د المان لومړی وزیر میرتس د رسمي سفر په ترڅ کې تورکیې ته راغی
د آلمان لومړي وزیر فریدریش مېرتس ویلي، غواړي د تورکیې او آلمان ترمنځ نږدې ملګرتیا نوره هم پراخه کړي.
د المان لومړی وزیر میرتس د رسمي سفر په ترڅ کې تورکیې ته راغی
د آلمان لومړي وزیر مېرتس: غواړم له تورکیې سره خپله نږدې ملګرتیا نوره هم پراخه کړم
د آلمان لومړي وزیر فریدریش مېرتس ویلي، غواړي د تورکیې او آلمان ترمنځ نږدې ملګرتیا نوره هم پراخه کړي.
مېرتس په انقره کې له خپلو لیدنو کتنو مخکې د د X پر ټولنیزه رسنۍ یوه اعلامیه خپره کړه.
مېرتس د دواړو هېوادونو ترمنځ څو اړخیزو اړیکو ته په اشارې سره وویل: "له تورکیې سره موږ ځانګړې او څو اړخیزې اړیکې لرو. د بهرنیو او امنیتي پالیسیو ترڅنګ، د کډوالۍ، انرژۍ او سوداګرۍ په برخو کې هم."
مېرتس دې ته هم اشاره وکړه چې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره به وګوري او ویې ویل: "غواړم خپله نږدې ملګرتیا نوره هم پراخه کړم. له همدې امله په انقره کې یم."