په کاناډا کې د غبرګو وسله والو بریدنو له امله په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني ویلي چې دی د سه شنبې ورځې د هغو «وحشي» ډزو له امله چې د کاناډا په لوېدیځه لیرې پرته سیمه کې وشوې او لس تنه پکې ووژل شول، سخت «دردمند» دی. په دغه برید کې یوه لېسه هم په نښه شوې وه.
د کاناډا شاهي سپرو پولیسو تایید کړه چې د ټمبلر ریج په ښارګوټي کې د ډله ییزو ډزو په پایله کې، د شکمن بریدګر په ګډون لږ تر لږه لس تنه وژل شوي دي.
د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني ویلي چې دی د سه شنبې ورځې د هغو «وحشي» ډزو له امله چې د کاناډا په لوېدیځه لیرې پرته سیمه کې وشوې او لس تنه پکې ووژل شول، سخت «دردمند» دی. په دغه برید کې یوه لېسه هم په نښه شوې وه.
کارني په یوې ټولنیزې رسنۍ کې لیکلي: «زما دعاوې او د زړه له کومې تسلیت له هغو کورنیو او ملګرو سره دی چې په دې وحشي تاوتریخوالي کې یې خپل عزیزان له لاسه ورکړي.»
دا ډله ییزې ډزې په ټمبلر ریج کې شوې دي، چې د بریټش کولمبیا ایالت د راکي غرونو په لمنو کې یو ښکلی غرنی ښارګوټی دی. د کاناډا د شاهي سپرو پولیسو په یوې اعلامیه کې ویلي چې په دې پېښه کې ټولټال ۲۷ تنه ټپیان شوي دي، چې د دوو کسانو روغتیایي حالت نازک دی.
کاناډايي رسنیو راپور ورکړی چې بریدګره یوه ښځه وه، خو پولیسو د سه شنبې په خبري کنفرانس کې د شکمنې بریدګرې د هویت په اړه له جزیاتو ورکولو ډډه وکړه. پولیسو وویل چې د سه شنبې په ماسپښین د ټمبلر ریج په لېسه کې د بریدګر د شتون خبر ورکړل شو. کله چې پولیسو ښوونځی تالاشي کړ، شپږ مړي یې وموندل او اووم کس روغتون ته په لاره کې ساه ورکړه.
همدارنګه، پولیسو په یو کور کې دوه نور مړي هم وموندل او شکمنه بریدګره هم مړې موندل شوې چې ظاهراً یې ځان وژلی دی. د ټمبلر ریج ښاروالۍ وویل: «د هغه درد لپاره چې نن شپه زموږ ټولنه ورسره مخ ده، هیڅ مناسب ټکي نشته.» د فدرالي حکومت د اپوزیسیون مشر، پیر پولیور، دا پېښه یو «بې مانا تاوتریخوالی» وباله.