نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د پاکستان په سویل لویدیځ کې له وسله والو سره په نښته ۵ سرتېري او ۷ وسله وال وژل شوي
پوځ وویل چې په وژل شویو نظامي منسوبینو کې یو جګړن افسر هم شامل دی او زیاته یې کړه چې په دې جګړه کې اووه وسله وال هم وژل شوي دي.
د پاکستان په سویل لویدیځ کې له وسله والو سره په نښته ۵ سرتېري او ۷ وسله وال وژل شوي
د پاکستان په سویل لویدیځ کې له وسله والو سره په نښته ۵ سرتېري او ۷ وسله وال وژل شوي / Reuters

د پاکستان پوځ ویلي چې د چهارشنبې په ورځ د دغه هېواد په سویل لویدیځ ناکرار ایالت بلوچستان کې له وسله والو سره په نښتو کې د یوه پوځي مېجر (جګړن) په ګډون پنځه سرتېري وژل شوي دي. یوې ناقانونه بېلتون غوښتونکې ډلې  ددې برید مسئولیت په غاړه اخیستی دی.

د پوځ په وینا، امنیتي ځواکونو د دغه ایالت په "بارخان" ولسوالۍ کې د هغو وسله والو د ځپلو لپاره عملیات پیل کړي وو چې اسلام اباد ادعا کوي د هند له خوا یې ملاتړ کېږي. د دغه ایالت ناقانونه بېلتون غوښتونکې ډلې، بلوچستان ازادۍ پوځ  (BLA)، په یوه بیان کې ویلي چې د دوی جنګیالیو پر پوځیانو برید کړی، چې له امله یې سخته نښته رامنځته شوې ده.

پوځ وویل چې په وژل شویو نظامي منسوبینو کې یو جګړن افسر هم شامل دی او زیاته یې کړه چې په دې جګړه کې اووه وسله وال هم وژل شوي دي.

په طبیعي سرچینو بډایه بلوچستان چې د پاکستان تر ټولو پراخ خو لږ نفوس لرونکی ایالت دی له ډېرې مودې راهیسې د بېلتون غوښتونکو ډلو له بغاوت او د پاکستاني طالبانو له بریدونو سره مخ دی. د ویلو ده چې امریکا په ۲۰۱۹ کال کې د بلوچستان د ازادۍ پوځ ډله  د یو ترهګر سازمان په توګه وپېژندله، چې په وروستیو کلونو کې په دغه ایالت کې پر امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو ګڼ شمېر بریدونه کړي دي.

پوځ وژل شوي وسله وال د "فتنة الهندستان" غړي بللي؛ دا هغه اصطلاح ده چې پاکستاني چارواکي یې د هغو وسله والو لپاره کاروي چې ادعا کوي د هند له خوا یې ملاتړ کېږي.

هند په وار وار په پاکستان کې د وسله والو ډلو د ملاتړ تورونه رد کړي دي.

وپلټۍ
اوکراین: "زیلینسکي ښايي د ولسمشر اردوغان په منځګړیتوب له پوتین سره وګوري"
سوډان او مصر پر پوله د سرو زرو د کانونو پر سیمه په هوايي برید کې ۷۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی
په امریکا کې د یوه قاضي له لوري د عامه سرچینو پر مټ د ټرمپ د ملاتړیزو اعلاناتو د درولو پرېکړه
روسیې او اوکراین په یو بل بریدونه ډیر کړي
په هند کې د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون پر خلاف روانې دوام لري
د یوه ستر لاریون په درشل کې د هند د 'کاکروچ' (ګونګټې) غورځنګ مشر ونیول شو
روسیې اعلان وکړ چې د اودیسا بندر ته د نظامي تجهیزاتو وړونکې یوه باري کښتۍ یې ویشتلې ده
پوتین اعلان وکړ چې دوی امریکا او نړیوالو بازارونو ته د تېلو او نفتي توکو رسولو ته چمتو  دي
ټرمپ د نوبل د سولې جایزې پرېکړه 'شرموونکې' وبلله
په روسیه او اوکراین کې د شپنیو بریدونو له امله لږ تر لږه ۵ کسان وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي
جسټین ټروډو : کاناډایان امریکا ته د سفر په اړه جدي اندېښنې لري
د ناټو کلنی اټومي مخنیوي کوونکي پوځي تمرینات به د اکټوبر پر ۱۳مه پیل شي .
نیویارک ټایمز: د ټرمپ اداره د مالي لوجیستیکي ننګونو له امله د سمندر له لارې کډوالو ډیپورتوي
په هند کې د ټاکنیزو اعتراضونو له امله په پلازمینه  نوي ډیلي کې په زرګونو تنه پولیس ځای پر ځای شوي دي
زیلینسکي: د اوکراین مذاکراتي پلاوی به سبا له ویټکوف او کوشنر سره وویني
د امریکا پوځ پر ایران د نویو بریدونو پلان چمتو کړی دی.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
انګلستان به د اسرائیلو د بندیز امر سربیره په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې ډیپلوماتیک حضور وساتي
پاکستان د انرژۍ د بحران پر مهال له پیسو نړۍوال صندوق سره د ۱.۲ میلیارد ډالرو په کچه موافقې ته ورسېد
ټرمپ د امریکا د منځمهاله ټاکنو څخه مخکې د ایران پر وړاندې د پوځي اقدام پلان لري