افغانستان
2 د لوستلو دقیقې
د افغانستان او تورکیې د دوستۍ د تړون ۱۰۵ کلیزه د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ولمانځل شوه.
پدې پروګرام کې په انقره کې د افغانستان سفير صنیع الله فرهمند، عدالت او پراختیا ګوند استازو، د خدا پار ګوند مرستيال مشر اسحاق ساغلام، په انقره کې د بهرنيو ديپلوماتيکو ماموريتونو استازو او د ګڼ شمېر مدني ټولنو مسؤلینو ګډون کړی وو.
د افغانستان او تورکیې د دوستۍ د تړون ۱۰۵ کلیزه د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ولمانځل شوه.
د افغانستان سفارت / trt
11 مارچ 2026

په انقره کې د افغانستان سفارت د تورکيې او افغانستان د اړیکو د ۱۰۵مې کلیزې په مناسبت د روژه ماتي پروګرام جوړ کړ.

پدې پروګرام کې په انقره کې د افغانستان سفير صنیع الله فرهمند، عدالت او پراختیا ګوند استازو، د خدا پار ګوند مرستيال مشر اسحاق ساغلام، په انقره کې د بهرنيو ديپلوماتيکو ماموريتونو استازو او د ګڼ شمېر مدني ټولنو مسؤلینو ګډون کړی وو.

سفير فرهمند دلته په خپلو خبرو کې وويل، چې دا پروګرام د افغانستان او تورکيې ترمنځ د تاريخي دوستۍ د ۱۰۵مې کليزې په مناسبت جوړ شوى او زياته يې کړه چې دا دوستي د دواړو ملتونو په تاريخ، کلتور او ورورولۍ کې ژورې ريښې لري.

فرهمند وویل: "افغانستان او تورکیه له یوې پېړۍ څخه ډېر وخت راهیسې یو د بل ترڅنګ ولاړ دي. زموږ اړیکې یوازې پر سیاسي او ډیپلوماټیکو همکاریو نه، بلکې پر متقابل درناوي، باور او د دوو مسلمانو ملتونو ترمنځ د دوستۍ پر پیاوړو اړیکو هم ولاړې دي." نوموړي د تاریخ په بېلابېلو پړاوونو کې له افغانستان سره د تورکیې له ملاتړ او همکاریو مننه وکړه.

فرهمند ټینګار وکړ چې هېواد یې د ثبات او پرمختګ پر لور نوی پړاو پیل کړی دی. نوموړي وویل، د امنیت په برخه کې له کلونو جګړو او بې ثباتۍ وروسته د هېواد په ټولو سیمو کې امنیتي وضعیت د پام وړ ښه شوی او د عادي ژوند او اقتصادي فعالیتونو لپاره غوره شرایط برابر شوي دي.

فرهمند په دې خبرې سره چې همکاري او خبرې اترې په سیمه کې د ننګونو د هواري او د ثبات د ټینګښت لپاره تر ټولو غوره لار ده، وویل: "افغان ولس غواړي د سولې او ثبات په فضا کې ژوند وکړي او د راتلونکو نسلونو لپاره یو ښه راتلونکی جوړ کړي. د افغانستان حکومت د ګاونډي پاکستان په ګډون له هېڅ هېواد سره شخړه نه غواړي. زموږ پالیسي پر سوله، ښه ګاونډيتوب او د خبرو اترو له لارې د ستونزو پر هواري ولاړه ده."

فرهمند وويل، چې وخت په وخت داسې کړنې ترسره کېږي چې کړکېچ او بې ثباتي رامنځته کولى شي، خو ټینګار یې وکړ چې سوله او ثبات د سيمې د ټولو هېوادونو په ګټه دي.

سفير فرهمند له هغو تورکي خيريه او بشري مرستندويه بنسټونو څخه مننه وکړه چې د افغان ولس ترڅنګ ولاړ دي او د کلونو په اوږدو کې يې په بېلابېلو برخو کې مرستې رسولي دي.

په روژه ماتي کې ګډونوالو ته افغاني خواړه وړاندې شول.

 

وپلټۍ
د استرالیا یوې محکمې په افغانستان کې په جنګي جرمونو تورن سرتیري ته په ضمانت د خلاصون اجازه ورکړه
د نړیوالې انرژۍ اداره: د اروپا د جیټ تیلو لګښت ممکن یوازې شپږ اونۍ دوام وکړي
د اروپایي ټولنې او اسرائیل ترمنځ د همکارۍ تړون د ځنډولو غوښتنې زور اخیستی دی.
اسرائیلي ځواکونو د سوریې په قنیطره کې پر کلي برید وکړ، کورونه یې تلاشي کړل او اوسېدونکي یې وېرول
اسرائیلو د لبنان اوسیدونکو ته خبرداری ورکړی چې د زهراني سیند سویل ته له سیمو ووځي
د امریکا لخوا د هرمز تنګي د کلابندۍ پر مهال د ایران اړوند کښتۍ خلیج ته نوې لاره کاروي
پر اوکراین د روسیې په بریدونو کې درې تنه وژل شوي دي
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردغان د کاناډا له لومړي وزیر کارنۍ سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
د تورکیې د پارلمان رئیس له ملګرو ملتونو څخه د اسرائیل د غړیتوب د ځنډولو غوښتنه وکړه
پنټاګون په کیوبا کې د احتمالي نظامي عملیاتو لپاره پلان جوړونه "ګړندۍ" کړې ده
د امریکا سنا د ټرمپ د جنګي واکونو د محدودولو لپاره د ډیموکراټانو وروستۍ هڅه ناکامه کړه
افغانستان غزې ته له ۵۰۰ ټنو زیاته مرسته لېږلې ده
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین چین ته سفر کوي
د تورکیې د ملي راډیو تلویزیون ( ټي آر ټي ) د بشري فلمونو د اتم پړاو لپاره نوم لیکنې پیل شوې
امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو د تطبیق ادارې  په ۲۰۲۵ مالي کال کې تر ۴۴۲،۰۰۰ څخه ډیر کسان ډیپورت کړي