نوې سوریه
3 د لوستلو دقیقې
د سوریې حکومت  د سوریې ډیموکراتیکو ځواکونو ترهګرې ډلې لخوا جوړ شوی کنفرانس وغنده
د سوریې حکومت د شنبې په ورځ د سوریې د ډیموکراتیکو ځواکونو (SDF)ترهګرې ډلې  له خوا د یوې وروستۍ غونډې په اړه سخت غبرګون وښود، او دا یې د روانو خبرو اترو لپاره یو "جدي ګوزار" او د مارچ د ۱۰مې نیټې د تړون "روښانه سرغړونه" وبلله.
د سوریې حکومت  د سوریې ډیموکراتیکو ځواکونو ترهګرې ډلې لخوا جوړ شوی کنفرانس وغنده
د سوریې دموکراتیک ځواکونو (SDF) په ډېره کچه د تروریستي ډلې YPG، چې د تروریستي ډلې PKK سوریايي څانگه ده، کنټرول کوي. / AA

د سوریې حکومت  د سوریې ډیموکراتیکو ځواکونو ترهګرې ډلې لخوا جوړ شوی کنفرانس وغنده او د پاریس د مذاکراتو نه بهر شو.

د سوریې حکومت د شنبې په ورځ د سوریې د ډیموکراتیکو ځواکونو (SDF)ترهګرې ډلې  له خوا د یوې وروستۍ غونډې په اړه سخت غبرګون وښود، او دا یې د روانو خبرو اترو لپاره یو "جدي ګوزار" او د مارچ د ۱۰مې نیټې د تړون "روښانه سرغړونه" وبلله.

د سوریې د عربي خبري اژانس (سانا) له خوا د یوه لوړپوړي حکومتي چارواکي په حواله ویل شوي چې په شمال ختیځ سوریه کې جوړ شوی کنفرانس "یو ملي یووالي چوکاټ" نه وو، بلکې د هغو ډلو یوه "کمزورې ائتلاف" وه چې د سوریې یووالي او حاکمیت ته زیان رسوي.

دمشق د غونډې ګډونوال تورن کړل چې "د بېلتون غوښتونکو اجنډاوو ملاتړ کوي، په بهرنیو ملاتړونو تکیه کوي، او د سولې پروسې د ژمنو څخه تېښته کوي،"

حکومت د هغو "بېلتون غوښتونکو شخصیتونو" کوربه توب وغنده چې په دښمنانه کړنو کې ښکېل دي، او دا یې "د سوریې مسئله نړیواله کول، بهرنی مداخله بلنه ورکول، او بندیزونه بیا وضع کول" وبلل.

حکومت خبرداری ورکړ چې په غونډه کې وړاندې شوې وړاندیزونه، لکه د نوي "ملي پوځ د هستې" جوړول، د اساسي قانون اعلامیې ته بدلون ورکول، او د اداري ویشونو بدلون، د مارچ د ۱۰ تړون د مادو سره په مستقیم ډول په ټکر کې دي، چې د شمال ختیځ سوریه ټول ملکي او پوځي بنسټونه د دولت په جوړښتونو کې د شاملولو غوښتنه کوي.

دمشقد سوریې د ډیموکراتیک ځواکونو  په "افراطي کردي ډلو" تور ولګاوه چې د عراق د قندیل غرونو څخه د PKK ترهګرې ډلې د لارښوونو لاندې د عرب سوریانو پر وړاندې "سیستماتیک ډیموګرافیک بدلون" ترسره کوي.

د خبرو اترو دمشق ته انتقالول

حکومت ټینګار وکړ چې د سوریې د دولت بڼه باید "د یوې دایمي اساسي قانون له لارې چې د عامه ټولپوښتنې په واسطه تصویب شي" وټاکل شي، نه د "ډلو ترمنځ د تفاهماتو یا وسله وال فشار له لارې."

د غونډې په پایله کې، سرچینې تایید کړه چې سوریه به په پاریس کې په پلان شویو غونډو کې ګډون ونه کړي او له "هرې ډلې سره خبرې اترې ردوي چې د پخواني رژیم د دورې بیا ژوندی کولو هڅه کوي، هر نوم یا پوښښ لاندې."

دمشق له SDF څخه وغوښتل چې د مارچ د ۱۰ تړون د پلي کولو لپاره "په جدي توګه هڅه وکړي" او له نړیوالو منځګړو څخه یې غوښتنه وکړه چې "ټولې خبرې اترې د سوریې پلازمینې ته انتقال کړي،" او دمشق یې د "سوریایانو ترمنځ د خبرو لپاره مشروع او ملي پته" وبلله.

د مارچ په ۱۰مه، د سوریې ولسمشرۍ د SDF د دولتي بنسټونو سره د یوځای کېدو لپاره د یوه تړون د لاسلیک اعلان وکړ، چې د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا تایید یې وکړ او د هر ډول وېش هڅې یې رد کړې.

SDF د ترهګرې ډلې YPG تر واک لاندې ده، چې د PKK ترهګرې ډلې سوریایي څانګه ده.

بشار الاسد، چې د نږدې ۲۵ کلونو لپاره د سوریې مشر و، د دسمبر په میاشت کې روسیې ته وتښتېد، چې د بعث ګوند رژیم پای ته ورسېد، کوم چې له ۱۹۶۳ کال راهیسې په واک کې و.

په جنورۍ کې د احمد الشراع په مشرۍ یو نوی انتقالي اداره جوړه شوه.

 

وپلټۍ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د سعودي په مشرۍ ایتلاف د حوثي وسله‌والو تر کنټرول لاندې صنعا کې د عملیاتو مخکې د وتلو خبرداری ورکړ
ولسمشر اردوغان: «تورکیه د سعودي عربستان تر څنګ ولاړه ده»
د جرمني په بوخوم ښار کې په یوه آپارتمان کې د اور لګېدنې له امله ۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ.
پر توره بحیره له بریدونو وروسته ناټو دفاعي تدابیر زیاتوي. اروپايي ټولنې دا بریدونه په کلکو ټکو وغندل
د هند په ټاکنیزو لستونو کې د اصلاحاتو او د ټاکنیز تعصب د ادعاو پر سر د اعتراضونو او مظاهرې دوام لري.
په افغانستان کې حکومت د بي بي سي راډیويي خپرونې بندې کړې.
نتنیاهو د غزې په مستند فلم کې د شهادت ورکوونکو سرتیرو د محاکمې غوښتنه کوي
یو ایراني چارواکي ویلي دي چې له جګړې او بندیزونو سره سره ۵.۱۴ میلیونه ټنه نفتي توکي صادر شوي دي"
ټرمپ اسیا ته د خپل سفر پر مهال د شمالي کوریا له ولسمشر کیم سره د ممکنه مخامخ لیدنې اشاره ورکړه
په پاکستان کې د یوه مسافر وړونکي اورګاډي له پټلۍ څخه د وتلو له امله ۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی
په ناروې کې په پوځي تمریناتو کې کارول شویو کرایي وسایطو حساس معلومات ثبت کړي دي
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تیره ورځ د کابینې له غونډې وروسته مهمې څرګندونې وکړې.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اوکراین: "زیلینسکي ښايي د ولسمشر اردوغان په منځګړیتوب له پوتین سره وګوري"