نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
چین افغانستان بګرام اډې په اړه د ټرمپ له پلان سره مخالفت کوي؛ وايي "سیمه ییز کړکېچ او ټکرونه لمسوي"
د چین حکومت د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغو څرګندونو په وړاندې غبرګون ښودلی، چې ویلي یې دي غواړي په افغانستان کې د بګرام هوايي اډه "ځکه بېرته ونیسي چې د چین اټومي تاسیساتو ته نږدې ده".
چین افغانستان بګرام اډې په اړه د ټرمپ له پلان سره مخالفت کوي؛ وايي "سیمه ییز کړکېچ او ټکرونه لمسوي"
چین افغانستان بګرام اډې په اړه د ټرمپ له پلان سره مخالفت کوي؛ وايي "سیمه ییز کړکېچ او ټکرونه لمسوي" / TRT Balkan

چین د ټرمپ د بګرام له پلان سره مخالفت کوي؛ وايي "سیمه ییز کړکېچ او ټکرونه لمسوي"

د چین حکومت د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغو څرګندونو په وړاندې غبرګون ښودلی، چې ویلي یې دي غواړي په افغانستان کې د بګرام هوايي اډه "ځکه بېرته ونیسي چې د چین اټومي تاسیساتو ته نږدې ده".

د چین د دفاع وزارت ویاند، جانګ شیاوګانګ، په پلازمېنه بیجینګ کې په یوه میاشتنۍ خبري غونډه کې، د سپټمبر په ۱۸مه بریتانیا ته د ټرمپ د سفر پر مهال د هغه د څرګندونو په اړه معلومات ورکړل.

ویاند جانګ وویل، چین د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لري. هغه زیاته کړه: "موږ د امریکا د هغه چلند مخالفت کوو چې چین د یوې ستونزې په توګه ښيي او په دې توګه سیمه ییز کړکېچ او ټکرونه لمسوي. دا ډول دریځ د هیچا ملاتړ نه لري."

جانګ ټینګار وکړ چې د افغانستان راتلونکی باید پخپله د افغانانو په لاس کې وي او ویې ویل: "هیله لرو چې اړوندې خواوې د سیمه ییزې سولې او ثبات په ساتنه کې رغنده رول ولوبوي."

- د ټرمپ د بګرام پلان

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ټرمپ بریتانیا ته د خپل سفر پر مهال له لومړي وزیر کېیر سټارمر سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې ویلي و، چې دوی غواړي د بګرام هوايي اډه بېرته ونیسي. دا هغه لویه پوځي اډه ده چې په ۲۰۰۱ کال کې پر افغانستان د امریکا په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو تر یرغل وروسته په دغه اډه کې ځای پر ځای شوې وه.

ټرمپ داسې اشاره هم وکړه چې ګواکې دوی له طالبانو سره د دې اډې د بېرته ترلاسه کولو لپاره خبرې کوي، کومه چې په ۲۰۲۱ کال کې د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال پرېښودل شوې وه. ټرمپ وویل: "دا د نړۍ یوه له سترو هوايي اډو څخه ده. موږ هغه دوی ته په وړیا توګه پرېښوده. اوس هڅه کوو بېرته یې واخلو. د دې اډې د غوښتلو یو لامل دا دی چې دا د چین د اټومي وسلو له تولید ځای څخه یوازې یو ساعت واټن لري."

د امریکا ولسمشر تر دې وړاندې دا ادعا هم کړې وه چې "چین دغه اډه اشغال کړې ده"، خو د طالبانو حکومت دا ادعا رد کړې وه. د افغانستان د لنډمهالي حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي و، چې دا اډه د چین نه بلکې د افغانستان په کنټرول کې ده.

د ټرمپ له لوري د بګرام د بېرته نیولو غوښتنه، سره له دې چې دا اډه د افغانستان په څېر په وچه کې راګیر هېواد کې له امنیتي او لوژستیکي ستونزو سره مخ ده، د دې ښکارندويي کوي چې واشنګټن د خپل نړیوال سیال چین پر وړاندې په اسیا کې یوې مخکینۍ قرارګاه ته څومره ارزښت ورکوي.

له بلې خوا پیکن د "کمربند او لارې نوښت" له لارې د ورېښمو تاریخي لارې په اوږدو کې د ترانسپورټ او زیربنایي پروژو په وسیله د ختیځ-لویدیځ سوداګرۍ بیا راژوندۍ کول غواړي، او په دې برخه کې د افغانستان په څېر د یوه مهم هېواد سوله او ثبات د خپلو ګټو لپاره خورا مهم ګڼي.

 

وپلټۍ
د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو مشران د ۸۱مې عمومي غونډې لپاره په نیویارک کې سره راټول شوي.
د سوریې د حلب په جنوبي کلیوالي سیمو کې د مهماتو په ډیپو کې چاودنې وشوې
ایران د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې څخه مخکې د غزې د اقداماتو په اړه د اسرائیل غندنه وکړه
ادعا شوې ترمپ  چې لومړی یې «د حوثیانو پر وړاندې د عملیاتو» امر ورکړی و  له خپلې دې پرېکړې په شا شوی
د ایران سپاه پاسداران: «د هرمز په تنګي کې مو د MQ-1 ډوله بې پیلوټه الوتکه راپرزولې
ترامپ: «کولی شم ټول ایران ته انفجار ورکړم او له منځه یي یوسم»
په کانادا کې د کنیسې (سیناګوګ) مخې ته په وسله وال برید کې د یوه پولیس په ګډون دوه کسان ټپیان شول
د فرانسې ولسمشر ماکرون د کاناډا له لومړي وزیر کارني سره لیدنه کوي
امریکا د منځني ختیځ لپاره امنیتی خبرداری خپور کړ
د سعودي عربستان هوايي ځواکونو پر ریاض د حوثیانو توغندي توغولو هڅه شنډه کړه
د تورکیې ولسمشر اردوغان د ملګرو ملتونو ۸۱مې عمومي اسمبلۍ لپاره امریکا ته سفر کوي
د اندونیزیا ولسمشر په یوه غونډه کې د «ازاد فلسطین» شعارونه ورکړل
په پاکستان کې د جومات ترڅنګ چاودنه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۳ ته لوړ شو
تورکیې له برازیل سره لاسلیک کړی د دفاعي صنایعو د همکارۍ هوکړه لیک تصویب کړ
ولسمشر اردوغان به د ملګرو ملتونو له تریبون څخه نړۍ ته وینا وکړي