پاکستان د سرحدي پولیسو کارکوونکی بېرته هند ته وسپاره

د هند د سرحدي امنیت ځواکونو یو سرتیری تېره میاشت پاکستاني سرحدي سیمې ته داخل شوی و.

/ Reuters

چارواکو وویل، پاکستان د چهارشنبې په ورځ یو هندي سرحدي امنیتي ځواک (BSF) عسکر چې تېره میاشت یې د پاکستان خاورې ته د ننوتلو تور پرې لګېدلی و، بېرته هند ته وسپاره.

د هند لخوا په خپره شوې رسمي اعلامیه کې ویل شوي، دغه عسکر چې پونم کمار شا نومېږي، د اپرېل په ۲۳مه نېټه د پاکستان رېنجرز په ولکه کې و، د چهارشنبې په ورځ د هند شمالي ایالت امریتسر کې د اټاري ګډې پوستې له لارې هند ته وسپارل شو.

په اعلامیه کې ویل شوي، "د سپارلو پروسه په سوله ییز ډول او د ټاکل شوو پروتوکولونو سره سم ترسره شوه."

د هندي عسکر خوشې کول وروسته له هغې ترسره شول چې د هند او پاکستان ترمنځ کړکېچونه زیات شول، په تېره اونۍ کې د توغندیو او ډرونونو تبادله وشوه، چې د اپرېل په ۲۲مه نېټه په هند تر واک لاندې کشمیر کې د نامعلومو وسله والو لخوا په یوه برید کې ۲۶ کسان، چې ډېری یې هندي سیلانیان وو، ووژل شول.

دغه شخړې وروسته له هغې پای ته ورسېدې چې امریکا د دواړو سویلي اسیايي ګاونډیانو ترمنځ د اوربند منځګړیتوب وکړ، چې د تیرې اونۍ له پای راهیسې دوام لري.