اروپايي چارواکي به په بروکسل کې د طالبانو له استازو سره وګوري. دا پرمختګ وروسته له هغه رامنځته شو چې بلجیم د طالبانو پلاوي ته یو ورځنۍ ویزې ورکړې. اروپايي ټولنه د بشري حقونو د ډلو له سختو نیوکو سره سره، د کډوالو د بیرته ستنولو په برخه کې د همکارۍ په لټه کې ده.
تمه کیږي چې د طالبانو یو پلاوی د سه شنبې په ورځ بروکسل ته سفر وکړي. هغوی ته یوه یو ورځنۍ ویزه ورکړل شوې ترڅو له اروپايي ټولنې سره افغانستان ته د هغو پناه غوښتونکو د بیرته ستنیدو په اړه خبرې وکړي چې غوښتنلیکونه یې رد شوي دي.
اروپايي کمیسیون دغه چارواکي د غیرقانوني کډوالۍ د مخنیوي او د کډوالو د اخراج د پروسې د چټکتیا په موخه د بحثونو لپاره بللي دي، که څه هم دغه ټولنه په رسمي ډول د طالبانو اداره په رسمیت نه پیژني.
له طالب چارواکو سره د اروپايي ټولنې دغې اړیکې سخت غبرګونونه راپارولي دي او د بشري حقونو ډلو له کمیسیون څخه غوښتي چې له دغې پلان شوې ناستې څخه لاس واخلي.
د بلجیم د بهرنیو چارو وزارت ویاند، چې د اروپايي بنسټونو د کوربه هیواد په توګه یې اسناد صادر کړي، فرانس پرس (AFP) خبري اژانس ته وویل چې د غوښتل شویو پنځو ویزو ورکړه د دوشنبې په ماسپښین "تر امنیتي ارزونې وروسته" تایید شوه. هغې وویل، دا ویزې یوازې د بلجیم لپاره د اعتبار وړ دي (نه د شینګین سیمې لپاره) او یوازې د یوې ورځې لپاره دي.
بلجیم د امنیتي ملحوظاتو له امله د پلاوي د رارسیدو د دقیقې نیټې له ښودلو ډډه وکړه، خو بېلابېلو سرچینو او افغاني رسنیو ویلي چې دا خبرې اترې باید د سه شنبې په ورځ ترسره شي.
قانوني او اخلاقي پوښتنې
بروکسل او اروپايي هیوادونو دا خبره رد کړې چې د طالب چارواکو کوربه توب په کابل کې د دوی د حکومت په رسمیت پیژندلو په مانا دی، مګر نیوکه کونکي او د بشري حقونو مخکښې ډلې وايي چې دا کار د یادې ټولنې د ارزښتونو تر پښو لاندې کول دي.
د بشري حقونو د څار سازمان (Human Rights Watch) غړې فرشته عباسي پدې اړه وویل: "اروپايي هیوادونه له یوې خوا د طالبانو لخوا د بشري حقونو سرغړونې غندي او د حساب ورکونې غوښتنه کوي، خو له بلې خوا د افغانانو د جبري ایستلو لپاره له طالبانو سره همکاري کوي، چې په دې سره خپل اعتبار ته زیان رسوي."
کله چې په ۲۰۲۱ کال کې طالبانو واک ترلاسه کړ او د اسلامي قوانینو خپل تفسیر یې پلي کړ، اروپايي حکومتونو په کابل کې خپل سفارتونه وتړل.
پدې میاشت کې د اروپايي ټولنې د کډوالۍ مشر میګنوس برنر له دې اقدام څخه دفاع وکړه او ویې ویل چې بروکسل د غیرقانوني افغان کډوالو د بیرته ستنولو په اړه له طالبانو سره د خبرو کولو پرته بله چاره نه لري.
اروپايي حکومتونو د کډوالۍ په اړه د سخت دریځ خپلولو هڅه کړې ځکه چې عامه افکار بدل شوي او په ټوله وچه کې د افراطي ښي اړخو ګوندونو ټاکنیزې بریاوې زیاتې شوې دي.
د اروپايي ټولنې د معلوماتو د ادارې په وینا، اروپايي هیوادونو د ۲۰۱۳ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ د افغانانو نږدې یو ملیون د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه ترلاسه کړي، چې نږدې نیمایي یې په دغه موده کې منل شوي دي.
د اروپايي ټولنې له ۲۷ غړو هیوادونو څخه شاوخوا ۲۰ هیوادونو تیر کال په یوه لیک کې لېوالتیا ښودلې وه چې هغه کډوال بیرته افغانستان ته واستوي چې هلته د اوسیدو حق نلري، په ځانګړې توګه هغه کسان چې جرمي ریکارډ لري.
د کمیسیون ویاند مارکوس لیمرټ د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل: "د غړو هیوادونو تمرکز ډیر په هغو کسانو دی چې لوی جرمونه یې کړي او یا امنیتي ګواښ رامنځته کوي."
د بشري حقونو ډلو په داسې یو هیواد کې د کډوالو د بیرته ستنولو پر قانوني او اخلاقي اړخونو پوښتنې راپورته کړي چې د ملګرو ملتونو په وینا په سخت بشري کړکېچ کې دی او میلیونونه خلک پکې له لوږې او اقتصادي ستونزو سره مخ دي.




















