تورکیه
3 د لوستلو موده (...) دقیقې
د کاتولیک مسیحیانو دیني مشر پاپ لیو څوارلسم د خپل لومړني بهرني سفر په ترڅ کې تورکیې ته راغی.
پاپ لیو څوارلسم د پنجشنبې په ورځ د ولسمشر رجب طیب اردوغان په بلنه په خپل لومړي رسمي بهرني سفر تورکیې ته ورسید او په رارسیدو سره یې د نړیوالې سولې پر اهمیت ټینګار وکړ او هیله یې څرګنده کړه چې دا سفر به یې د نړۍ لپاره د سولې اهمیت نور هم روښانه کړي.
د کاتولیک مسیحیانو دیني مشر پاپ لیو څوارلسم د خپل لومړني بهرني سفر په ترڅ کې تورکیې ته راغی.
د کاتولیک مسیحیانو دیني مشر پاپ لیو څوارلسم د خپل لومړني بهرني سفر په ترڅ کې تورکیې ته راغی. / Reuters
27 نومبر 2025

د کاتولیک مسیحیانو دیني مشر پاپ لیو څوارلسم د خپل لومړني بهرني سفر په ترڅ کې تورکیې ته راغی.

پاپ لیو د ولسمشر اردوغان سره لیدنه وکړه . تمه کیږي چې هغه به په تورکیه کې د مسیحیانو او نورو دینونو د مشرانو سره هم لیدنې وکړي.

پاپ لیو څوارلسم د پنجشنبې په ورځ د ولسمشر رجب طیب اردوغان په بلنه په خپل لومړي رسمي بهرني سفر تورکیې ته ورسید او په رارسیدو سره یې د نړیوالې سولې پر اهمیت ټینګار وکړ او هیله یې څرګنده کړه چې دا سفر به یې د نړۍ لپاره د سولې اهمیت نور هم روښانه کړي.

د تورکیې د کلتور او ګرځندوی وزیر محمد نوري ارسوی او نورو چارواکو د پلازمینې انقرې په نړۍوال هوايي ډګر کې د پاپ هرکلی وکړ.

له پاپ سره پدې سفر کې د کارډینال پیټرو پارولین او آرچ بشپ پاول ریچارډ ګالاګر په ګډون د واتیکان چارواکي ملګرتیا کوي.

پاپ، چې د ایټالیا د ITA Airways په یوه ځانګړې الوتکه کې چې د پاپ نښان پرې لګیدلی و، راغی، له ۷۰ څخه زیاتو خبریالانو ته چې د بېلابېلو رسنیو څخه یې د دې سفر پوښښ کاوه، ښه راغلاست ووایه.

هغه وویل چې د دې سفر په ترسره کولو ډیر خوښ دی، او یادونه یې وکړه چې د ټولو مسیحیانو او پراخې نړۍ لپاره د دې سفر د اهمیت له امله یې په ډیره بې صبرۍ سره انتظار کاوه.

تورکیې او لبنان ته د خپلو راتلونکو پلانونو په اړه، پاپ یو ځل بیا په نړۍ کې د هرچا لپاره د سولې د اهمیت په اړه د ټینګار کولو نیت څرګند کړ.

هغه همدارنګه پر ټولو خلکو غږ وکړ چې د سولې په لاره کې سره متحد شي، او یادونه یې وکړه چې د دین او عقیدې له اختلافاتو سره سره، انسانیت په بنسټیزه توګه سره تړلی دی، او هغه هیله لري چې د سولې او نړیوال یووالي د ودې لپاره په هڅو کې مرسته وکړي.

په انقره کې د پاپ سفر د تورکیې د جمهوریت د بنسټ ایښودونکي مصطفی کمال اتاترک مقبرې، انیت کبیر ته د درناوي په مراسمو سره پیل شو.

پاپ وروسته د بیش تپې په ماڼۍ کې د ولسمشر اردوغان سره لیدنه وکړه. ولسمشر اردوغان د پاپ نه د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې هر کلی وکړ.

تمه کیږي ددې لیدنې نه وروسته به دواړه به د انقرې د ولسمشرۍ په ملي کتابتون کې، چې د نړۍ دریم لوی کتابتون دی، په جهان نما تالار کې یو خبري کنفرانس هم جوړ کړي.

د جمعې په ورځ به پاپ په استانبول کې د سینټ ایسپریټ په کلیسا کې له مسیحي روحانیونو سره وګوري، د فرانسې د غریبانو د پالنې مرکز به وګوري، او د یوې مذهبي غونډې لپاره به په چورلکه کې ایزنیک ته سفر وکړي.

د شنبې په ورځ به پاپ د سلطان احمد جومات او د مور افریم سریاني ارتودوکس کلیسا څخه لیدنه وکړي، چیرې چې به هغه د فنر یوناني پټریارک بارتولومیوس سره وګوري. ورځ به د ولکس ویګن په لوبغالي کې په یوې غونډې سره پای ته ورسیږي.

دا سفر به د ارمنستان د اپوستولیک کلیسا په وروستۍ غونډې او د فنر یوناني پټریارک بنسټ ایښودنې د کلیزې د نمانځلو لپاره د هغوی مرکز ته په بیرته ستنیدو سره پای ته ورسیږي.

پوپ به د نوامبر له ۲۷ څخه تر ۳۰ پورې په تورکیه کې وي، او د انقرې، استانبول او ایزنیک ښارونو څخه به لیدنه وکړي.

وپلټۍ
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر  هاکان فیدان به د دوحې په ۲۳مه غونډه کې ګډون وکړي
په غزه کې د اسرائیلو ملاتړې ملیشې مشر ووژل شو
پاکستان: په بلوچستان کې په تېرو ۳ میاشتو کې په ترسره شوو عملیاتو کې تر ۱۰۰ ډېر وسله وال وژل شوي دي
په هندوستان کې د خوندیتوب د نویو مقرراتو له امله یو زیات شمیر الوتنې وځنډولې .
د جنوبي کوریا لی د چین او جاپان د کړکیچونو د کمولو لپاره د منځګړیتوب رول وړاندې کړ
تورکیه به په ۲۰۲۶ کال کې د پاکستان په پنځو ساحو کې د تېلو او ګازو استخراج پیل کړي
آلمان لومړنی هېواد شو چې د روسیې ګواښ ته په اشارې یې د اسرائیل "ارو ۳" توغندیز دفاعي سیسټم فعال کړ
په غزه کې فلسطینیانو د نازک اوربند په منځ کې د لسګونو جوړو لپاره ډله يیز واده وکړ.
د آلمان محکمې یوه مسلمانه ښځه د حجاب او پړوني له امله د قاضۍ له دندې منع کړه
کابل وايي، د ایران سرحدي ساتونکو ۱۰ افغانان چې هڅه یې کوله له پولې څخه تېر شي وژلي دي.
پوتین د روسیې له لوري د دوه ښارونو د نیولو ادعا وروسته د اوکراین جګړه ځپلي سیمې ته سفر وکړ
اسرائیل د سوریې پر خاوره تیري ته دوام ورکوي.اسرائیل د سوریې په جنوب کې نوي بریدونه پیل کړل
د تورکیې سواحلو ته نږدې پر بل ټانکر د برید راپور ورکړل شوی.
په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې رام الله ته نږدې د چاقو په برید کې اسرائیلي پوځیان ټپیان شول
د جرمونو نړۍواله محکمه : د هیچا فشارونو ته به غاړه کینږدو