نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
هندوستان ۱۰ تنه هندي وګړي پاکستان ته د جاسوسۍ په تور نیولي دي.
د ځايي رسنیو د راپورونو له مخې هندي چارواکو نږدې لس تنه هندي وګړي  د پاکستان لپاره د جاسوسۍ په تور نیولي دي. د ویلو ده چې دا کار د هند او پاکستان ترمنځه د وروستۍ جګړې نه وروسته شوی دی. پولیسو دا خبر تایید کړی دی.
هندوستان ۱۰ تنه هندي وګړي پاکستان ته د جاسوسۍ په تور نیولي دي.
/ AFP

د NDTV په وینا، چارواکو د دوشنبې په ورځ په شمالي ایالتونو هریانا، پنجاب او اتر پردیش کې نهه کسان د "جاسوسۍ" په تور نیولي دي. د پنجاب د پولیسو عمومي مشر، ګورو یادیو، وویل چې د هغه ټیم دوه کسان نیولي دي چې د حساسو پوځي معلوماتو په افشا کولو کې ښکیل وو.

پولیسو ویلي چې دوی "باوري استخباراتي معلومات" ترلاسه کړي  وو چې دغه دوه کسان د مې د شپږمې او اوومې شپې په جریان کې د پاکستان سره  د هند د بریدونو په اړه محرم معلومات شریک کړي دي.

د لومړنیو څېړنو له مخې، دا کسان د پاکستان د استخباراتي ادارې (ISI) سره مستقیم تماس کې وو او د هند د وسله‌والو ځواکونو په اړه مهم معلومات یې لېږدولي وو.

پاکستان تر اوسه د دې جاسوسۍ تورونو په اړه څه نه دي ویلي.

که څه هم هندي چارواکو د دې تورونو په اړه ډېر جزئیات نه دي شریک کړي، د هریانا ایالت یو پولیس افسر د هندوستان ټایمز ته ویلي چې دغه نیونې په عمده توګه د ټولنیزو رسنیو د فعالیتونو له امله شوې دي.

د هیسار پولیسو افسر کمار ساون ویلي: "دا هم د جګړې یوه بڼه ده، چې په کې دوی (پاکستان) هڅه کوي د ټولنیزو رسنیو د اغېزمنو کسانو په ګمارلو سره خپل روایت وړاندې کړي."

د روانې میاشتې په لومړیو کې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د اپرېل د ۲۲مې نېټې برید له امله چې هند پرې پاکستان تورن کړی و، لږ تر لږه ۶۰ کسان په جګړو کې وژل شوي دي. پاکستان دغه تورونه په کلکه رد کړي دي.

په هریانا کې پولیسو تېره اوونۍ یو سفري بلاګر د ورته تورونو په تړاو نیولی دی. د ځايي رسنیو د راپورونو له مخې، پولیس وایي چې دغه ښځه لږ تر لږه دوه ځله پاکستان ته تللې وه او د هغه هېواد د سفارت له یوه چارواکي سره یې اړیکې درلودې.

نور نیول شوي کسان یو زده‌کوونکی، یو امنیتي ساتونکی او یو سوداګر پکې شامل دی. د هند ټوډې رسنۍ راپور ورکړی چې په دې تړاو ۱۱ کسان نیول شوي دي. ویل شوي چې تورن کسان د ټولنیزو رسنیو، مالي هڅونو، دروغژنو ژمنو، پیغام رسولو اپلیکیشنونو او پاکستان ته د شخصي سفرونو له لارې د جاسوسۍ شبکې ته جذب شوي وو.

د کشمیر شخړه

هند او پاکستان د ۱۹۴۷ کال د خپلواکۍ راهیسې د پخواني شهزاده‌ګۍ ایالت پر سر جګړې کړي دي، چې پوله یې د کورنیو نسلونه سره بېل کړي دي.

په هند تر ولکې لاندې سیمه کې یاغیان له ۱۹۸۹ کال راهیسې د خپلواکۍ یا له پاکستان سره د یوځای کېدو لپاره مبارزه کوي.

نوی ډیلي، چې په مسلم‌اکثریتي هند تر ولکې لاندې کشمیر کې شاوخوا ۵۰۰,۰۰۰ سرتېري ځای پر ځای کړي دي، په کشمیر کې وسله‌واله مبارزه د "پاکستان ملاتړ شوې ترهګري" بولي، چې پاکستان یې ردوي.

په وروستیو اونیو کې، د مودي حکومت په اسلامي سازمانونو، ادبیاتو او ښوونځیو باندې خپل فشار زیات کړی، چې په ټولې سیمې کې یې ګډوډي رامنځته کړې ده.

په ورته وخت کې، هند په شخړه‌یزه سیمه کې ۸۲,۰۰۰ غیر کشمیریانو ته د اوسېدنې سندونه ورکړي، چې د قصدي ډیموګرافیک بدلونونو په اړه اندېښنې راپورته کړې دي.

د پاهلګام برید وروسته، په هند تر ولکې لاندې کشمیر کې له ۱,۵۰۰ څخه زیات کسان نیول شوي دي.

په همدې حال کې، راپورونه خپاره شوي چې په څو هندي ښارونو کې د هند د ښي اړخو ډلو لخوا د کشمیري مسلمانو زده‌کوونکو په ګډون خلک ځورول شوي دي.

وپلټۍ
د چین د سیچوان ایالت کې د ودانۍ د دېوال ړنګېدو له امله ۵ کسان وژل شوي
د هند په لویدیځ بنګال ایالت کې په یوه هوټل کې د اورلګېدنې له امله نهه کسان مړه شوي دي
ټرمپ یو داسې انځور خپور کړ چې د هرمز تنګی د "امریکا د خاورې" په توګه ښيي
په کابل کې پر یوه تعلیمي مرکز کې د چاودنې له امله  لږ تر لږه ۴۲ ماشومان ټپیان شوي دي.
لاوروف وايي روسیه او شمالي کوریا د نوي څو قطبي نړیوال نظم په لټه کې دي
اسرائیلو د سوریې په ادلیب ولایت کې د ابو ظهور پوځي هوايي ډګر بمبار کړ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره ټلیفوني خبرې وکړې
ټرمپ ګواښ کړی که چیرې عمان د امریکا او ایران د خبرو اترو په لاره کې مداخله وکړي نو بمبار به یې کړي
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۷۳ زره ۳۹۹ تنو ته ورسېد
پاپ لیو څوارلسم په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر وړاندې داسرائیلو تاوتریخوالي د ختمولو غوښتنه وکړه
ملګري ملتونه: د پولې له بندېدو سره سره، تر ۷۰۰ ډېرې د مرستو لارۍ افغانستان ته داخلې شوې
حماس په غزه کې د اوربند د تړون د دایمي کولو لپاره قاهرې ته ځي
ایران د امریکايي سرتېرو د نیولو یا وژلو لپاره ۳۰،۰۰۰ ډالره انعام اعلان کړ
تورکیې"دوست او ورور" هیواد پاکستان ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ورکړه.
ولسمشر اردوغان د عدالت او پراختیا ګوند ۲۵ کلن مزل د تورکیې لپاره یو "تاریخي بدلون" وباله