منځنی ختیځ
4 د لوستلو دقیقې
ایران خپل هوايي دفاعي سیسټمونه فعال کړل،ټرمپ په کانګرس کې د جګړې د واکونو له ضرب الاجل سره مخ دی
د پنجشنبې په ورځ ناوخته، د تهران هوايي دفاعي سیسټمونه د کوچنیو الوتکو او ډرونونو د مخنیوي لپاره فعال شول. دا په داسې حال کې ده چې سپینې ماڼۍ ویلي، دوی به د ایران په جګړه کې د کانګرس له خوا د ټاکل شوي مهلت (ضرب الاجل) له امله محدود نه شي.
ایران خپل هوايي دفاعي سیسټمونه فعال کړل،ټرمپ په کانګرس کې د جګړې د واکونو له ضرب الاجل سره مخ دی
ایران خپل هوايي دفاعي سیسټمونه فعال کړل،ټرمپ په کانګرس کې د جګړې د واکونو له ضرب الاجل سره مخ دی / Reuters

تهران د لنډ وخت لپاره خپل هوايي دفاعي سیسټمونه فعال کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا او ایران ترمنځ کړکېچ په ژورېدو دی او واشنګټن اشاره ورکړې چې ښايي د جګړې د اجازې لپاره کانګرس له پامه وغورځوي.

د پنجشنبې په ورځ ناوخته، د تهران هوايي دفاعي سیسټمونه د کوچنیو الوتکو او ډرونونو د مخنیوي لپاره فعال شول. دا په داسې حال کې ده چې سپینې ماڼۍ ویلي، دوی به د ایران په جګړه کې د کانګرس له خوا د ټاکل شوي مهلت (ضرب الاجل) له امله محدود نه شي.

تسنیم او فارس خبري اژانسونو راپور ورکړی چې د پلازمینې په ځینو برخو کې د هوايي دفاعي سیسټمونو غږونه اورېدل شوي. د دغو اژانسونو په وینا، دغه سیسټمونه د شاوخوا ۲۰ دقیقو لپاره د "کوچنیو الوتکو او استخباراتي ډرونونو" د ویشتلو لپاره فعال شوي وو، خو وروسته وضعیت بېرته "عادي" حالت ته راغی.

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره د شپې تر نیمایي پورې د هغه مهلت سره مخ وه چې باید د ایران پر وړاندې د جګړې لپاره د کانګرس تایید ترلاسه کړي. دغې چارې د سپینې ماڼۍ او کانګرس ترمنځ ټکر رامنځته کړی دی. د ټرمپ ادارې استدلال کړی چې د ۶۰ ورځو هغه موده چې باید له کانګرس څخه اجازه واخیستل شي، د تېرې میاشتې د اعلان شوي اوربند له امله په ټپه درېدلې (پاز شوې) ده.

د ادارې یوه لوړپوړي چارواکي د پنجشنبې په ورځ ناوخته 'اې اېف پي' (AFP) خبري اژانس ته وویل: "د جګړې د واکونو د پرېکړه لیک له مخې، هغه نښتې چې د شنبې په ورځ، د فبروري پر ۲۸مه پیل شوې وې، اوس پای ته رسېدلې دي." هغه زیاته کړه چې د اپریل د ۷مې له اوربند راهیسې د امریکا او ایران ترمنځ د ډزو تبادله نه ده شوې.

'شرموونکې ماتې' تر دې وړاندې د پنجشنبې په ورځ، د ایران ستر رهبر اعلان وکړ چې متحده ایالات له یوې "شرموونکې ماتې" سره مخ شوي دي. هغه د ټرمپ هغه ګواښ په کلکه رد کړ چې ویلي یې وو پر ایران به یو سخت اقتصادي سمندري کلابندي (Blockade) تر راتلونکو میاشتو پورې روانه وساتي.

د تېلو بیې په تېرو څلورو کلونو کې تر ټولو لوړې کچې ته ورسېدې، خو وروسته یو څه راښکته شوې. له دې وروسته مجتبی خامنهيي په یو لیکلي بیان کې چې د دولتي ټلویزیون له لارې ولوستل شو، اعلان وکړ چې اوس په دې بحران کې "ایران برلاسی" دی.

هغه وویل: "نن، په سیمه کې د نړۍ د زورواکو له تر ټولو ستر برید او د امریکا له شرموونکې ماتې دوه میاشتې وروسته، د فارس خلیج او هرمز تنګي لپاره یو نوی فصل پرانیستل کیږي." هغه په تنګي کې د کښتیو په تګ راتګ باندې د ایران د کنټرول ستاینه وکړه.

هغه د خلیج لپاره د امریکا پرته د یو روښانه راتلونکي وړاندوینه وکړه او ویې ویل، هغه څوک چې له لرې څخه د سیمې په چارو کې لاسوهنه کوي "هلته د اوبو له تل پرته بل ځای نه لري."

مجتبی خامنه يي په هغو لومړنیو امریکایي-اسراییلي بریدونو کې ټپي شوی و چې د هغه پلار، علي خامنهيي پکې ووژل شو. هغه د مارچ په میاشت کې د خپل پلار د ځای ناستي په توګه وټاکل شو، خو تر اوسه په عام محضر کې نه دی لیدل شوی.

امریکا دوه اونۍ وړاندې د ایران پر بندرونو کلابندي ولګوله، په داسې حال کې چې ایران د فبروري له پای راهیسې د هرمز پر ستراتیژیک تنګي خپله ولکه ساتلې ده.

واشنګټن اوس هڅه کوي چې د متحدو هیوادونو او بار وړونکو شرکتونو یو نړیوال ایتلاف جوړ کړي ترڅو د هرمز له لارې خوندي تګ راتګ همغږي کړي – خو په ورته وخت کې د هغو کښتیو کلابندي ته دوام ورکوي چې ایران ته خدمت کوي.

ټرمپ د پنجشنبې په ورځ ګواښ وکړ چې خپل ځواکونه به له ایټالیا او اسپانیا څخه وباسي. هغه تر دې وړاندې آلمان ته هم ورته خبرداری ورکړی و. ټرمپ پر خپلو ناټو متحدینو نیوکه وکړه چې د ایران او هرمز تنګي په معامله کې یې د امریکا او اسراییلو له پوځي عملیاتو څخه ملاتړ نه دی کړی.

وپلټۍ
د چین د سیچوان ایالت کې د ودانۍ د دېوال ړنګېدو له امله ۵ کسان وژل شوي
د هند په لویدیځ بنګال ایالت کې په یوه هوټل کې د اورلګېدنې له امله نهه کسان مړه شوي دي
ټرمپ یو داسې انځور خپور کړ چې د هرمز تنګی د "امریکا د خاورې" په توګه ښيي
په کابل کې پر یوه تعلیمي مرکز کې د چاودنې له امله  لږ تر لږه ۴۲ ماشومان ټپیان شوي دي.
لاوروف وايي روسیه او شمالي کوریا د نوي څو قطبي نړیوال نظم په لټه کې دي
اسرائیلو د سوریې په ادلیب ولایت کې د ابو ظهور پوځي هوايي ډګر بمبار کړ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره ټلیفوني خبرې وکړې
ټرمپ ګواښ کړی که چیرې عمان د امریکا او ایران د خبرو اترو په لاره کې مداخله وکړي نو بمبار به یې کړي
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۷۳ زره ۳۹۹ تنو ته ورسېد
پاپ لیو څوارلسم په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر وړاندې داسرائیلو تاوتریخوالي د ختمولو غوښتنه وکړه
ملګري ملتونه: د پولې له بندېدو سره سره، تر ۷۰۰ ډېرې د مرستو لارۍ افغانستان ته داخلې شوې
حماس په غزه کې د اوربند د تړون د دایمي کولو لپاره قاهرې ته ځي
ایران د امریکايي سرتېرو د نیولو یا وژلو لپاره ۳۰،۰۰۰ ډالره انعام اعلان کړ
تورکیې"دوست او ورور" هیواد پاکستان ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ورکړه.
ولسمشر اردوغان د عدالت او پراختیا ګوند ۲۵ کلن مزل د تورکیې لپاره یو "تاریخي بدلون" وباله