جاپان د فوکوشیما دایچي له زیانمې شوې اټومي بټۍ څخه د اټومي سونګ توکو د پاتو شونو په ویستو پیل وکړ

د توکیو د انرژۍ شرکت تیپکو د فوکوشیما دایچي د اټومي بټۍ نه چې په زلزله کې زیان لیدلی وو د اټومي سونګ موادو د پاتو شونو د ویستو په موخه امتحاني چارې پیل کړې.

Tokyo Electric Power Company starts dismantling treated water tanks at Fukushima nuclear plant. / AFP

د توکیو د انرژۍ شرکت تیپکو چې د فوکوشیما دایچي اټومي بټۍ د مدیریت چارې په غاړه لري  د سه شنبې په ورځ د اټومي سون توکو د پاتې شونو د ازمایښتي لرې کولو پروسه بیا پیل کړه. دا خبره ځایي رسنیو کړې ده.

د NHK ورلډ خبري اژانس د راپور له مخې، د ټوکیو د انرژۍ شرکت تیپکو د فوکوشیما د اټومي بټۍ۲ لمبر رییکټر په برخه کې د اټومي سون توکو د لږ مقدار پاتې شونو د ترلاسه کولو لپاره دغه ازمایښتي پروسه پیل کړه.

تېر کال د نوامبر په میاشت کې، تیپکو شرکت  په لومړي ځل د ۲۰۱۱ کال د زلزلې او سونامي په ناورین کې د زیانمن شوي رییکټر څخه د ویلې شوي سون توکو یوه کوچنۍ ټوټه ترلاسه کړه.

د یادې رسنۍ په وینا، تیپکو پلان لري چې د لومړي ازمایښت په څېر ورته میتود تعقیب کړي، چې پکې به یو نری پایپ په کانټینمنت وسیله کې داخل کړي او د رییکټر په ښکته برخه کې راټول شوي څو ګرامه پاتې شوني راټول کړي. ددې بټۍ د چارو مسئولین هیله لري چې که پروسه په بریالیتوب سره پرمخ ولاړه شي، نو د راتلونکې اونۍ تر پایه به نمونه راوباسي.

شاوخوا ۸۸۰ ټنه د سون توکو پاتې شوني لا هم د فوکوشیما دایچي اټومي بټۍ په درې رییکټرونو کې پاتې دي، کوم چې د اټومي ناورین پر مهال د رییکټر د ذوبېدو له امله زیانمن شوي وو. د فوکوشیما اټومي بټۍ هغه مهال زیانمنه شوه کله چې په ۲۰۱۱ کال کې د ۹ درجې زلزلې او ورپسې سونامي جاپان وځپلو.