د غزې جګړه
3 د لوستلو دقیقې
د غزې په سیمه کې یو په درې فلسطینیان له ورځو راهیسې خواړه نه خوري — ملګري ملتونه
د ملګرو ملتونو لوړ بشري چارواکی، ټام فلېټچر، وایي چې د اسرائیلي جوړ شوي قحطۍ مخنیوي لپاره لا هم ډېر مرستې ته اړتیا ده.
د غزې په سیمه کې یو په درې فلسطینیان له ورځو راهیسې خواړه نه خوري — ملګري ملتونه
/ AA

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو لوړپوړي چارواکي په غزه کې د بشري ناورین د چټک پرمختګ په اړه خبرداری ورکړی دی. هغه ویلي  په غزه کې د هرو ۳ تنو نه یو تن د څو ډوډۍ نده خوړلې او ماشومان د خوراکي مرستو د سخت کمښت  او خوارځواکۍ له امله ژوند د لاسه ورکوي.

ټام فلیچر، د بشري چارو لپاره د ملګرو ملتونو مرستیال عمومي منشي او د بیړنیو مرستو همغږي کوونکي، د یکشنبې په ورځ وویل چې سره له دې چې اسرائیل د یوې اونۍ لپاره د مرستو د زیاتولو اعلان کړی، لا هم د قحطۍ د مخنیوي لپاره پراخو مرستو ته اړتیا ده.

فلیچر په یوه بیان کې چې په ایکس خپور شوی، وویل: "په غزه کې بشري بحران ویجاړونکی دی. درېیمه برخه خلک څو ورځې دي چې ډوډۍ نه دي خوړلې. خلک یوازې د دې لپاره چې خپلې کورنۍ ته خواړه پیدا کړي، په ډزو وژل کېږي."

لومړني راپورونه ښيي چې له سرحدونو څخه د مرستو د لیږد لپاره له ۱۰۰ څخه زیات ټرکونه راټول شوي دي.

هغه زیاته کړه: "د قحطۍ او د روغتیا د ناورین د مخنیوي لپاره پراخو مرستو ته اړتیا ده."

هغه د عاجلې او دوامداره لاسرسي غوښتنه وکړه، د کاروانونو د چټک تګ، د ورځي څو ځله سرحدي تګ راتګ، د دوامداره سون موادو برابرولو او د خوندي بشري لارې د پرانیستلو غوښتنه وکړه چې له بریدونو څخه خوندي وي.

هغه وویل: "مرستې باید بندې، ځنډول شوې یا تر برید لاندې ونه نیول شي."

فلیچر د ملګرو ملتونو هغه غوښتنه هم تکرار کړه چې ټول یرغمل شوي کسان دې سمدستي او بې قید و شرطه خوشې شي.

هغه زیاته کړه: "په پای کې، البته، موږ یوازې د وقفې اړتیا نه لرو — موږ دایمي اوربند ته اړتیا لرو."

نسل وژنه

اسرائیل په محاصره شوې غزه کې نږدې ۶۰,۰۰۰ فلسطینیان، چې زیاتره یې ښځې او ماشومان دي، وژلي دي.

د فلسطین رسمي خبري اژانس (وفا) په وینا، شاوخوا ۱۱,۰۰۰ فلسطینیان د ویجاړ شویو کورونو لاندې ښخ شوي دي.

خو کارپوهان باور لري چې د مړو شمیر د غزې د چارواکو له راپورونو څخه خورا زیات دی او اټکل کوي چې دا شمیره ښایي ۲۰۰,۰۰۰ ته ورسیږي.

د نسل وژنې په جریان کې، اسرائیل د محاصره شوې غزې زیاتره برخې ویجاړې کړې دي او په عملي توګه یې ټول نفوس بې ځایه کړی دی.

تیر نوامبر، د نړیوالې جنایي محکمې لخوا د اسرائیل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د هغه د پخواني دفاع وزیر یوآف ګالانت لپاره د جنګي جرمونو او د بشریت پر وړاندې د جرمونو په تور نیولو حکمونه صادر شول.

اسرائیل د غزې په وړاندې د جګړې لپاره د نړیوالې محکمې لخوا د نسل وژنې په قضیه کې هم مخ دی.

وپلټۍ
ټرمپ خپلو سلاکارانو ته لارښوونه کړې چې د ایران د بندیزونو د غځولو لپاره چمتووالی ونیسي.
ټرمپ د انګلستان د  پاچا  دریم چارلس سره په دولتي میلمستیا کې وویل  چې ایران باید اټومي وسلې ونلري.
ملګري ملتونه: پر افغانستان د پاکستان د تېرې ورځې په بریدونو کې لسګونو ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې
جرمني ۲۵ محکوم شوي افغانان بېرته کابل ته ډیپورټ کړل.
د اسرائیلو پوځ په اشغال شوي لویدیځه غاړه کې یو ماشوم ټپي کړی او یو بل یې نیولی دی
امریکا د ایران هغه وړاندیز رد کړ چې له خبرو اترو څخه د اټومي موضوع د ایستلو غوښتنه کوي
اوکراین په روسیه کې د تیلو په یوه تصفیه خانه د ډرون الوتکو پر مټ برید کړی دی.
یونیسف: افغانستان به تر ۲۰۳۰ کال پورې زرګونه ښځینه ښوونکې او ډاکټرانې له لاسه ورکړي
د اندونیزیا په لویدیځه جاوا کې د رېل ګاډو ټکر؛ د ټکسي له امله رامنځته شوې پېښه کې ۱۴ کسان ووژل شول
د عراق د همغږۍ چوکاټ ائتلاف  علي الزیادي د لومړي وزیر نوماند په توګه وټاکه
جنوبي کوریا د شمالي کوریا د اټومي پروګرام په اړه د بیړني نړیوال اقدام غوښتنه وکړه.
ایران د بریدونو پر وړاندې د 'باوري ضمانتونو' غوښتنه وکړه او امریکا او اسرائیل یې په تېري تورن کړل .
ټرمپ د هرمز تنګي د بیا پرانستلو په اړه د ایران پر وړاندیز خوښ نه دی
نن دوشنبه د پاکستان له لورې د افغانستان پر کونړ ولایت په بریدونو کې ۴ تنه مړه او ۷۰ تنه ټپيان شوي
اروپايي ټولنه: له افغانستان سره تخنیکي خبرې د طالبانو د رسمیت پېژندنې په مانا نه دي