تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
تورکیې بهرنیو چارو وزیر حاکان فیدان د روسیې او اوکراین د بهرنیو چارو وزیرانو سره ټیلیفوني خبرې وکړې
د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د هیواد د بهرنیو چارو وزیر حاکان فیدان د روسیې او اوکراین د بهرنیو چارو وزیرانو سره پر جلا جلا ټیلیفوني خبرو کې په وروستیو پرمختګونو خبرې وکړې
تورکیې بهرنیو چارو وزیر حاکان فیدان د روسیې او اوکراین د بهرنیو چارو وزیرانو سره ټیلیفوني خبرې وکړې
/ TRT Arabi

د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر حاکان فیدان د روسیې او اوکراین د بهرنیو چارو وزیرانو سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت سرچینو خبر ورکړی چې د هیواد د بهرنیو چارو وزیر حاکان فیدان د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف  سره په الاسکا کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ترمنځ د ترسره شوې غونډې په اړه خبرې کړې دي.

فیدان په دې تیلیفوني اړیکه کې هیله څرګنده کړه چې هغه بهیر چې په الاسکا کې پیل شوی، د اوکراین په ګډون یوې تلپاتې سولې ته لاره هواره کړي، او ټینګار یې وکړ چې تورکیه د سولې د ټینګښت لپاره هر ډول مرستې ته چمتو ده.

د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر حاکان فیدان همداشان له خپل اوکرایني سیال سره هم د الاسکا سرمشریزې په اړه ټیلیفوني خبرې وکړې. فیدان پدې ټيلیفوني خبرو کې  ددې خبرې په ټینګار وویل چې  تلپاتې سوله د یو داسې بهیر له لارې ممکنه ده چې اوکراین پکې شامل وي، او ټینګار یې وکړ چې هېواد به یې د سولې د ټینګښت لپاره له دیپلوماتیکو هڅو ملاتړ ته دوام ورکړي.

په دې برخه کې، فیدان د اوکراین د ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ترمنځ د واشنګټن د راتلونکې دوشنبې په ورځ د غونډې پر اهمیت هم ټینګار وکړ.

د شنبې په ورځ مخکې، زیلینسکي اعلان وکړ چې هغه به د راتلونکې دوشنبې په ورځ واشنګټن ته سفر وکړي ترڅو د ټرمپ سره وویني، او له روسیې سره د جګړې د پای ته رسولو په اړه پر مسلو خبرې وکړي.

زیلینسکي زیاته کړه: "موږ د اوکراین، امریکا او روسیې ترمنځ د درې اړخیزې غونډې په اړه د ولسمشر ټرمپ له وړاندیز څخه ملاتړ کوو."

د جمعې په ورځ، ټرمپ او پوتین په الاسکا کې د "د سولې د لټون" تر عنوان لاندې نږدې ۳ ساعته سرمشریزه وکړه، چې دواړو مشرانو په کې د روسیې او اوکراین ترمنځ د اوربند پر احتمالي هوکړې او دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړې.

د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ له ۲۴مې راهیسې، روسیې پر خپل ګاونډي اوکراین پوځي برید پیل کړی، او د دې د پای ته رسولو لپاره یې شرط ایښی چې کیف باید له لوېدیځو پوځي تړونونو سره له یوځای کیدو لاس واخلي، چې کیف دا په خپلو چارو کې "لاسوهنه" بولي

وپلټۍ
تورکیې د سوریې په ادلیب کې د ګودام د چاودنې له امله چې ۴ کسان پکې ووژل شول خپله خواخوږي څرګنده کړه
د فیلیپین په پالوان ساحل کې د بېړۍ په اورلګېدنه کې پنځه کسان مړه شوي او له ۸۰ څخه ډیر خلک ورک دي
اروپايي ټولنې یوځل بیا تایید کړه چې د اسرائیلو میشت ځایونه د نړیوال قانون له مخې غیرقانوني دي
د تورکیې د دفاعي صنعت شرکت په مصر کې د ګډ تولید لپاره یوه فرعي څانګه پرانیسته
د دوو ماشومانو په ګډون شل فلسطینیان په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې د اسرائیلو د چاپو پر مهال ونیول شول
د نیپال-چین سرحدي سیلابونو له امله د مړو شمېر 1,410 ته لوړ شوی، او زرګونه خلک لا هم ورک دي
سرچینې: اسرائیل په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې د بریتانیا قونسلګرۍ ته د تړلو لپاره ۳۰ ورځي وخت ورکړ
په مالیزیا کې د چورلکې لوېدو له امله پنځو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی
تورکیې د سعودي عربستان پر ضد د حوثیانو د بریدونو په کلکه توګه وغندل.
د بریتانیا لومړي وزیر: په غزه کې د روان وضعیت پر وړاندې "چوپتیا او بې‌تفاوتي نشم غوره کولی
نیوزیلینډ له اسرائیل څخه وغوښتل چې په نیول شوي لویدیځه غاړه کې د غیرقانوني میشت ځایونو پراختیا ودروي
د مهمو خبرونو سرټکي
ایران ژمنه وکړه تر هغې به مقاومت وکړي ترڅو چې تیري کوونکي په "بشپړه توګه پښیمانه" شي
د اسرائیلو پخواني لومړي وزیر بینټ موجود لومړی وزیر نتانیاهو په جنايي غفلت تورن کړ
زیلینسکي اعلان وکړ چې روسیې په اوکراین کې د یوه ټلویزیوني چینل پر ودانۍ د بې‌ پیلوټه الوتکې برید وکړ