نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
ایران ټینګار کوي چې د پوځي برید احتمال پر وړاندې په بشپړ تیارسئ کې دی
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقايي وویل، چې وسله وال ځواکونه د بریدونو د ګواښونو پر وړاندې د هېواد د حاکمیت د دفاع لپاره په بشپړ تیارسئ کې دي.
ایران ټینګار کوي چې د پوځي برید احتمال پر وړاندې په بشپړ تیارسئ کې دی
ایران ټینګار کوي چې د پوځي برید احتمال پر وړاندې په بشپړ تیارسئ کې دی / AA

ایران ټینګار کوي چې د پوځي برید احتمال پر وړاندې په بشپړ تیارسئ کې دی

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقايي وویل، چې وسله وال ځواکونه د بریدونو د ګواښونو پر وړاندې د هېواد د حاکمیت د دفاع لپاره په بشپړ تیارسئ کې دي.

بقايي، د پلازمېنې تهران د بهرنیو چارو وزارت په ودانۍ کې په یوه خبري کنفرانس کې د خپل هېواد د بهرنۍ پالیسۍ د اجنډا په اړه څرګندونې وکړې.

هغه دې ته په اشارې چې ایران د جون په میاشت کې د اسرائیل او امریکا د بریدونو پر وړاندې له ځانه دفاع کړې ده، وویل، چې له هغه وروسته یې هم د خپلو پوځي وړتیاوو د پیاوړتیا او د برید د احتمال د مخنیوي لپاره له خپلو ټولو امکاناتو څخه کار اخیستی دی.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې تېره اونۍ د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ترمنځ په یوه ټیلیفوني خبرو کې اسرائیل پیغام ورکړی چې له ایران سره نوې جګړه نه غواړي، بقايي وویل: "موږ د دوستو هېوادونو نظرونه او وړاندیزونه په دقت سره اورو. په ورته وخت کې، د روانو پرمختګونو پر وړاندې په بشپړ تیارسئ کې یو او د صهیونیسټي رژیم تېر ایستونکي تاریخ ته په کتو، موږ باور لرو چې په هره کچه تیارسئ اړین دی."

بقايي د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې ایران په شرم الشیخ کې د غزې سرمشریزې ته بلنه رد کړه، وویل: "موږ د مصر له ولسمشر (عبدالفتاح السیسي) څخه بلنه ترلاسه کړه او د بلنې ټول اړخونه په دقت سره وڅېړل شول. د هرې پرېکړې مثبت او منفي اړخونه وسنجول شول او په پای کې مو داسې پرېکړه وکړه چې د هېواد له ګټو سره سمون لري."

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د جګړې په اړه بقايي وویل: "افغانستان او پاکستان زموږ مسلمان ګاونډیان دي او هر ډول تاوتریخوالی به د دواړو هېوادونو له پولو بهر پایلې ولري. موږ د دواړو لورو ترمنځ د خبرو اترو غوښتنه کړې ده."

بقايي له امریکا سره د اټومي مسئلې په اړه د خبرو اترو احتمال هم وڅېړه او دې ته یې اشاره وکړه چې د جون په میاشت کې د خبرو اترو د بهیر پر مهال پر دوی بریدونه وشول، او ویې ویل چې له امریکا سره د خبرو په اړه "ترخه تجربه" لري.

خو بقايي ټینګار وکړ چې د ډیپلوماسۍ دروازې یې نه دي تړلې او زیاته یې کړه: "په راتلونکي کې به په خلاص ذهن او د ایران د ګټو په پام کې نیولو سره، نظام چې له هر لوري سره ډیپلوماسي او خبرې اترې د هېواد له ګټو سره سمې وګڼي، له هماغه لوري سره به اړینه پرېکړه وکړو."

 

وپلټۍ
د سینټکام  مشر ټرمپ ته د ایران پر وړاندې د "وروستي ګوزار" د بریدونو انتخابونه وړاندې کړل
د ټرمپ ادارې چارواکی: له ايران سره د امریکا جګړه له ۶۰ ورځني مهلت مخکې "پای ته رسېدلې" ده
ایران خپل هوايي دفاعي سیسټمونه فعال کړل،ټرمپ په کانګرس کې د جګړې د واکونو له ضرب الاجل سره مخ دی
د FBI پخوانی مشر جیمز کومي تسلیم او ټرمپ ته د ګواښ په تور محکمې ته حاضر شو
د لیبیا سرې میاشتې ټولنې د کډوالو له کښتۍ څخه ۱۷ جسدونه راویستل
امریکا له منځني ختیځ څخه خپله یوه له دریو الوتکو وړونکو کښتیو څخه بېرته باسي
ټرمپ: د امریکا او ایران روانې خبرې به د ټیلیفوني له لارې ترسره شي
برېتانیا د مسکو د پرېکړې په ځواب کې یو روسي ډیپلومات له هیواده د شړولو پریکړه وکړه.
مېرز د ټرمپ پر وړاندې لهجه نرمه کړه  او  خبرداری یې ورکړ چې د ایران جګړه اروپا ته زیان رسوي
غیرقانوني اسرائیلي مېشت‌ځای وال له خپلو ځمکو د فلسطینیانو د شړلو لپاره له جنسي تاوتریخوالي کار اخلي
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ یو ځل بیا ایران وګواښه.
د امریکا د دفاع وزیر پیټ هیګست به د ایران د جګړې په اړه په کانګرس کې خپله لومړنۍ شاهدي ورکړي.
د ایران په وړاندې د امریکا لخوا د بندیزونو د پراخېدو له امله د تېلو بیې لوړې شوې
ټرمپ خپلو سلاکارانو ته لارښوونه کړې چې د ایران د بندیزونو د غځولو لپاره چمتووالی ونیسي.
ټرمپ د انګلستان د  پاچا  دریم چارلس سره په دولتي میلمستیا کې وویل  چې ایران باید اټومي وسلې ونلري.