تورکیه
5 د لوستلو دقیقې
د تورکیې ولسمشر اردوغان په انقره کې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د امریکا ولسمشر ټرمپ سره لیدنه وکړه
د ټرمپ ته د پلازمینې انقرې په هوايي ډګر کې پخپله ولسمشر اردوغان هر کلی وکړ. وروسته دواړو مشرانو د هوايي ډګر په ځانګړي میلمستون کې لیدنه وکړه .
د تورکیې ولسمشر اردوغان په انقره کې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د امریکا ولسمشر  ټرمپ سره لیدنه وکړه
د تورکیې ولسمشر اردوغان په انقره کې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د امریکا ولسمشر ټرمپ سره لیدنه وکړه

د ویلو ده چې د امریکا ولسمشر ټرمپ د ناټو د مشرانو په سرمشریزه کې د ګډون په موخه نن د ماسپخین په ۲ بجو انقرې ته راورسید.

د ټرمپ ته د پلازمینې انقرې په هوايي ډګر کې پخپله ولسمشر اردوغان هر کلی وکړ. وروسته دواړو مشرانو د هوايي ډګر په ځانګړي میلمستون کې لیدنه وکړه .

وروسته ولسمشر اردوغان د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د ولسمشر ټرمپ نه د رسمي مراسمو په ترڅ کې هر کلی وکړ.

د هر کلي نه وروسته دواړو مشرانو لیدنې څرګندونې وکړې او د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.

ولسمشر اردوغان پدې لیدنه کې ټرمپ ته ښه راغلاست ووایه او وویل چې ډیر خوښ دی چې ولسمشر ټرمپ کوربه توب کوي. ولسمشر اردوغان وویل چې سبا به د ښاغلي ټرمپ سره په ګډه د ناټو د مشرانو په سرمشریزه کې به ګډون وکړو او پدې سرمشریزه کې د ټرمپ ګډون مونږ ته یو ځانګړي قوت راکړ.

همداشان ټرمپ د ولسمشر اردوغان نه د تود هر کلي له امله مننه وکړه او وویل چې ښاغلی ولسمشر اردوغان سره ډیر پیاوړې د دوستۍ اړیکې لري. هغه وویل چې ښاغلی اردوغان یو ډیر قوي او پیاوړی ولسمشر دی او د هغه د مشرۍ لاندې تورکیه یو ډیر قوي هیواد دی. ډیر پیاوړی پوځ لري. هغه وویل چې نړۍ په اصل کې د تورکیې پر پوځي قوت نه پوهیږي یو ډیر قوي پوځ لري.

هغه وویل چې د ناټو په غونډه کې به د ایران او یو زیات شمیر مهمو مسئلو په اړه خبرې وکړو.


ولسمشر اردوغان:

"له ټرمپ سره یو ځای کېدل موږ ته قوت راکوي. نن په انقره کې د ناټو د مشرانو د سرمشریزې جوړېدل، دلته د مشرانو راټولېدل او زموږ ترڅنګ د ټرمپ شتون به موږ ته یو ځانګړی ځواک وبښي. هغوی ته یو ځل بیا د ښه راغلاست وایم.

موږ هڅه کوو چې د ایران او امریکا اړیکې یوې مناسبې کچې ته ورسوو. موږ پوره هڅه کوو ترڅو د نړۍ د سولې په لور کوټلي ګامونه پورته کړو.

موږ له خپل ګران دوست (ټرمپ) سره په خبرو کې، په غزه کې د سولې د ټینګښت لپاره د مشرانو دا سرمشریزه خورا مهمه بولو.

د F-35 الوتکو موضوع زموږ لپاره نوې خبره نه ده. موږ د ۵ الوتکو ژمنه ترلاسه کړې وه او په دې اړه ښاغلي ټرمپ له موږ سره جلا ژمنه هم لرلې ده. زه پوهېږم چې په دې سرمشریزه کې زموږ لیدنه به دا ژمنه د راتلونکي لپاره په مثبته بڼه ثابته کړي. ښاغلی ټرمپ تل پر خپله ژمنه ولاړ وي او باور لرم چې له دې سرمشریزې به یوه ښه او مبارکه پرېکړه راووځي.

موږ به د روسیې او اوکراین ترمنځ د پرمختګونو په اړه هم له خپل ګران دوست سره دلته خبرې وکړو، معلومات به شریک کړو او له هغې وروسته به خپل ګامونه پورته کړو.

په ناټو کې د دوو مهمو هېوادونو په توګه، موږ به د مشرانو له دې سرمشریزې څخه په پوره پیوستون او یووالي سره یو قوي دریځ اعلان کړو او باور لرو چې په دې کار کې به بریالي شو."

ولسمشر ټرمپ:

"زه او ښاغلی ولسمشر ډېر نږدې ملګري یو. دی یو په زړه پورې مشر دی. له پیله زموږ فکر او خوی  سره ډېر برابر و. زه ښاغلي ولسمشر ته درناوی لرم. تاسو داسې یو مشر یئ چې په ټوله نړۍ کې درناوی لرئ. ترکیه ستاسو تر مشرۍ لاندې له نظامي پلوه په یو خورا قوي هېواد بدله شوې ده.

نن به موږ پر تجارت، دفاع، ایران او نورو ډېرو موضوعاتو خبرې وکړو. موږ ډېر ښه کارونه کړي، روان دي او په راتلونکي کې به یې هم وکړو. ترکیه تر ډېرو نورو هېوادونو یو وفاداره متحد ثابت شوی دی.

زه ولسمشر ته ډېر درناوی لرم. دا په رښتیا هم د دواړو هېوادونو (ترکیې او امریکا) په ګټه ده.

موږ به د F-35 الوتکو پر موضوع بحث وکړو او یوه پرېکړه به وکړو.

ما ویلي وو چې له ناټو څخه ډېر ناهیلی شوی یم. خو زما دوست (اردوغان) یو ډېر قوي مشر دی. که ښاغلی اردوغان نه وی، ما به په دې سرمشریزه کې ګډون نه کاوه.

ایټالیا، فرانسې او جرمني موږ په نیمه لار کې پرېښودو. نو بیا ولې موږ په سلګونو زره ډالر مصرفوو په داسې حال کې چې هغوی زموږ مرستې ته رانغلل؟

ترکیې د ایران پر وړاندې د نظامي عملیاتو او د ایران د اټومي پروګرام د درولو په پروسه کې رغنده رول لوبولی دی. زه ډاډه یم چې ښاغلی ولسمشر هم نه غواړي چې ایران اټومي وسلې ولري.

همدا اوس ویلی شم چې له ترکیې سره زموږ اړیکې تر بل هر وخت په غوره کچه کې دي.

موږ پر ترکیې ټول بندیزونه (مُعیدې) لیرې کوو. موږ پر خپلو ملګرو بندیزونه نه لګوو.

ترکیې دا الوتکې له امریکا څخه اخیستې دي. که تاسو له امریکا الوتکې اخیستې وي او ساتنې  ته اړتیا ولري، نو دا زموږ مسؤلیت دی چې ساتنه یې وکړو. موږ باید دا کار وکړو.

ما له ښاغلي پوتین سره خبرې وکړې، هغه هم ښاغلي اردوغان ته درناوی لري. وروسته مې د اوکراین له مشر سره هم خبرې وکړې. هیڅوک نه غواړي چې جګړه اوږده شي. دواړه لوري غواړي چې موضوع حل شي. زه هیله من یم او داسې ښکاري چې په نږدې وخت کې به دا موضوع حل کړو."

 

وپلټۍ
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر فیدان او د ناټو مشر روټه په بروکسل کې د تورې بحیرې پر امنیت خبرې وکړې
تورکیه، قطر، پاکستان او اندونیزیا د دفاعي صنایعو تړون لاسلیکوي
ولسمشر اردوغان: خپل هېواد مو په شاوخوا کې له روانو شخړو څخه لرې ساتلی دی.
د تورکیې او ګڼشمیر  نورو هېوادونو استازو  د باکو په سرمشریزه کې د اسرائیل پر وړاندې سخت غبرګون وښود
اسپانیا د تورکیې نه د ۱۵ نورو ملي جیټ الوتکو ( هورجیټ ) د پیرولو پلان اعلان کړ.
ولسمشر اردوغان: «تورکیه د سعودي عربستان تر څنګ ولاړه ده»
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تیره ورځ د کابینې له غونډې وروسته مهمې څرګندونې وکړې.
پراګماتیزم د پاپولیزم پر خلاف . د المان یو ایالت ښيي چې ولې تورکیه د برلین لپاره مهمه ده
د تورکیې ولسمشر اردوغان: نړیوالو تړونونو 'خپل اغیزمنتوب له لاسه ورکړی'
اردوغان او پوتین په ټیلیفوني خبرو کې په تور سمندرګي کې د امنیت او د روسیې-اوکراین د اړیکو په اړه خبر
ولسمشر اردوغان د دښمن له اشغال څخه د استانبول د ازادۍ ۱۰۳مې کلیزې له امله د مبارکۍ پیغام خپور کړ.
د تورکیې په سویل ختیځ شانلي اورفا ولایت کې د تورکیې د ټکنالوژۍ فیستیوال  ټیکنوفیسټ هیجان دوام لري.
ولسمشر اردوغان: خپلې ژبې ته پاملرنه کول، زموږ راتلونکي ته پاملرنه کول دي
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د نیوزویک مجلې پوښتنې ځواب کړې.
اردوغان او د عراق د لومړي وزیر زیدی له لیدنې وروسته «د تورکیې او عراق ګډه مطبوعاتي اعلامیه خپره شوه
د تورکیې ولسمشر اردوغان د تورکیې او امریکا د سوداګریزې شورا غونډې ته وینا وکړه
تورکيې راکیټسن دفاعي شرکت لخوا جوړ شوي  د ( کره اوک ) ټانک ضد لنډ واټنه وسلې په هوا کې هدف په نښه کړ
فیدان په نیویارک کې د سعودي عربستان او سوریې د بهرنیو چارو وزیرانو سره لیدنه وکړه
ملګروملتونو په ۸۱ اسامبله کې د ولسمشر اردوغان د نړۍ په کچه د ټولنیزو رسنیو د بحث اصلي موضوع وګرځیده
اردوغان: د فلسطین دولت د لمنځه وړو هڅې په ناکامۍ محکومې دي.