منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
اسرائیل په غزه کې پر ملکي وګړو بمباریو ته دوام ورکوي
د اوربند سره سره د اسرائیلو لخوا  په غزه بریدونه دوام لري. په وروستي برید کې څلور فلسطینیانو ژوند د لاسه ورکړ او ۲۲ نور یې ټپیان شول.
اسرائیل په غزه کې پر ملکي وګړو بمباریو ته دوام ورکوي
اسرائیل په غزه کې پر ملکي وګړو بمباریو ته دوام ورکوي

اسرائیلي ځواکونه د ملکیانو موټر او کورونه په نښه کوي.

د دوشنبې له سپېده داغ راهیسې د غزې په بېلابېلو سیمو کې د اسرائیلو په بریدونو کې څلور فلسطینیان وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان شوي دي. دا بریدونه د تل ابیب لخوا د اوربند د هغې هوکړې د دوامداره سرغړونو په ترڅ کې کیږي چې د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په ۱۰مه نېټه نافذه شوې وه.

روغتیايي چارواکو انادولو اژانس ته ویلي چې په وروستۍ پېښه کې، د غزې په سویل کې د خان یونس لویدیځ لور ته په المواسي (Al-Mawasi) سیمه کې د اسرائیلو لخوا یو موټر په نښه شو چې له امله یې دوه فلسطینیان ووژل شول او ۱۶ نور ټپیان شول.

عیني شاهدانو ویلي چې اسرائیلي پوځ د خان یونس شمال ته د المتاحین (Al-Matahin) څلورلارې ته نږدې یو بل موټر هم ویشتلی، خو په دې پېښه کې د کومې مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.

تر دې وړاندې، د ژغورونکو په وینا، اسرائیلي ځواکونو د غزه ښار سویل ته په تل الهوا (Tel al-Hawa) سیمه کې د دوغموش کورنۍ یو کور بمبار کړ، چې له امله یې یو فلسطینی سړی او مېرمن یې ووژل شول او شپږ نور ټپیان شول. دغه برید اور هم لګولی و چې وروسته د ملکي دفاع ډلو او ځایی اوسېدونکو لخوا مړ کړای شو.

د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د تېر کال له پای څخه د یکشنبې تر ورځې پورې، د اوربند له هوکړې د اسرائیلو د سرغړونو په پایله کې ۱۰۶۶ فلسطینیان وژل شوي او ۳۴۴۵ نور ټپیان شوي دي.

د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اتمې نېټې راهیسې په غزه کې د اسرائیلو د نسل وژنې له پیل څخه تر اوسه، تر ۷۳،۰۰۰ ډېر فلسطینیان وژل شوي او له ۱۷۳،۰۰۰ څخه ډېر ټپیان شوي دي، په داسې حال کې چې د دې سیمې په سلو کې ۹۰ ملکي بنسټونه ویجاړ شوي دي.

 

وپلټۍ
د کودتا پرېکړه د ۲۰۱۵ کال د نوامبر د لومړۍ نېټې له ټاکنو وروسته شوې وه.
متحده عربي امارات وايي ایران د دوې دوله د تیلو ټانکر کښتۍ ویشتلي دي خو ایران دا ادعا رد کړې
د تورکیې ولسمشر اردوغان د پاکستان د دفاعي ځواکونو او ځمکني پوځ مشر جنرال منیر سره وکتل
فیدان په پاریس کې د اوکراین په اړه غونډه کې ګډون وکړ؛ ایتلاف د پایداره سولې د هڅو ژمنه وکړه
د برازیل ولسمشر لولا دا سیلوا پر ټرمپ د «سمندري غلا» تور پورې کړ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې له ناوړه کودتا څخه ۱۰ کاله تېر شول.
د تورکیې ملي استخباراتو داعش ترهګرې ډلې یو تش په نامه مشر "طالب ګولر" ونیوه
فتح الله ګولن ترهګري سازمان ډیری غړي د بای لاک په نامه د لنډو پیغامونو رسونې یو اپلیکیشن افشاء کړل
ایران وايي د بندر عباس پر سر یې د امریکا یوه بې پیلوټه الوتکه (ډرون) نسکوره کړې ده
ایران وايي په کویټ کې د امریکا د هایمارس (HIMARS) توغندیز سیستم یې په دقیق ډرون برید کې له منځه وړی
ایران وايي د امریکا بریدونو میاشتنۍ ډیپلوماټیکې هڅې له منځه وړي دي
د امریکا او ایران ترمنځ د کړکېچ له امله د هرمز تنګي له لارې د کښتیو تګ راتګ په جدي توګه کم شوی
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اوکراین: د روسیې د پټو جنګي کښتیو د کتار اړوند پر ۱۴ کښتیو مو بریدونه کړي