ولسمشر اردوغان د چين مشهورې ورځپاڼې ته  په خپله ليکنه کې په  نړۍ د سولې او عدالت او همکارۍ غږ وکړ

د "سولې او عدالت لپاره ګډه لار" تر سرليک لاندې، اردوغان د يکشنبې په ورځ وويل چې تورکيه د تمدنونو ترمنځ د پلونو جوړولو، د خبرو اترو جاري ساتلو او د ډيپلوماسۍ او اړيکو له لارې د کړکېچونو د حل کولو لپاره ژمنه ده.

/ AA

د تورکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان د چين مشهورې ورځپاڼې ( ډیلي پیپل )  ته  په خپله ليکنه کې په  نړۍ د سولې، عدالت او همکارۍ غږ وکړ.

د "سولې او عدالت لپاره ګډه لار" تر سرليک لاندې، اردوغان د يکشنبې په ورځ وويل چې تورکيه د تمدنونو ترمنځ د پلونو جوړولو، د خبرو اترو جاري ساتلو او د ډيپلوماسۍ او اړيکو له لارې د کړکېچونو د حل کولو لپاره ژمنه ده.

د تور سمندر د غلې دانې نوښت ته په اشارې سره، د تورکیې ولسمشر يادونه وکړه چې تورکیې د روسيې او اوکراين ترمنځ د جګړې پر مهال د نړيوال خوراکي امنيت په ساتنه کې مهم رول لوبولی دی.

تورکیې د روسي او اوکرايني پلاوو ترمنځ د سولې خبرو لپاره  د څو غونډې کوربه توب کړی  چې د بشري دهلېزونو او بنديانو د تبادلې په اسانتيا کې هم مرسته کړې ده.

اردوغان چینايي ورځپاڼې ته په لیکلې لیکنه کې " ددې خبرې په ټینګار چې  'په جګړه کې ګټونکي نشته او په عادلانه سولې کې بايلونکي نشته'، موږ د زغم سره د سولې ډيپلوماسۍ تعقيب ته دوام ورکوو."

د سيمې د سولې لپاره د خپلواکه فلسطين اهميت

ولسمشر اردوغان په اوسني نړيوال نظام د نیوکې سره وویل چې  د ملکي وګړو په ساتنه کې پاتې راغلی دی، او په غزه کې د اسرائیلو لخوا د روانې نسل وژنې او بشري حقونو نه سرغړونو او تیریو په اړه جدي اندیښنه څرګنده کړې ده .

هغه وويل: "په غزه کې روانې پېښې، چې پکې د اسرائيلو لخوا ظلم او نسل وژنه شامله ده، د دې حقيقت ځينې څرګندې بېلګې دي. د غزې په اړه د تورکیې دريځ روښانه دی ځکه چې انسان او د هغه حقونه زموږ د سياست په مرکز کې دي."

هغه د ۱۹۶۷ کال د پولو په چوکاټ کې د بشپړ خپلواکه او حاکم فلسطين د ملاتړ تکرار وکړ، چې ختيځ بيت المقدس يې پلازمېنه وي، او دا يې د سيمې د ثبات لپاره حياتي وبلله.

هغه زياته کړه: "د فلسطين د دولت جوړېدل د سيمې د دوامداره سولې لپاره اړين دي."

اردوغان ټينګار وکړ چې د سيمې سولې ته اقتصادي همکاري، د زيربناوو پروژې، د انرژۍ شراکتونه او کلتوري تبادلې هم اړين دي ترڅو باور جوړ شي.

هغه يادونه وکړه چې ترکيه به د بشري مرستو، پرمختيايي نوښتونو او د ټولشموله حلونو پر بنسټ د څو اړخيزې ډيپلوماسۍ له لارې د نړيوال ثبات هڅونې ته دوام ورکړي.

له شي سره ليدنه

ولسمشر اردوغان د شانګهای د همکارۍ سازمان په غونډه کې چې په تيانجين کې د دوه ورځو لپاره جوړه شوې، د خبرو اترو د ملګري په توګه ګډون کوي.

د دې سفر پر مهال، هغه به د چين له ولسمشر شي جين پينګ سره د دوه اړخيزو اړيکو او د انقرې-بيجينګ اړيکو د پياوړتيا په اړه خبرې وکړي.

هغه وويل: "موږ باور لرو چې د نړيوالې ټولنې يووالی، چې د چين ولسي جمهوريت په کې مخکښ رول لوبوي، د ګډ وجدان او ګډو ګټو پر بنسټ به د يوې عادلانه او هوسا نړۍ لپاره لار هواره کړي."