تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
د ایران جګړې په اړه تورکیه له منځګړي پاکستان سره د احتمالي غونډې په اړه خبرې کوي.
انقرې ویلي، چې په منځني ختیځ کې د جګړې په اړه د پاکستان، سعودي عربستان، مصر او تورکیې ترمنځ خبرې اترې ښايي د روانې اونۍ په پای کې د پاکستان پر خاوره ترسره شي.
د ایران جګړې په اړه تورکیه له منځګړي پاکستان سره د احتمالي غونډې په اړه خبرې کوي.
هاکان فیدان / TRT Balkan


د تورکیې د  بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د سیمه ییزې غونډې په پلانونو کې د بدلون خبر ورکوي او وايي، تمه ده چې د تورکیې، پاکستان، مصر او سعودي عربستان ترمنځ خبرې اترې د روانې اونۍ په پای کې په پاکستان کې وشي.

انقرې ویلي، چې په منځني ختیځ کې د جګړې په اړه د پاکستان، سعودي عربستان، مصر او تورکیې ترمنځ خبرې اترې ښايي د روانې اونۍ په پای کې د پاکستان پر خاوره ترسره شي.

فیدان زیاته کړه: "امکان لري چې موږ د روانې اونۍ په پای کې هلته سره وګورو."

د انقرې د دغه لوړپوړي ډیپلومات په وینا، په دې خبرو اترو کې به د څلورو اسلامي  هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران ګډون وکړي.

د جمعې په ورځ، د جرمني د بهرنیو چارو وزیر یوهان وادپول (Johann Wadephul) وویل، چې دی تمه لري "ډېر ژر" په پاکستان کې د امریکا او ایران ترمنځ مستقیمه غونډه وشي، خو سرچینه یې په ډاګه نه کړه.

که څه هم تهران له واشنګټن سره د رسمي خبرو له منلو انکار کړی، خو د ایران تسنیم خبري اژانس د یوې نامعلومې سرچینې په حواله ویلي، چې ایران د اسلام اباد له لارې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ۱۵ ماده ییز پلان ته ځواب لېږلی دی.

په ورته وخت کې، د ټرمپ ځانګړي استازي سټیو ویټکوف  د جمعې په ورځ وویل، دی باوري دی چې ایران به په منځني ختیځ کې د یوې میاشتې اوږدې جګړې د پای ته رسولو لپاره "په روانه اونۍ کې" له واشنګټن سره خبرې وکړي.

ویټکوف په میامي کې یوې سوداګریزې غونډې ته د ایران د خبرو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: "موږ فکر کوو چې په روانه اونۍ کې به غونډې وشي، او موږ یقیناً ورته هیله من یو."

یوه جګپوړي ایراني چارواکي د جمعې په ورځ وویل، پر ایران د امریکا بریدونه او په ورته وخت کې د خبرو اترو غوښتنه "د نه زغم وړ" ده، او زیاته یې کړه چې تهران لا تر اوسه پر صنعتي او اټومي زیربناو د بریدونو له امله د امریکا وړاندیز ته د ځواب ورکولو پرېکړه نه ده کړې.

دغه چارواکي زیاته کړه، په اصل کې تمه وه چې د امریکا وړاندیزونو ته د ایران ځواب د جمعې یا شنبې په ورځ ورکړل شي.

 

وپلټۍ
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"
اېټالیا او سعودي عربستان په غزه کې د دایمي اوربند غوښتنه وکړه او د لوېدیځې غاړې  الحاق يي رد کړ
په اوکراین کې د روسیې په توغندیزو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوستې د برید په نتیجه کې ۹ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په تورکیه کې د ژوند اوسط عمر ۷۸.۵ کلونو ته لوړ شو
د اسرائیل پوځ په غزه کې په یوه جومات د برید کولو او ویجاړولو باندې اعتراف وکړ