منځنی ختیځ
3 د لوستلو دقیقې
پداسې حال کې چې د اسرائیلو او ایران بریدونه دوام لري، د اسرائیلو دفاعي وړتیا مخ په ضعیفیدو ده
د ایران د توغندیو زیرمې او وړتیاوې دومره دي چې د خپلو قوماندانانو د له لاسه ورکولو سره سره، د اسرائیلي بریدونو په وړاندې د دوامداره غچ اخیستنې توان لري. دا څرګندونې د اسرائیلو د استخباراتو یوه پخواني چارواکي د NBC News سره په مرکه کې کړې دي.
پداسې حال کې چې د اسرائیلو او ایران  بریدونه دوام لري، د اسرائیلو دفاعي وړتیا مخ په ضعیفیدو ده
/ Reuters

پداسې حال کې چې د اسرائیلو لخوا د ایران پر وړاندې بریدونه دوام لري، د اسرائیلو دفاعي وړتیا هم  مخ په ضعیفیدو ده.

د ایران د توغندیو زیرمې او وړتیاوې دومره دي چې د خپلو قوماندانانو د له لاسه ورکولو سره سره، د اسرائیلي بریدونو په وړاندې د دوامداره غچ اخیستنې توان لري. دا څرګندونې د اسرائیلو د استخباراتو یوه پخواني چارواکي د NBC News سره په مرکه کې کړې دي.

دغه چارواکي، چې نوم اخیستو نه ډډه کړې ، د تهران دریځ د "ستراتیژیکې زغم" په توګه بیان کړی او خبرداری یې ورکړی چې د ایران حکومت د سقوط په درشل کې نه دی. هغه ویلي: "تهران هوډ او وړتیا لري چې بریدونه دوامداره وساتي او د خپلو موخو لپاره یې پرمخ بوځي."

چارواکي زیاته کړې چې "په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ایران لخوا توغول شوي چټک توغندي اسرائیلو ته لږ وخت ورکوي چې د بریدونو لپاره چمتووالی ونیسي." هغه وویل چې د اسرائیلو د توغندیو دفاعي سیستم یوازې ۶۵ سلنه ایراني توغندي شنډ کړي، په داسې حال کې چې یوه ورځ وړاندې دا کچه نږدې ۹۰ سلنه وه.

نوموړي زیاته کړه چې ایران پرمختللي او چټک توغندي ځای پر ځای کړي، چې د اسرائیلو د خبرداري وخت له لسو دقیقو څخه شپږو دقیقو ته راکم کړی دی. دغه توغندي د پرمختللو لارښوونې سیسټمونو سره سمبال دي، چې د هدفونو په ډېر دقیق ډول په نښه کولو کې مرسته کوي.

هغه وویل: "تر ټولو مهمه دا ده چې ایراني توغندي د برید په وروستي پړاو کې د دقیقې لارښوونې سیسټم لري، چې هغوی ته دا وړتیا ورکوي چې خپل ټاکلي هدفونه په نښه کړي، لکه نن په بیرشیوا کې روغتون."

د اسرائیلو پوځ ویلي چې ایران په خپلو وروستیو بریدونو کې څو سرګلولې لرونکی توغندی کارولی، چې د دوی د هوايي دفاع لپاره یې نوې ننګونې رامنځته کړې دي. د پوځ راډیو د دوو امنیتي سرچینو له قوله ویلي چې هغه توغندی چې په ګوش دان سیمه کې ولګېد، څو کوچني سرګلولې یې لرلې.

په ورته وخت کې، د معاریو ورځپاڼې راپور ورکړی چې د اسرائیلو پوځ یوه څېړنه پیل کړې، وروسته له هغه چې ایران د شهاب-۳ توغندي په پرتله لویه سرګلوله توغولې ده. د ورځپاڼې په وینا، د ایران لخوا کارول شوی حرم شهر توغندی له یوه ټنه څخه زیات چاودېدونکي مواد لېږدوي.

د پوځي کړکېچ په منځ کې، د امریکا ته پام اوښتی، چیرته چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې لا یې په دې اړه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې چې د اسرائیلو ملاتړ لپاره پوځي مداخله وکړي.

د CBS News د یوې سرچینې له قوله، ټرمپ باور لري چې د دې ماموریت بشپړول به د ایران د فردو تاسیساتو د ویجاړولو اړتیا ولري. د سرچینې په وینا، یوه احتمالي لاره دا ده چې ایران ته اجازه ورکړل شي چې خپله دغه ځای بې‌فعاله کړي.

راپورونه وایي چې ټرمپ د وروستۍ پرېکړې نیولو ځنډ کړی، په دې هیله چې تهران به د خپل اټومي پروګرام پرېښودو ته غاړه کېږدي. د پنجشنبې په ورځ، سپینې ماڼۍ ادعا وکړه چې ایران یوازې څو اونۍ د اټومي وسلې جوړولو څخه لرې دی. دا ادعا د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې او د امریکا استخباراتو راپورونو سره په ټکر کې ده، چې وایي تهران د اټومي وسلې جوړولو هڅه نه ده کړې.

وپلټۍ
د جولای په ۱۵ د ولسمشر اردوغان د وژنې د پلان په هڅه کې ښکیل ترهګر ونیول شو
د اوکراین پر پلازمېنې کییف د روسیې په هوايي برید کې ۹ کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي
ټرمپ اوکراین ته د پیټریوټ توغندیو د ورکولو له ژمنې شاته شو
د یونس امره انسټیټیوټ لخوا د تورکي ژبې د مهارت نړیواله ازموینه (TYS)
په کاناډا کې پر یوه جومات وسله وال برید شوی
د روسیې لخوا جوړ شوي د سرطان واکسین په لومړنیو کلینیکي ازموینو کې مثبته پایله ورکړه
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"