د سوریې ولسمشر د اسرائیل سره د امنیتي تړون په اړه د پرمختګ سیګنال ورکوي

احمد الشرع څرګنده کړې چې د ۱۹۷۴ د اوربند کرښې پر بنسټ له اسرائيلو سره د امنیتي خبرو اترو په برخه کې پرمختګ شوی، چې موخه یې د سیمې ثبات پیاوړی کول دي.

د سوریې ولسمشر له اسرائيلو سره د احتمالي امنیتي تړون په اړه د پرمختګ اشاره وکړه

احمد الشرع څرګنده کړې چې د ۱۹۷۴ د اوربند کرښې پر بنسټ له اسرائيلو سره د امنیتي خبرو اترو په برخه کې پرمختګ شوی، چې موخه یې د سیمې ثبات پیاوړی کول دي.

د ځایي رسنیو د راپور له مخې، د سوریې ولسمشر احمد الشرع د یکشنبې په ورځ د عربي رسنیو له پلاوي سره په لیدنه کې له اسرائيلو سره د احتمالي امنیتي تړون په اړه د پرمختګ نښې څرګندې کړې.

د سوریه ټلویزیون د خپرونو پر بنسټ، الشرع ویلي: «د دمشق او تل ابیب ترمنځ د احتمالي امنیتي تړون په اړه پرمختللې خبرې روانې دي» او ټینګار یې کړی چې «هر ډول تفاهم به د ۱۹۷۴ د اوربند کرښې پر بنسټ وي.»

ویل شوي چې هغه همداراز څرګنده کړه، که څه هم هغه باور نه لري چې د اسرائيلو سره د سولې تړون لپاره مناسب وخت رارسېدلی وي، خو «د داسې هر تړون له منلو به ډډه ونه کړي چې سوریې او سیمې ته ګټه ورسوي.»

د سوریې د عرب خبري آژانس د راپور له مخې، د سه شنبې په ورځ د سوریې د بهرنیو چارو وزیر اسعد حسن الشیباني په پاریس کې د اسرائيلو له یوه پلاوي سره خبرې وکړې، چې پکې د کړکېچ کمول، د سوریې په چارو کې د نه مداخلې ژمنه، او د سیمه ییز ثبات د پیاوړتیا لپاره د تفاهماتو موندل شامل وو.

راپور کې ویل شوي چې خبرو کې همداراز «د سویدا ولایت په جنوبي سوریه کې د اوربند څارنه او د ۱۹۷۴ تړون بیا فعالول» هم شامل وو.

د ۱۹۷۴ کال تړون

د خبري آژانس د راپور له مخې، خبرې د امریکا په منځګړیتوب ترسره کېږي او د ډیپلوماتیکو هڅو یوه برخه ده «د سوریې د امنیت او ثبات د پیاوړتیا او د هغې د وحدت او ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې لپاره.»

د سوریې او اسرائيلو ترمنځ د ۱۹۷۴ د جلا کولو تړون، چې د اکتوبر ۱۹۷۳ د عرب- اسرائيل جګړې وروسته لاسلیک شو، موخه یې دا وه چې د جګړه مارو ځواکونو ترمنځ واټن رامنځته کړي او د دواړو خواوو ترمنځ مستقیمې شخړې پای ته ورسوي.

دې تړون د سرتیرو د بیرته ایستلو لپاره ترتیبات رامینځته کړل او دوه اصلي کرښې یې جوړې کړې، چې د الفا او براوو کرښې په نوم پیژندل کیږي، چې د سوریې او اسرائيلو پوځي موقعیتونه جلا کوي.

د دواړو کرښو ترمنځ د ملګرو ملتونو د جلا کولو څارنیز ځواک (UNDOF) تر څارنې لاندې یوه سوله ييزه سیمه هم رامنځته شوه.