نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
ټرمپ قطر او اسرائیلو دواړو ته سرپټی خبرداری ورکړ چې په بریدونو څرګندونو کې احتیاط وکړي
ټرمپ قطر د امریکا لپاره یو ډیر ښه متحد وباله او اسرائیل ته وویل چې په منځنۍ ختیځ کې د خپلو بریدونو په اړه ډیر پاملرنه وکړي.
ټرمپ قطر او اسرائیلو دواړو ته سرپټی خبرداری ورکړ چې په بریدونو څرګندونو کې احتیاط وکړي
/ Reuters Archive

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د قطر سره د خپل هېواد اړیکې ستایلې دي او دغه خلیجي هېواد یې د امریکا لپاره یو "لوی متحد" بللی دی. ټرمپ دا څرګندونې وروسته له هغې  وکړې چې اسرائیل په دوحه برید وکړ.

ولسمشر ټرمپ وویل: "قطر زموږ لپاره یو لوی متحد دی. هغوی هم په یوه ډېره سخته سیمه کې ژوند کوي ځکه چې هغوی د هر څه په منځ کې دي. نو هغوی باید په خپلو خبرو کې یو څه سیاسي احتیاط وکړي. خو زه تاسو ته وایم، هغوی د امریکا لپاره یو لوی متحد پاتې شوي دي." هغه دا خبرې د یکشنبې په ورځ له نیوجرسي ایالت څخه سپینې ماڼۍ ته راستنېدو پر مهال خبریالانو ته وکړې.

کله چې خبریالانو د اسرائیلي برید په اړه چې د سه شنبې په ورځ په قطر کې ترسره شو او د حماس ډلې پنځه غړي او یو قطري امنیتي چارواکی یې ووژل، د هغه نظر وپوښت، ټرمپ اسرائیل ته خبرداری ورکړ چې په خپلو بریدونو کې احتیاط وکړي.

هغه وویل: "نو، اسرائیل او نور ټول باید احتیاط وکړي. کله چې موږ پر خلکو برید کوو، باید ډېر احتیاط وکړو."

د جمعې په ورځ، ټرمپ د قطر لومړي وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني سره په نیویارک کې وکتل. په ملګروملتونو کې د قطر د دایمي استازي مرستیال وویل چې دغه لیدنه "ډېره ښه" تېره شوه.

دغه لیدنه وروسته له هغې وشوه چې د سه شنبې په ورځ اسرائیل په دوحه کې د حماس د مشرانو پر هدف برید وکړ، چې د سیمې او نړۍ له پراخو غندنو سره مخ شو.

د منځګړیتوب هڅې پېچلې شوې

ټرمپ د برید وروسته د اسرائیل په اړه خپله سخته ناخوښي څرګنده کړه، ویې ویل چې دا یو اړخیز عمل و چې د امریکا او اسرائیل ګټو ته خدمت نه کوي. هغه خپل استازي سټیو ویتکوف ته لارښوونه وکړه چې قطر ته د برید په اړه خبرداری ورکړي.

قطر د ټرمپ دغه ادعا رد کړه، ویې ویل چې هغوی ته یوازې هغه وخت خبر ورکړل شو کله چې برید روان و.

د حماس غړي د امریکا له خوا وړاندیز شوې یوې نوي وړاندیز په اړه خبرې کولې چې د غزې جګړه پای ته ورسوي، چیرې چې اسرائیل د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر راهیسې نږدې ۶۵,۰۰۰ کسان وژلي دي.

په دوحه کې د اسرائیل برید د اوربند هڅې پېچلې کړې دي، چې زیاتره یې په قطر کې ترسره کېږي.قطر، د امریکا او مصر سره یو ځای، د غزې په جګړه کې د اسرائیل د نسل وژنې د پای ته رسولو لپاره یو له اصلي منځګړو څخه دی.

وپلټۍ
ټرمپ : د کانګرس غړې الهان عمر د ډیپورت سربیره ممکن د بند د سزا سره هم مخ شي
ایران: «د غني شویو یورانیمو ان یو ګرام به هم له زموږ له هېواده بهر ایستلو ته اجازه ورنکړی شي»
سعودي په مشرۍ ائتلاف پر مدینې منورې او ختیځو ښارونو باندې د حوثیانو د ډرون بریدونو مخه نیولې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د کاناډا لومړی وزیر مارک کارني د یو رسمي سفر په ترڅ کې د چهارشنبې په ورځ تورکیې ته راځي.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر فیدان او د ناټو مشر روټه په بروکسل کې د تورې بحیرې پر امنیت خبرې وکړې
انګلستان به د حوثیانو پر وړاندې د دفاع په موخه سعودي عربستان ته جنګي الوتکې واستوي.
د امریکا د کډوالۍ ادارې د تاوتریخوالي ډکې نیونې پر مهال د یوه امریکایي وګړي مټ مات کړی
ایران د امریکا اړوند د یوې بلې ام کیو ۹ پرمختللې ډرون الوتکې د ویشتو نه خبر ورکړ
تورکیه، قطر، پاکستان او اندونیزیا د دفاعي صنایعو تړون لاسلیکوي
د مالي په میناکا سیمه کې پر کمپونو بریدونو کې ۴۰ ملکي وګړي وژل شوي
اوکراین: د روسیې د تېرې شپې په بریدونو کې ۳ تنه وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي
امریکا اوکراین ته د پیټریوټ (Patriot) توغندیو د لېږد تایید ځنډولی
روسیه او ایران د لا نږدې همکارۍ په لټه کې دي
د یمن پوځ ویلي دي چې د حوثیانو پر خلاف  "په ۱۱۶۴ عملیاتو کې ۵۵۸ حوثیان له منځه وړل شوي".