نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
د یوه ستر لاریون په درشل کې د هند د 'کاکروچ' (ګونګټې) غورځنګ مشر ونیول شو
دا لاریونونه د ټاکنو کمېسیون له لوري د رای ورکوونکو د نوملړ په سرتاسري بیاکتنه کې د ادعا شویو سرغړونو پر سر د اپوزیسیون د څو اونیو تحرکاتو اوج دی.
د یوه ستر لاریون په درشل کې د هند د 'کاکروچ' (ګونګټې) غورځنګ مشر ونیول شو
د یوه ستر لاریون په درشل کې د هند د 'کاکروچ' (ګونګټې) غورځنګ مشر ونیول شو

دغه ګوند وویل، هندي پولیسو د شنبې په ورځ د ټاکنو کمېسیون پر وړاندې تر یوه ستر پلان شوي لاریون مخکې، د طنزي 'کاکروچ جنتا ګوند' (CJP) د انلاین غورځنګ مشر ونیوه.

د ځوانانو په مشرۍ د (CJP) ګوند په ټولنیزو رسنیو کې د یوه پوسټ په خپرولو سره ویلي، ابیجیت ډیپکي (Abhijeet Dipke) او دوه نور مشران یې په پلازمېنه نوي ډیلي کې، چېرې چې ټاکل شوې وه دا لاریون ترسره شي، له الوتکې څخه تر ښکته کېدو مخکې نیول شوي دي.

دا لاریونونه د هند د ټاکنو کمېسیون له لوري د رای ورکوونکو د نوملړ په سرتاسري بیاکتنه کې د درغلیو یا سرغړونو له ادعاوو وروسته، د اپوزیسیون د څو اونیو خوځښتونو وروستۍ پایله ده.

د اپوزیسیون ګوندونه او نیوکې کوونکي وايي چې دا بیاکتنه کولی شي میلیونونه کسان د رایې ورکولو له حق څخه بې برخې کړي او د لومړي وزیر نریندرا مودي حاکم هندو ملتپال 'بهارتیا جنتا ګوند' (BJP) ته ګټه ورسوي.

د هند د ټاکنو کمېسیون  په دې "ځانګړې ژورې بیاکتنې" کې د درغلیو ادعاوې رد کړي او ویلي یې دي چې د دې کار موخه د تکراري او په شرایطو د نه پوره (نا اهله) رای ورکوونکو د نومونو لرې کول وو.

د اپوزیسیون د عام ادمي ګوند (Aam Aadmi Party) غړي اروند کېجریوال  په یوه اعلامیه کې وویل: "دا رسماً روښانه ده... موږ د مودي په واکمنۍ کې تر یوې مطلقې دیکتاتورۍ لاندې ژوند کوو."

"له الوتکې څخه سملاسي په ښکته کېدو د کاکروچانو (د کاکروچ ګوند غړو) نیول، د وېرې یوه بې ساري کچه ښيي."

ډیلی له جمعې ورځې راهیسې تر کلکو امنیتي تدابیرو لاندې دی او لسګونه زره پولیس او نیمه پوځي ځواکونه ځای پر ځای شوي ترڅو د هغو کسانو مخه ونیسي چې د پلازمېنې په زړه کې د لاریون اصلي ځای ته د ورتلو هڅه کوي.

چارواکو لسګونه د میټرو سټېشنونه تړلي، ډیلي ته راتلونکي څو اورګاډي یې لغوه کړي او د لاریون د ځای شاوخوا یې د موبایل انټرنیټ په لنډمهاله توګه پرې کړی دی.

د شنبې په ورځ تلویزیوني انځورونو وښودل چې د مرکزي ډیلي په شاوخوا سیمو کې پولیسو څو لاریون کوونکي تعقیبول او په موټرو کې یې اچول.

د سیمه ییزو رسنیو د راپورونو له مخې، تر دې دمه له ۲۰۰ څخه ډېر لاریون کوونکي نیول شوي دي.

دا لاریونونه تر ډېره د جولای په میاشت کې د کاکروچ ګوند  د پراخو ولسي خوځښتونو تکرار ګڼل کېږي، چې له امله یې د پوهنې وزیر د ازموینو د یوې رسوایۍ (سکینډل) پر سر استعفا ورکولو ته اړ شو.

دا ځل، دوی غوښتنه کوي چې د هند د ټاکنو کمېسیون (ECI) مشر، ګیانیش کمار (Gyanesh Kumar) دې له خپلې دندې استعفا ورکړي.

 

وپلټۍ
انګلستان به د اسرائیلو د بندیز امر سربیره په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې ډیپلوماتیک حضور وساتي
پاکستان د انرژۍ د بحران پر مهال له پیسو نړۍوال صندوق سره د ۱.۲ میلیارد ډالرو په کچه موافقې ته ورسېد
ټرمپ د امریکا د منځمهاله ټاکنو څخه مخکې د ایران پر وړاندې د پوځي اقدام پلان لري
حماس د غزې په روغتون کې د پوځي فعالیت په اړه د اسرائیلو ادعاوې رد کړې
هند د سټارلېنک د بندېدو په اړه د ماسک له ادعاوو وروسته د سپوږمکيز انټرنېټ پر مقرراتو رڼا واچوله
جرمني د استخباراتو پخوانی رئيس د ماشومانو تښتونه کې له اسرائیل سره د تړاو له امله تر څېړنو لاندې دی
ایران ویلي د جګړې د پای ته رسولو په پار د امریکا طرحو ته ځواب به د منځګړو له لارې واستول شي.
فرانسې د طالبانو  له حکومت سره د افغان کډوالو د اېستلو پر سر مالي او تخنیکي خبرې پیل کړې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اردوغان او پوتین په ټیلیفوني خبرو کې په تور سمندرګي کې د امنیت او د روسیې-اوکراین د اړیکو په اړه خبر
د امریکا مرستیال ولسمشر وینس وايي، ایران باید د جګړې پای ته رسولو لپاره د یورانیمو غني کول کم کړي
میسي د په زړه پورې لوبې وروسته له  اوښکو ډکو سترګو سره د ارجنټاین د ملي لوبډلې سره مخه ښه وکړه
هند د ټاکنو اړوند پراخو لاریونونو په ترڅ کې د اپوزیسیون مشر راهول ګاندي ونیوه
حوثیانو ادعا کړې چې د سعودي پر هوايي ډګرونو او پوځي اډو یې د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه کړي
څو مهم لنډ خبرونه