تورکیه
3 د لوستلو دقیقې
تورکیه د ایران د جګړې پر مهال د خپل هوايي حریم د ساتنې لپاره د پاټریوټ دفاعي سیسټم چمتو کوي
د سې شنبې په ورځ د ملي دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې وویل چې تورکي وسله وال ځواکونه د وروستیو سیمه ییزو پرمختګونو په ترڅ کې "زموږ د هېواد او اتباعو د امنیت ډاډمن کولو ته بشپړ ژمن دي."
تورکیه د ایران د جګړې پر مهال د خپل هوايي حریم د ساتنې لپاره د پاټریوټ دفاعي سیسټم چمتو کوي
تورکیه د ایران د جګړې پر مهال د خپل هوايي حریم د ساتنې لپاره د پاټریوټ دفاعي سیسټم چمتو کوي / AA

د تورکیې د ملي دفاع وزارت وايي، تورکي ځواکونه پر ایران د امریکا او اسرائیل د جګړې په غبرګون کې د هوايي او توغندیزې دفاع د پیاوړتیا لپاره له ناټو سره په همغږۍ بوخت دي.
تورکیې ویلي چې د هېواد په ختیځ کې د پاټریوټ (Patriot) یو هوايي دفاعي سیسټم د عملیاتي چمتووالي لپاره تيارېږي. دا ګام له ناټو سره په همغږۍ د روانو سیمه ییزو کړکېچونو پر مهال د هېواد د هوايي حریم د ساتنې په موخه پورته شوی دی.

د سې شنبې په ورځ د ملي دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې وویل چې تورکي وسله وال ځواکونه د وروستیو سیمه ییزو پرمختګونو په ترڅ کې "زموږ د هېواد او اتباعو د امنیت ډاډمن کولو ته بشپړ ژمن دي."

په اعلامیه کې راغلي: "زموږ په سیمه کې د وروستیو پرمختګونو په رڼا کې، زموږ د پولو او هوايي حریم د خوندي کولو لپاره اړین تدابیر نیول کېږي او موږ له ناټو او خپلو متحدینو سره په مشوره بوخت یو."

وزارت زیاته کړه چې د ملي امنیتي اقداماتو ترڅنګ، ناټو اتحاد هم خپل سیمه ییز دفاعي حالت پیاوړی کړی دی. اعلامیه کاږي: "د هغو ملي اقداماتو سربېره چې موږ پلي کړي، ناټو هم د هوايي او توغندیزې دفاع تدابیر زیات کړي دي. په همدې چوکاټ کې، دا مهال په ملاطیه (Malatya) کې د پاټریوټ یو سیسټم شتون لري او زموږ د هوايي حریم د ساتنې لپاره عملیاتي چمتووالي ته چمتو کېږي."

ملاطیه د لومړني خبرداري د یو رادار سټیشن کوربه توب کوي چې په ۲۰۱۲ کال کې د ناټو لخوا د بالستیک توغندیو د کشف لپاره لګول شوی و. د ناټو هوايي دفاعي سیسټمونو د دوشنبې په ورځ یو بل توغندی چې له ایرانه توغول شوی و او د تورکیې په لور روان و، شنډ کړ. دا په تېره یوه اونۍ کې دویم ځل دی چې ایراني توغندي د تورکیې هوايي حریم ته ننوځي.

انقره خپل امنیت په لوړه کچه تامینوي

وزارت ویلي چې ترکیه به له ناټو سره د دفاعي او امنیتي مسایلو په اړه همغږۍ ته دوام ورکړي: "زموږ هېواد، چې خپل دفاعي او امنیتي ظرفیت په لوړه کچه ساتي، له ناټو او متحدینو سره په همکارۍ او مشوره به پرمختګونه ارزوي او د سیمه ییزې سولې او ثبات لپاره به هڅه کوي."

دا اعلان پر ایران د امریکا او اسراییل د روانو بریدونو له امله د رامنځته شوي کړکېچ په ترڅ کې شوی دی.

تاوتریخوالی وروسته له هغه اوج ته ورسېد چې اسراییل او امریکا د فبرورۍ په ۲۸مه پر ایران ګډ بریدونه پیل کړل، چې تر اوسه پکې د ستر مذهبي مشر علي خامنه‌يي په ګډون شاوخوا ۱۳۰۰ کسان وژل شوي دي. ایران هم د ډرون او توغندیو په واسطه د اسراییل، اردن، عراق او د خلیج د هغو هېوادونو په نښه کولو سره غبرګون ښودلی چې امریکايي پوځي اډې پکې دي.

ایران همداراز ویلي چې د مارچ په لومړۍ نېټه یې د هرمز تنګی تړلی دی. دا ستراتیژیکه لاره په نورمال ډول هره ورځ د شاوخوا ۲۰ ملیونه بېرله تېلو د لېږد او د نړۍ د مایع طبیعي ګازو (LNG) د سوداګرۍ ۲۰ سلنه اداره کوي.

 

وپلټۍ
اوکراین: د روسیې د پټو جنګي کښتیو د کتار اړوند پر ۱۴ کښتیو مو بریدونه کړي
د کاناډا ټورنټو د واټونو جشن ته څېرمه وسله وال برید کې دوه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي
امریکایی مشهور سناتور او د ټرمپ قوي ملاتړی لینډسي ګراهام له یوې «ناڅاپي ناروغۍ» وروسته ومړ
د قطر پخوانی امیر شیخ حمد بن خلیفه ال ثاني د ۷۴ کلونو په عمر ومړ
محمد باقر قالیباف وویل چې له امریکا سره جګړه به د ایران په 'تسلیمۍ' پای ته ونه رسېږي.
امریکا ایران ته د خبرداری ورکړ که چیرې د امریکا د برحاله ولسمشر د وژلو هڅه وکړۍ تباه او برباد به شۍ
د افغانستان د پارلمان یو پخوانی غړی ظاهر قدیر له کینیا څخه امریکا ته سپارل شوی دی
تاجکستان ویلي دي چې یوازې د ۶۰ ورځو لپاره يي د تیلو ذخیره پاتې ده.
امریکا د ډیپلوماټیکو هڅو له امله پر ایران بریدونه وځنډول
شمالي کوریا د خپل اټومي وسله‌تون د پراخولو او نظامي استخباراتو د پیاوړي کولو هوډ وکړ
د حماس ویاند حازم قاسم د اسرائیلو له یوې هدفي وژنې (ترور) څخه روغ وتلی دی
سیمه‌ییز منځګړي د امریکا او ایران ترمنځ د کړکېچ د کمولو او اټومي خبرو د بېرته پیلولو هڅه کوي
د افغانستان د کرکټ د پخواني چټک بالر شاپور ځدران جنازه د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې خاورو ته وسپارل شوه
ایران په پنځو ولایتونو کې د امریکا په بریدونو کې د ۱۴ کسانو د وژل کېدو خبر ورکوي
په انقره کې د ناټو تر سرمشریزې وروسته د تورکیې او امریکا دفاعي اړیکې نوي پړاو ته داخلې شوې