نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
چين د پاکستان او افغانستان ترمنځ اوربند کې د ترکیې، سعودي او قطر د رول ستاینه وکړه
چین د پنجشنبې په ورځ د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اوربند په رامنځته کولو کې د تورکیې، سعودي عربستان او قطر د رول ستاینه وکړه.
چين د پاکستان او افغانستان ترمنځ اوربند کې د ترکیې، سعودي او قطر د رول ستاینه وکړه
چين د پاکستان او افغانستان ترمنځ اوربند کې د ترکیې، سعودي او قطر د رول ستاینه وکړه / Reuters

بیجینګ پر اسلام اباد او کابل غږ وکړ چې "هر څومره ژر چې امکان ولري د سولې خبرې پیل کړي او پر یوې هراړخیزې او دایمي سولې هوکړه وکړي" ترڅو سیمه ارامه پاتې شي.

چین د پنجشنبې په ورځ د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اوربند په رامنځته کولو کې د تورکیې، سعودي عربستان او قطر د رول ستاینه وکړه.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لين جيان د اسلام اباد او کابل لخوا د اعلان شوي اوربند د هرکلي په ترڅ کې وويل، بیجینګ هيله لري چې دواړه هېوادونه به "ارام پاتې شي، له زغم څخه به کار واخلي، هر څومره ژر چې شونې وي د سولې خبرې به بيا پيل کړي، په نږدې راتلونکي کې به هراړخیز او دایمي اوربند رامنځته کړي، خپل اختلافات به د ډیالوګ له لارې په سمه توګه حل کړي او په ګډه به د دواړو هیوادونو او سیمې سوله او ثبات وساتي."

لين د انقرې، رياض او دوحې رول ته په اشارې سره وويل: "چین د اړوندو اسلامي هیوادونو لخوا د ترسره شویو هڅو ستاینه کوي." هغه زیاته کړه چې چین پخپله هم "خپلو چینلونو له لارې د دواړو خواوو ترمنځ منځګړیتوب کړی او چمتو دی چې په دې برخه کې رغنده رول ته دوام ورکړي."

پاکستان د چهارشنبې په ورځ وویل چې د تورکیې، سعودي عربستان او قطر په غوښتنه یې د کوچني اختر په مناسبت په افغانستان کې خپل "پوځي عملیات" په "موقتي" ډول درولي دي.

موقتي بندیز

وروسته، د افغان حکومت وياند ذبيح الله مجاهد هم د ښه نیت او د سعودي عربستان، ترکیې او قطر د غوښتنو په اساس د کوچني اختر په درشل کې د خپلو عملياتو د موقتي ځنډولو خبر ورکړ.

په تیرو څو اونیو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې وروسته تر هغه خرابې شوې چې په سرحدي سیمو کې تاوتریخوالی زیات شو، چې له امله یې مرګ ژوبله او مالي زیانونه واوښتل.

د فبرورۍ له وروستیو راهیسې، په سرحدي نښتو کې د دواړو خواوو لږ تر لږه ۱۰۷ کسان وژل شوي، چې په کې د پاکستان ۱۳ سرتېري او ۵ ملکي وګړي شامل دي، او یو سرتېری لا هم لادرکه دی.

افغان چارواکي راپور ورکوي چې په افغانستان کې ۱۳ سرتېري او ۷۶ ملکي وګړي وژل شوي دي. په دغو ارقامو کې د دوشنبې په ورځ د روږدو کسانو د درملنې پر روغتون د برید تلفات نه دي شامل، چې افغان چارواکي ادعا کوي د پاکستان په هوایي بریدونو کې ۴۰۸ کسان وژل شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر (یوناما) د فبرورۍ له ۲۶مې د مارچ تر ۱۶مې پورې په افغانستان کې د ۷۶ ملکي وګړو د مړینې او ۲۱۳ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی (چې د دوشنبې د ورځې برید په کې شامل نه دی).

اسلام اباد پر افغانستان تور پورې کوي چې د پاکستان ضد ترهګرو ډلو ته یې پناه ورکړې، خو کابل دا تورونه ردوي.

 

وپلټۍ
د چین د سیچوان ایالت کې د ودانۍ د دېوال ړنګېدو له امله ۵ کسان وژل شوي
د هند په لویدیځ بنګال ایالت کې په یوه هوټل کې د اورلګېدنې له امله نهه کسان مړه شوي دي
ټرمپ یو داسې انځور خپور کړ چې د هرمز تنګی د "امریکا د خاورې" په توګه ښيي
په کابل کې پر یوه تعلیمي مرکز کې د چاودنې له امله  لږ تر لږه ۴۲ ماشومان ټپیان شوي دي.
لاوروف وايي روسیه او شمالي کوریا د نوي څو قطبي نړیوال نظم په لټه کې دي
اسرائیلو د سوریې په ادلیب ولایت کې د ابو ظهور پوځي هوايي ډګر بمبار کړ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره ټلیفوني خبرې وکړې
ټرمپ ګواښ کړی که چیرې عمان د امریکا او ایران د خبرو اترو په لاره کې مداخله وکړي نو بمبار به یې کړي
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۷۳ زره ۳۹۹ تنو ته ورسېد
پاپ لیو څوارلسم په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر وړاندې داسرائیلو تاوتریخوالي د ختمولو غوښتنه وکړه
ملګري ملتونه: د پولې له بندېدو سره سره، تر ۷۰۰ ډېرې د مرستو لارۍ افغانستان ته داخلې شوې
حماس په غزه کې د اوربند د تړون د دایمي کولو لپاره قاهرې ته ځي
ایران د امریکايي سرتېرو د نیولو یا وژلو لپاره ۳۰،۰۰۰ ډالره انعام اعلان کړ
تورکیې"دوست او ورور" هیواد پاکستان ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ورکړه.
ولسمشر اردوغان د عدالت او پراختیا ګوند ۲۵ کلن مزل د تورکیې لپاره یو "تاریخي بدلون" وباله