منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
د ایران سرې میاشتې ټولنه: امریکا په هرمزګان کې د واده پر مراسمو بمباري کړې، ملکي وګړي یې وژلي
د ایران سرې میاشتې ټولنه وایي، د امریکا یو توغندی او د هغه  ټوټې د کوهستک ښار په یو استوګنیز کور لګېدلي، چېرته چې د واده مراسم روان وو. په دې پېښه کې څلور ملکي وګړي وژل شوي او ۵۰ نور ټپیان دي.
د ایران سرې میاشتې ټولنه: امریکا په هرمزګان کې د واده پر مراسمو بمباري کړې، ملکي وګړي یې وژلي
ایران

د ایران سرې میاشتې د چهارشنبې په ورځ وختي پر اېکس (پخواني ټویټر) په یو پیغام کې لیکلي: "د امریکا د توغندیز برید په پایله کې، د هرمزګان ولایت د سیریک ولسوالۍ په کوهستک ښار کې پر یو داسې کور چره‌یزې ټوټې لګېدلې چې د واده مراسم پکې روان وو." په خبرپاڼه کې زیاته شوې: "تر ۵۰ ډېر کسان ټپیان شوي او د یو ماشوم په ګډون څلور تنه شهیدان شوي دي."

د ایران د یو حکومتي حساب لخوا په خپره شوې ویډیو کې په سیریک کې د واده په ځای کې پراخه ویجاړي ښکاري او په شالید کې د خلکو د چیغو غږونه اورېدل کېږي. امریکایي چارواکو تر اوسه دا راپور نه دی تایید کړی.

تر دې وړاندې، د هرمزګان ولایت مرستیال والي احمد نفیسي دولتي ټلویزیون ته ویلي وو: "د دوو کسانو د شهادت او د یو شمېر نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی." د سیریک ولسوالي د هرمز ستراتیژیکې تنګي په اوږدو کې پرته ده.
امریکا ویلي وو چې دا بریدونه یې د ایران د سپاه پاسداران د اهدافو پر ضد د هغو "وروستیو بریدونو په ځواب کې کړي چې په هرمز تنګي کې یې پر سوداګریزو کښتیو او په سیمه کې پر امریکایي سرتېرو کړي وو."

د سه شنبې په ورځ ایراني رسنیو د هرمز تنګي په ختیځو ښارونو او د کرمان ولایت په یو هوایي ډګر کې د چاودنو خبر ورکړی و.

امریکا د فبرورۍ په ۲۸مه له اسرائیل سره یوځای پر ایران برید وکړ، چې په لومړنیو بریدونو کې یې د ایران د ډېر وخت راهیسې ستر مشر علي خامنه‌يي، ډېری نور لوړپوړي چارواکي او په سلګونو ملکي وګړي ووژل شول.

ایران سمدستي د نړۍ د تیلو د پنځمې برخې د لېږد لارې (هرمز تنګي) د کنټرول له لارې ځواب ورکړ او پر خلیجي هېوادونو یې د توغندیو او ډرون الوتکو باران وکړ.

د امریکا او اسرائیل لومړنۍ سختې بمبارۍ نږدې ۴۰ ورځې دوام وکړ، خو د هرمز تنګي په شاوخوا کې خورې ورې حملې لا هم دوام لري، چې دې چارې د سولې د یوې وروستۍ هوکړې هیلې کمې کړې دي.

وپلټۍ
حماس اسرائیل تورن کړ چې د غزې د نسل وژنې د شواهدو د پټولو هڅه کوي
سموټریچ او بن ګویر پر برېتانیا د بندیزونو او د سفیر د شړلو غوښتنه وکړه
په کیف کې د روسیې د بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او لس نور ټپیان شوي دي
حوثیانو د سعودي عربستان پر څلورو ښارونو بریدونه کړي چې له امله يي ۷۳ تنه ټپیان شوي دي.
روسیې وویل جرمني په بن کې زموږ جنرال کونسلګري په بې بنسټه پلمو وتړله
جرمني هغه پخواني اسرائیلي بندي ته تابعیت ورکړ چې د فلسطینیانو د اعدامولو غوښتنه یې کړې وه
اروپايي سیاستوالو په جرمني کې د افراطي ښي اړخي ګوند (AfD) پر تاریخي ایالتي بریا اندېښنه ښودلې
روسیه وايي ممکن له اوکراین او امریکا سره درې اړخیزې خبرې بېرته پیل شي
د لبنان په سویل کې اسرائیلو د ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۱ کسان ووژل
د تورکیې د ښځو د والیبال ملي لوبډلې د اروپا اتلولۍ وګټله
د تورکیې  ولسمشر اردوغان د هیواد د ښځو د والیبال ملي لوبډلې ته د اروپا د اتلولۍ د ګټلو له امله مبارک
قالیباف: پداسې حال چې تهران د اقتصادي ستونزو د حل هڅه کوي، د امریکا بریدونو ته به هم  ځواب ورکړي
په غزې کې د اسرائیل قاتلانه بریدونو د ۵ فلسطینیان ژوند واخیست
امریکايي استازو د سولې د هڅو په لړ کې کییف ته خپل لومړنی سفر وکړ
په نوي ډهلي کې د یوې ودانۍ د نړېدو له امله ۵ کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور تر خاورو لاندې دي