د غزې جګړه
1 د لوستلو دقیقه
د غزې د اوربند د لومړي پړاو په ترڅ کې حماس د ۲۰ اسرائیلي اسیرانو د خوشې کولو بهیر بشپړ کړ
د ۱۳ اسرائیلي بندیانو دویمه ډله هم سره صلیب ته وسپارل شوه، وروسته له هغه چې نن د دوشنبې په ورځ یوه اووه کسیزه لومړنۍ ډله ازاده شوې وه.
د غزې د اوربند د لومړي پړاو په ترڅ کې حماس د ۲۰ اسرائیلي اسیرانو د خوشې کولو بهیر بشپړ کړ
د غزې د اوربند د لومړي پړاو په ترڅ کې حماس د ۲۰ اسرائیلي اسیرانو د خوشې کولو بهیر بشپړ کړ / AA

د غزې د اوربند د لومړي پړاو په ترڅ کې حماس د ۲۰ اسرائیلي اسیرانو د خوشې کولو بهیر بشپړ کړ
د ۱۳ اسرائیلي بندیانو دویمه ډله هم سره صلیب ته وسپارل شوه، وروسته له هغه چې نن د دوشنبې په ورځ یوه اووه کسیزه لومړنۍ ډله ازاده شوې وه.

د اسرائیلي رسنیو د راپورونو له مخې، د فلسطین مقاومت ډلې حماس په غزه کې ۱۳ نور اسرائیلي اسیران د سره صلیب نړیوالې کمېټې ته سپارلي دي.

۱۲م چینل راپور ورکړی، چې د سره صلیب نړیوالې کمېټې د دوشنبې په ورځ د حماس له پوځي څانګې، قسام لوا، څخه ۱۳ اسرائیلي بندیان ترلاسه کړل او هغوی اوس د اسرائیل پر لور روان دي.

د ۱۳ بندیانو په سپارلو سره، د اوربند د هوکړې له مخې د ټولو ۲۰ ژوندیو اسرائیلي اسیرانو د خوشې کولو بهیر بشپړ شو. تر دې مخکې د دوشنبې په ورځ یوه اووه کسیزه لومړنۍ ډله هم خوشې شوې وه.

د غزې د اوربند د تړون له مخې، د خوشې شویو اسرائیلي یرغملو په بدل کې به ۱۹۶۸ فلسطیني بندیان، چې په هغوی کې ۲۵۰ تنه په عمري قید محکوم دي، هم ازاد شي.

 

وپلټۍ
ټرمپ، شي جینپینګ او پوتین به په چین کې خپله لومړنۍ درې اړخیزه غونډه وکړي.
په استانبول کې د مشرانو تر لیدنې وروسته د تورکیې او قطر مهم دفاعي تړون لاسلیک کړ .
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جرمونو نړیوالې محکمې په افغانستان کې د ادعا شویو جرمونو په اړه د پلټنو  د تړولو امر کړی دی
د سولې بورډ د  ټرمپ د غزې د سولې پلان د «سمدستي او له نور ځنډ پرته» د پلي کېدو غوښتنه وکړه
د سولې د خبرو اترو د پراخېدو له هڅو سره هممهاله، روسیه او اوکراین په یو بل د بریدونو نه خبر ورکړی
د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف د حوثي ملیشو بې پیلوټه الوتکه وویشتله.
د پاکستان په شمال کې د مسافرو یو بس سیند ته لوېدلی چې له امله یې ۱۱ کسان وژل شوي دي.
پاکستان په بلوچستان او خیبر پښتونخوا ایالتونو کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ۷۴ وسله‌وال وژل شوي
په نړۍوالو بازارونو کې د دویمې اونۍ لپاره د تیلو بیې مخ په ټیټیدو دي
اردوغان: د COP31 سرمشریزې پر مهال د نړیوالو مشرانو ژمنتیا د پاریس اقلیمي تړون د پیاوړتیا نښه ده.
د امریکا په پلازمینه  واشنګټن ډي سي کې سپینې ماڼۍ ته نږدې وسله وال برید شوی.
روسیې له افغانستان کې یو زیات شمیر سوداګریز تړونونه لاسلیک کړل
د مهمو خبرونو غورچاڼ
یو لوړپوړی روسي پلاوی له طالبانو سره د سوداګرۍ او پانګونې په اړه د خبرو لپاره افغانستان ته رسیدلی دی