نړۍ
4 د لوستلو موده (...) دقیقې
هند په پلازمینه نوي ډیلي کې د تاریخي سرې قلعه  سره نږدې د موټر بم چاودنې په اړه پلټنې دوام لري.
د هند چارواکو د سې شنبې په ورځ وویل چې دوی په پلازمېنه کې د یوې خونړۍ موټر بم چاودنې په اړه پلټنې کوي چې لږ تر لږه اته کسان یې وژلي او ګڼ نور یې ټپیان کړي دي.
هند په پلازمینه نوي ډیلي کې د تاریخي سرې قلعه  سره نږدې د موټر بم چاودنې په اړه پلټنې دوام لري.
هند په پلازمینه نوي ډیلي کې د تاریخي سرې قلعه  سره نږدې د موټر بم چاودنې په اړه پلټنې دوام لري. / AP
11 نومبر 2025

هند کې د تاریخي سرې قلعه  سره نږدې د موټر بم چاودنې په اړه پلټنې دوام لري.

چارواکي له ټولو اړخونو څېړنې کوي وروسته له هغې چې د ډیلي تاریخي سرې قلعه ته نږدې د موټر بم په چاودنه کې اته کسان ووژل شول او یو شمېر نور ټپیان شول، ملي ادارو د پلټنو چارې په غاړه اخیستې دي.

د هند چارواکو د سې شنبې په ورځ وویل چې دوی په پلازمېنه کې د یوې خونړۍ موټر بم چاودنې په اړه پلټنې کوي چې لږ تر لږه اته کسان یې وژلي او ګڼ نور یې ټپیان کړي دي.

چاودنه د دوشنبې په ماښام ناوخته په نوي ډیلي کې تاریخي سرې قلعه ته نږدې وشوه. چارواکو د چاودنې د لامل په اړه څه نه دي ویلي، خو د پریس ټرسټ اف انډیا خبري اژانس راپور ورکړی چې پولیسو د ترهګرۍ ضد قوانینو له مخې قضیه ثبت کړې ده.

یو موټر په ټرافیکي څراغ کې د انتظار پرمهال وچاودېد

د کورنیو چارو وزیر امیت شاه وویل، چاودنه د دوشنبې په ماښام شاوخوا ۷ بجې رامنځته شوه او داسې انګېرل کېږي چې د هیونډای i20 موټر څخه سرچینه اخیستې چې د ترافیکي اشارې سره درېدلی و.

دې چاودنې اورلګېدنه رامنځته کړه چې نږدې څو موټرونه او ریکشاوې یې هم په لمبو کې ښکېل کړې.

د ډیلي د پولیسو کمیشنر ستیش ګولچا وویل: "یو ورو روان موټر په سور څراغ کې ودرېد. په هغه موټر کې چاودنه وشوه، او د چاودنې له امله نږدې موټرو ته هم زیان ورسېد."

د پېښې له ځایه اخیستل شوي عکسونه ماتې شوې کړکۍ، کږې شوې اوسپنې او په اور کې سوځېدلي موټرونه ښیي.

اوم پرکاش ګپتا، چې نږدې اوسیږي، وویل چې هغه په خپل کور کې د چاودنې غږ واورېد: "زه له خپلو ماشومانو سره بهر راووتم او ومې لیدل چې څو موټرونه اور اخیستی و، او د بدن ټوټې هر ځای پرتې وې."

چارواکو وویل چې ټپیان نږدې په یوه دولتي روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

د چاودنې لامل روښانه نه دی

د چاودنې د لامل په اړه پلټنې روانې دي.

د هند فدرالي ترهګرۍ ضد اداره، د ملي پلټنو اداره (NIA)، د عدلي طب له کارپوهانو سره یوځای د پلټنو مشري کوي.

د کورنیو چارو وزیر شاه، چې له سیمې څخه یې لیدنه کړې، وویل چې "له ټولو اړخونو" څېړنه کېږي او امنیتي ادارې به ژر یوې پایلې ته ورسېږي.

هغه وویل چې په سیمه کې د کامرو ویډیوګانې به د پلټنو یوه مهمه برخه وي.

شاه وویل: "موږ ټول امکانات څېړو او هر اړخیزې پلټنې به ترسره کړو."

مهمو تاسیساتو ته امنیتي تدابیر نیول شوي

چارواکو وویل، د چاودنې وروسته، د هند په مهمو اورګاډي تمځایونو کې، د ممبۍ ښار او د نوي ډیلي سره ګاونډي د اترپردیش شمالي ایالت په ګډون، امنیتي تدابیر سخت کړای شوي دي.

هغه امنیتي ځواک چې په پلازمېنه کې د مهمو تاسیساتو د ساتنې مسؤلیت لري، لکه د نوي ډیلي نړیوال هوايي ډګر، د میټرو سیسټم او لویې دولتي ودانۍ، ویلي چې د دوی پرسونل هم په لوړه امنیتي کچه کې ځای پر ځای شوي دي.

په نوي ډیلي کې د امریکا سفارت له خپلو وګړو وغوښتل چې د سرې قلعه سره نږدې له ګڼې ګوڼې ډډه وکړي او په سیاحتي سیمو کې هوښیار واوسي.

سره قلعه د سیلانیانو لپاره یو مشهور ځای دی

سره کلا، چې پخوانی امپراطوري ماڼۍ ده، د مغول دورې یو پراخ کمپلکس دی او د ښار په زاړه ډیلي برخه کې د سیلانیانو لپاره یو مهم ځای دی. دا تاریخي ودانۍ چې له پارلمان څخه شاوخوا شپږ کیلومتره (۳.۷ میله) لرې پرته ده، یوه سمبولیکه سیمه ده چې د هند لومړي وزیران هر کال د اګست په ۱۵ مه د خپلواکۍ د ورځې وینا کوي.

د سرې قلعه شاوخوا سیمه معمولاً ګڼه ګوڼه لري او د زاړه ښار د مصروفو بازارونو لپاره د یوې اصلي لارې په توګه کارول کېږي.

وپلټۍ
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر  هاکان فیدان به د دوحې په ۲۳مه غونډه کې ګډون وکړي
په غزه کې د اسرائیلو ملاتړې ملیشې مشر ووژل شو
پاکستان: په بلوچستان کې په تېرو ۳ میاشتو کې په ترسره شوو عملیاتو کې تر ۱۰۰ ډېر وسله وال وژل شوي دي
په هندوستان کې د خوندیتوب د نویو مقرراتو له امله یو زیات شمیر الوتنې وځنډولې .
د جنوبي کوریا لی د چین او جاپان د کړکیچونو د کمولو لپاره د منځګړیتوب رول وړاندې کړ
تورکیه به په ۲۰۲۶ کال کې د پاکستان په پنځو ساحو کې د تېلو او ګازو استخراج پیل کړي
آلمان لومړنی هېواد شو چې د روسیې ګواښ ته په اشارې یې د اسرائیل "ارو ۳" توغندیز دفاعي سیسټم فعال کړ
په غزه کې فلسطینیانو د نازک اوربند په منځ کې د لسګونو جوړو لپاره ډله يیز واده وکړ.
د آلمان محکمې یوه مسلمانه ښځه د حجاب او پړوني له امله د قاضۍ له دندې منع کړه
کابل وايي، د ایران سرحدي ساتونکو ۱۰ افغانان چې هڅه یې کوله له پولې څخه تېر شي وژلي دي.
پوتین د روسیې له لوري د دوه ښارونو د نیولو ادعا وروسته د اوکراین جګړه ځپلي سیمې ته سفر وکړ
اسرائیل د سوریې پر خاوره تیري ته دوام ورکوي.اسرائیل د سوریې په جنوب کې نوي بریدونه پیل کړل
د تورکیې سواحلو ته نږدې پر بل ټانکر د برید راپور ورکړل شوی.
په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې رام الله ته نږدې د چاقو په برید کې اسرائیلي پوځیان ټپیان شول
د جرمونو نړۍواله محکمه : د هیچا فشارونو ته به غاړه کینږدو