چې ټرمپ ته یې بلنه ورکړې چې د الاسکا د غونډې وروسته روسیې ته سفر وکړي.

د کرملین سلاکار یوري اوشاکوف وویل: "په راتلونکي کې دا طبیعي ده چې هیله ولرو چې د ولسمشرانو راتلونکی ملاقات په روسیه کې ترسره شي. د دې لپاره اړینه بلنه لا دمخه د امریکا ولسمشر ته استول شوې ده."

هغه زیاته کړه: "دا منطقي ښکاري چې زموږ پلاوی یوازې د بیرینګ تنګي څخه واوړي او د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ دا مهمه او ډېره تمه شوې غونډه په الاسکا کې ترسره شي."

د ځمکو تبادله

له دې وړاندې، ټرمپ د سپینې ماڼۍ په درې اړخیزه غونډه کې چې د اذربایجان او ارمنستان د مشرانو سره یې درلوده، وویل چې د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې تړون کې به ځمکې تبادله شامله وي.

هغه زیاته کړه: "د دواړو هېوادونو د ګټې لپاره به ځینې ځمکې تبادله شي. موږ هڅه کوو چې ځینې سیمې بېرته ترلاسه کړو، ځینې ورکړو."

د ټرمپ څرګندونې په داسې حال کې راغلې چې د وال سټریټ ژورنال راپور ورکړی چې پوتین د ټرمپ ځانګړي استازي سټیو ویتکوف ته ویلي چې که اوکراین د دونیڅک د ختیځې سیمې څخه خپل ځواکونه وباسي، نو هغه به د بشپړ اوربند سره موافقه وکړي.

په همدې حال کې، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د جمعې په ورځ وویل چې کیف او د هغه متحدین په دې پوهېږي چې اوس لږ تر لږه د اوربند ترلاسه کول ممکن دي، که پر روسیه کافي فشار راوړل شي.

زیلینسکي په خپل ماښامني وینا کې وویل چې هغه د بېلابېلو هېوادونو له مشرانو سره له لسو څخه زیاتې خبرې کړې دي او د هغه ټیم په دوامداره توګه د امریکا سره د تماس په حال کې دی.

هغه وویل چې د اوکراین او متحدو هېوادونو د ملي امنیت سلاکاران به د جمعې په ورځ خبرې وکړي.

امریکا د اوکراین ملاتړ ترلاسه کولو هڅه کوي

بلومبرګ نیوز د جمعې په ورځ راپور ورکړ چې امریکا او روسیه هڅه کوي د اوکراین جګړې د بندولو لپاره یوه موافقه ترلاسه کړي چې د جګړې پر مهال نیول شوې سیمې د روسیې تر کنټرول لاندې وساتي.

د راپور له مخې، د امریکا او روسیې چارواکي د ټرمپ او پوتین ترمنځ د پلان شوې غونډې لپاره د سیمو په اړه د یوې موافقې پر لور کار کوي چې ښایي "راتلونکې اونۍ" ترسره شي.

دوی وویل چې امریکا هڅه کوي د اوکراین او د هغه د اروپایي متحدینو ملاتړ ترلاسه کړي، خو دا لا هم یقیني نه ده.

پوتین غوښتنه کړې چې اوکراین باید د دونباس ټول ختیځې سیمې او کریمیا چې په ۲۰۱۴ کال کې د مسکو لخوا ضمیمه شوې وه، روسیې ته وسپاري.

د راپور له مخې، دا به زیلینسکي ته اړتیا ولري چې د لوګانسک او دونیڅک په هغو برخو کې چې لا هم د کیف تر کنټرول لاندې دي، خپل ځواکونه وباسي، او روسیې ته هغه بریا ورکړي چې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ د جګړې له پیل راهیسې یې په پوځي توګه ترلاسه نه کړه.

د راپور له مخې، روسیه به د دې موافقې د یوې برخې په توګه د اوکراین په خرسون او زاپورېژیا سیمو کې خپل بریدونه د اوسنیو جګړې کرښو سره سم ودروي، خو د موافقې شرایط او پلانونه لا هم په بدلون کې دي.

د دې موافقې هدف د جګړې درول  او د اوربند لپاره لاره هوارول دي، ترڅو د سولې د یوې وروستۍ موافقې لپاره تخنیکي خبرې اترې ترسره شي.

 

وپلټۍ
په پاکستان کې د جومات ترڅنګ چاودنه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۳ ته لوړ شو
تورکیې له برازیل سره لاسلیک کړی د دفاعي صنایعو د همکارۍ هوکړه لیک تصویب کړ
ولسمشر اردوغان به د ملګرو ملتونو له تریبون څخه نړۍ ته وینا وکړي
د سکانډیناویا هوایي شرکت  اسرائیل ته د الوتنو د بیا پیلولو پلان لغوه کړ
د یمن په پلازمېنه صنعاء کې د حوثیانو له لوري د بې‌پیلوټه الوتکو (ډرون) له ویشتلو وروسته د چاودنو غږو
په پاکستان کې د یوه جومات ترڅنګ چاودنه شوې چې له امله يي ۱۵ کسان وژل شوي او تر ۵۰ ډېر ټپیان دي
اسرائیل او مراکش په ملګرو ملتونو سازمان کې له لیدنې وروسته د سفارتونو په پرانستلو موافقه وکړه
اوکراین وايي، د روسیې د بې پیلوټه الوتکې له برید وروسته د تنزانیا بیرغ لرونکې بیړۍ کپتان ووژل شو
روسيې او اوکراين په متقابلو بریدونو کې حساسې نقطې په نښه کړې
کانادا د بریتانیا په مشرۍ د مشترک بهرنیو عملیاتو په ځواکونو کې د غړیتوب غوښتنه وکړه
ترامپ: ایران په مستقیمه توګه له امریکا سره اړیکه نیولې او غواړي تړون وکړي
تورکیې د مکې مکرمې شاوخوا کې د حوثیانو د ډرون هڅه او برید وغانده
تورکیې د ملي استخباراتو سازمان (MİT) رئیس ابراهیم قالن د رسمي سفر په ترځ کې افغانستان نه لیدنه وکړه
زیلینسکي روسیه په وروستیو اونیو کې یې دوه ځلې د هغه د الوتکې د ويشتلو په هڅې تورنه کړه.
د اروپايي ټولنې مشرې کاناډا ته د «ملګري غړي» پېشنهاد وکړ