نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
ایران د یوې "عادلانه او مساوي اټومي هوکړې" لپاره چمتو دی
ایران چمتو دی چې د یوې "عادلانه او مساوي اټومي هوکړې" برخه شي او "هیڅکله" یې د اټومي وسلو د ترلاسه کولو هڅه نه ده کړې. عراقچي دا څرګندونې د تورکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان او د بهرنیو چارو له وزیر هاکان فیدان سره په لیدنه کې وکړې
ایران د یوې "عادلانه او مساوي اټومي هوکړې" لپاره چمتو دی
ایران د یوې "عادلانه او مساوي اټومي هوکړې" لپاره چمتو دی / Anadolu Agency

ایران د یوې "عادلانه او مساوي اټومي هوکړې" لپاره چمتو دی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي تورکیې ته د خپل سفر پر مهال یو ځل بیا د اټومي وسلو پر نه لرلو او ډیپلوماسۍ ته پر پرانیستې غاړه ټینګار وکړ.

ایران چمتو دی چې د یوې "عادلانه او مساوي اټومي هوکړې" برخه شي او "هیڅکله" یې د اټومي وسلو د ترلاسه کولو هڅه نه ده کړې. د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي دا څرګندونې د تورکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان او د بهرنیو چارو له وزیر هاکان فیدان سره په لیدنه کې وکړې.

عراقچي د شنبې په ورځ پر خپله ایکس (X) پاڼه ولیکل: "زموږ په خبرو کې ما یو ځل بیا ټینګار وکړ چې ایران هیڅکله د اټومي وسلو په لټه کې نه دی او چمتو دی چې یوه عادلانه او مساوي اټومي هوکړه ومني چې زموږ د خلکو مشروع ګټې خوندي کړي؛ پدې کې د 'اټومي وسلو نه شتون' ډاډ او د بندیزونو د لیرې کولو تضمین شامل دی."

هغه د تورکیې او ایران ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو او سیمه ییزو مسایلو په اړه د شویو خبرو اترو له امله خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې انقرې د نورو "ورونو" هېوادونو ترڅنګ په سیمه کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره خپلې ښې هڅې (Good Offices) وړاندې کړې دي.

عراقچي ټینګار وکړ چې تهران د داسې هڅو "منندوی دی او هرکلی یې کوي." هغه د سیمې له هېوادونو سره د ثبات د ساتلو او د سیمې د "غیرقانوني تېري" څخه د ژغورلو لپاره د کار کولو چمتووالی وښود.

دا خبرې اترې په داسې حال کې کیږي چې عراقچي د جمعې په ورځ تورکیې ته رسمي سفر درلود.

بلخوا، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د شنبې په ورځ وویل چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو او اروپا په هغو وروستیو لاریونونو کې چې هېواد یې ولرزاوه، کړکېچ ته لمن وهلې او خلک یې "پارولي" دي.

 

وپلټۍ
په پاکستان کې د جومات ترڅنګ چاودنه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۳ ته لوړ شو
تورکیې له برازیل سره لاسلیک کړی د دفاعي صنایعو د همکارۍ هوکړه لیک تصویب کړ
ولسمشر اردوغان به د ملګرو ملتونو له تریبون څخه نړۍ ته وینا وکړي
د سکانډیناویا هوایي شرکت  اسرائیل ته د الوتنو د بیا پیلولو پلان لغوه کړ
د یمن په پلازمېنه صنعاء کې د حوثیانو له لوري د بې‌پیلوټه الوتکو (ډرون) له ویشتلو وروسته د چاودنو غږو
په پاکستان کې د یوه جومات ترڅنګ چاودنه شوې چې له امله يي ۱۵ کسان وژل شوي او تر ۵۰ ډېر ټپیان دي
اسرائیل او مراکش په ملګرو ملتونو سازمان کې له لیدنې وروسته د سفارتونو په پرانستلو موافقه وکړه
اوکراین وايي، د روسیې د بې پیلوټه الوتکې له برید وروسته د تنزانیا بیرغ لرونکې بیړۍ کپتان ووژل شو
روسيې او اوکراين په متقابلو بریدونو کې حساسې نقطې په نښه کړې
کانادا د بریتانیا په مشرۍ د مشترک بهرنیو عملیاتو په ځواکونو کې د غړیتوب غوښتنه وکړه
ترامپ: ایران په مستقیمه توګه له امریکا سره اړیکه نیولې او غواړي تړون وکړي
تورکیې د مکې مکرمې شاوخوا کې د حوثیانو د ډرون هڅه او برید وغانده
تورکیې د ملي استخباراتو سازمان (MİT) رئیس ابراهیم قالن د رسمي سفر په ترځ کې افغانستان نه لیدنه وکړه
زیلینسکي روسیه په وروستیو اونیو کې یې دوه ځلې د هغه د الوتکې د ويشتلو په هڅې تورنه کړه.
د اروپايي ټولنې مشرې کاناډا ته د «ملګري غړي» پېشنهاد وکړ