تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
تورکیې او حماس چارواکو په استانبول کې د غزې د اوربند د لارې پر نقشې خبرې وکړې
د تورکیې د ملي استخباراتو سازمان (MIT) مشر ابراهیم قالن په استانبول کې د حماس د سیاسي دفتر د مذاکراتي کمېټې د مشر خلیل الحیه په مشرۍ له یوه پلاوي سره لیدلي او د غزې د اوربند پلان د راتلونکو پړاوونو د پلي کولو په اړه یې پر لارو چارو خبرې کړې دي.
تورکیې او حماس چارواکو په استانبول کې د غزې د اوربند د لارې پر نقشې خبرې وکړې
تورکیې او حماس چارواکو په استانبول کې د غزې د اوربند د لارې پر نقشې خبرې وکړې / AA Archive

تورکیې او حماس چارواکو په استانبول کې د غزې د اوربند د لارې پر نقشې خبرې وکړې

دواړو خواوو د غزې د اوربند د دوام ډاډمنولو پر ګامونو، د اوسنیو ننګونو د له منځه وړلو پر لارو چارو او کلابندې سیمې ته د بشري مرستو د زیاتولو پر هڅو خبرې وکړې.

د تورکیې د ملي استخباراتو سازمان (MIT) مشر ابراهیم قالن په استانبول کې د حماس د سیاسي دفتر د مذاکراتي کمېټې د مشر خلیل الحیه په مشرۍ له یوه پلاوي سره لیدلي او د غزې د اوربند پلان د راتلونکو پړاوونو د پلي کولو په اړه یې پر لارو چارو خبرې کړې دي.

د امنیتي سرچینو په وینا، د چهارشنبې په ورځ په دې لیدنه کې د حماس پلاوي د انقرې د منځګړیتوب له هڅو او د غزې د اوربند تړون په خوندي کولو او څارنه کې د تضمین کوونکي په توګه د رول له امله له تورکیې او په ځانګړې توګه له ولسمشر رجب طیب اردوغان څخه مننه وکړه.

حماس اوربند ته ژمن دی

دغه پلاوي د اوربند په موده کې د اسرائیلو له خوا د پرله‌پسې سرغړونو سربېره، اوربند ته د حماس پر ژمنتیا یو ځل بیا ټینګار وکړ.

دواړو خواوو د اوربند د بهیر د اسانه پرمختګ لپاره پر اړینو ګامونو او د روانو ننګونو د حل پر لارو چارو خبرې وکړې.

دوی همدارنګه د اوربند پلان د راتلونکو پړاوونو د پلي کولو په اړه هم د نظرونو تبادله وکړه.

په دې لیدنه کې غزې ته د تورکیې د روانو بشري مرستو او په دغه سیمه کې د بشري ناورین د کمولو پر هڅو هم خبرې وشوې.

قالن پلاوي ته دغې کلابندې سیمې ته د اضافي مرستو د رسولو د اسانتیا لپاره له نړیوالو سازمانونو سره د همغږۍ په اړه معلومات ورکړل.

وپلټۍ
ولسمشر اردوغان: «هغه جنایتکاران چې د ماشومانو له وژلو خوند اخلي، په هیڅ ځای کې پټیدلی نشي
د قطر امیر او مکرون په دوحه کې د دفاعي همکاریو او د هرمز تنګي د کړکېچ په اړه خبرې اترې وکړې
اسرائیلو په غزه کې د دوو ماشومانو په ګډون اووه فلسطینیان ووژل
روسیې اوکراین ته د جګړې او جاسوسۍ په تور د جرمني د یو وګړي د نیولو نه خبر ورکړی دی.
په فرانسه کې د یوې جنګي الوتکې د سقوط له امله د الوتکې پیلوټ ژوند د لاسه ورکړی دی.
ټرمپ : د کانګرس غړې الهان عمر د ډیپورت سربیره ممکن د بند د سزا سره هم مخ شي
ایران: «د غني شویو یورانیمو ان یو ګرام به هم له زموږ له هېواده بهر ایستلو ته اجازه ورنکړی شي»
سعودي په مشرۍ ائتلاف پر مدینې منورې او ختیځو ښارونو باندې د حوثیانو د ډرون بریدونو مخه نیولې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د کاناډا لومړی وزیر مارک کارني د یو رسمي سفر په ترڅ کې د چهارشنبې په ورځ تورکیې ته راځي.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر فیدان او د ناټو مشر روټه په بروکسل کې د تورې بحیرې پر امنیت خبرې وکړې
انګلستان به د حوثیانو پر وړاندې د دفاع په موخه سعودي عربستان ته جنګي الوتکې واستوي.
د امریکا د کډوالۍ ادارې د تاوتریخوالي ډکې نیونې پر مهال د یوه امریکایي وګړي مټ مات کړی
ایران د امریکا اړوند د یوې بلې ام کیو ۹ پرمختللې ډرون الوتکې د ویشتو نه خبر ورکړ
تورکیه، قطر، پاکستان او اندونیزیا د دفاعي صنایعو تړون لاسلیکوي