لیدلوری
د غزې جګړه
7 د لوستلو دقیقې
د اسراییلو جګړه په غزه کې نه یواځې د نسل وژنې او د خلکو د وژلو لپاره ده، بلکې دا د نفتو او ګازو په اړه هم ده.
د دې خونړيو وژنو تر شا د فلسطیني نفتو او ګازو د طبیعي سرچینو د غلا کولو لپاره د اسرائیلو نه مړېدونکې لالچ پروت ده.
00:00
د اسراییلو جګړه په غزه کې نه یواځې د نسل وژنې او د خلکو د وژلو لپاره ده، بلکې دا د نفتو او ګازو په اړه هم ده.
13 دسمبر 2024

اسراییل د پرله پسې بمباریو او د فلسطینیانو د بې شمیره وژنو څخه په پټه توګه د فلسطین طبیعي زیرمې لوټوی.

د روانې غزې جګړې له پیل راهیسې، د اسرائیلو وزیراعظم نتنیاهو د نسل وژنې یوه ستراتیژي تعقیبوي او د غزې خلک اړ باسي چې جنوب ته کډه شي. د دې خونړيو وژنو تر شاه، فلسطینیان له دې حق څخه هم بې برخې کېږي چې خپلو نفتو او طبیعي ګازو سرچینو ته لاسرسی ولري. دا حق د راتلونکي فلسطیني دولت د پایښت لپاره مرکزي اهمیت لري.

د اسراییلو د سیمې شاوخوا د تېلو او ګازو پر زیرمو تسلط د دې هېواد اوږدمهاله هیله څرګندوي چې د انرژۍ یو مرکز او د سیمه‌ییزه اتصال لپاره یو مهم ځای شي. له همدې امله، لکه څنګه چې د هر استعماري میشته هڅه کې، بې ځایه کیدل او ډله ایزې وژنې یوازې د پای ته رسولو وسیله ده، چیرې چې اسراییل کولی شي په بې رحمۍ سره د اصلي فلسطینیانو سرچینو څخه ګټه پورته کړي.

د فلسطین د طبیعي ګازو د سرچینو موضوع په ۱۹۹۹ کال کې هغه وخت مينځ ته راغله کله چې د بریتانوي ګازو ګروپ (BG) د غزې ساحل ته ۱۷ څخه تر ۲۱ سمندري مایله لرې یوه پراخه د ګازو سیمه کې پلټنو پیل وکړ. دغه سیمه چې د "غزه مرين" (Gaza Marine) په نوم یادیږي، د هغه ۲۰ مایله کنټرول په حدودو کې راځي چې د ۱۹۹۵ کال د اوسلوی دوهم تړون له مخې فلسطیني ادارې ته ورکړل شوی و. د فلسطین ولسمشر یاسر عرفات د ۲۵ کلونو لپاره د پلټنو جواز قرارداد د یو ائتلاف سره لاسلیک کړ چې په کې د Consolidated Contractors Limited، بریتانوي ګاز ګروپ (BG)، او د فلسطین د پانګې اچونې صندوق (PIF) شامل و. یو کال وروسته، په ۲۰۰۰م کې، (BG) په "غزه مرين" کې دوه ساحې وموندلې چې ټولې زېرمي یې ۱.۴ ټرېلیونه مکعبه فټه اټکل شوې وه.

په ۲۰۰۱ کال کې د ارییل شارون د صدراعظم په توګه ټاکل کېدل د فلسطین په وړاندې سخت دریځه څرګندونه کوله، چې یوه د کړکېچ دوره یې رامنځته کړه. د اسراییلو سترې محکمې شارون ته اجازه ورکړه چې له فلسطین څخه د تیلو پېرلو ډډه وکړي او د طبیعي ګازو د پلټنو او تولید تړونونه رد کړي، چې په سیستماتیک ډول یې فلسطینیان د خپلو سرچینو څخه د ګټې اخیستلو له فرصت څخه محروم کړل.

د دویم انتفاضې په پیل کې، اسراییلو یو سیستماتیک ظالمانه سیاست تعقیب کړ چې په سیمه کې د طبیعي ګازو د زېرمو د عادلانه وېش مخه یې ونیوله. دغه سیاسي وضعیت د دواړو خواوو ترمینځ د ګټورې معاملې هیلې ختمې کړې، چې اصلي لامل یې د شارون حکومت افراطي دریځ و.

وروسته، اسرايلي چارواکو د فلسطیني ادارې (PA) لپاره د منظمې تمویل مخالفت وکړ، په دې دلیل چې ګواکي په غزه کې حماس ته د دې پیسو د رسېدو او استفادې خطر شته.

له هغه وخت څخه تر اوسه پورې د اسرایلو پراخه ستراتیژي په عمده توګه د غزې په سمندري سیمه کې د طبیعي ګازو زیرمو او د لویدیځې غاړې - اسرايلي پولې په اوږدو کې د تیلو زیرمو باندې د انحصار کنټرول ګرځي په داسې حال کې چې فلسطینیان د دغو سرچینو څخه د عادلانه عوایدو له برخې څخه محروم کړي.

دې تګلارې د فلسطین اقتصاد ته د پام وړ مالي زیانونه اړولي او د دولت جوړونې په لور یې لاره خنډ کړې ده. د دې موخو د ترلاسه کولو لپاره، اسراییل په مذاکراتو کې یو د دښمني دریځ خپلوي او د حماس شتون پر وړاندې ډېر وخت د بې باورۍ او امنیتي اندېښنو دلیل وړاندي کوي. سربېره پردې، د تړونونو وړاندیزونه داسې طرحه شوي چې فلسطیني اداره (PA) له پامه وغورځول شي، او په دې توګه د سرچینو او عوایدو د عادلانه وېش لپاره د هر ډول فرصت مخنیوی کوي.

اسراییل اوس د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د ۷می پیښې د خپلو ستراتیژیکو اهدافو د پرمختګ لپاره د فرصت په توګه ګټه اخلي. په غزه باندې د برید په لومړیو مرحلو کې، د بدیل سناریوګانو په اړه بحثونه پیل شول، د اسراییلو د استخباراتو د وزارت په شمول چې د سینا ټاپو وزمې ته د غزې د نفوس د لیږد وړاندیز کوي. نتانیاهو په فعاله توګه د اروپایی اتحادیې په لابی کولو کې بوخت و ترڅو په مصر باندې فشار راوړي ترڅو په لويه اندازه د غزي خلکو ته د مصر دښتو ته د داخليدو اجازه ورکړې.

سربېره پردې، د جګړې درې اونۍ تېرېدو وروسته اسراییلو شپږو شرکتونو ته، چې په کې BP او ENI هم شامل دي، په G زون کې د طبیعي ګازو د زېرمو د پلټنې نوي جوازونه ورکړل، دا سیمه د غزې ساحل ته نږدې پرته ده. د پام وړ خبره دا ده چې د دې سیمې ۶۲ سلنه برخه د سمندر د قانون په اړه د ملګرو ملتونو د ۱۹۸۲ د کنګرې (UNCLOS) له مخې د ۲۰۱۹ کال په اعلامیه کې د فلسطین له خوا اعلان شویو سمندري حدودو کې راځي، چې فلسطین یې لاسلیک کونکی دی.

د ۲۰۱۹ کال د UNCTAD راپور کې د اسراییلي اشغال له امله د فلسطینیانو د پرمختګ او دولت جوړونې لپاره د ضروري مالي ملاتړ د نشتون لوړه مالي بیه روښانه شوې وه. په راپور کې راغلي، د مرين ۱ او مرين ۲ زیرمې په ۱۹۹۹ کال کې وموندل شوې، او BGG په ۲۰۰۰م کال کې د ګازو کیندنه پیل کړه. په فرضي توګه، فلسطینیانو کولای شوای چې له دغو ساحو څخه ګټه پورته کړي او د ۱۸ کلونو لپاره یې د خالص ۴.۵۹۲ میلیارده ډالرو ارزښت پانګونه کړې وای. که د کلني حقيقي عاید ټیټه کچه ۲.۵ سلنه وګڼل شي، فلسطینیانو نږدې ۲.۵۷۰ میلیارده ډالر له لاسه ورکړي، ځکه چې دوی د خپلو طبیعي سرچینو د ګټې اخیستنې په حق کې چې د نړیوالو قوانینو له مخې تضمین شوی دی، مخنیوی شوی دی.

اسراییل د خپلې اشغالګرۍ د پراخولو لومړنی هدف د فلسطینیانو د وژنو دوام ګرځولی دی. سره له دې چې د امریکا په څېر مهمو متحدینو له خوا یې یوازې نرم لفظي خبرداري ترلاسه کړي، اسراییل لا هم په رفح کې د بریدونو لپاره د تخلیې خبرداري ورکوي. که په خپلو موخو کې د قوم پاکوالي په برخه کې بریالی شي، اسراییل کولای شي د غزې بشپړ کنټرول ترلاسه کړي او د قیمتي تیلو او ګازو سرچینې ونیسي. دا هیله د اسراییلو د هغه ارمان سره همغږي ده چې د هند-منځني ختیځ-اروپا دهلیز (IMEC) په لاره کې مرکزي شي او د اوکراین جګړې له پیل راهیسې له روسي ګازو څخه د اروپایي بازارونو د بېلوالي لپاره د بدیل انرژۍ عرضه کوونکی وګرځي.

دا فرصت‌ طلبۍ به لا څرګنده شي لکه څنګه چې د اسراییلو کړنې په رفح کې پرمخ ځي او د نړیوالو انرژۍ شرکتونو سره یې اړیکې وده کوي. څرګنده ده چې اسراییل خپله دوه اړخیزه ستراتیژي تعقیبوي، چې په کې د لوېدیځې غاړې په ناقانونه مېشتو خلکو وسلي ویشي او هڅوي يې، او د غزې د طبيعي سرچينو په نظر کې نيولو سره د غزې پوځي اشغال ته دوام ورکوي.

په غزه باندې د جګړې پیل لکه څنګه چې نتنیاهو فکر کاوه، اسانه نه و. د اسراییلو د انرژۍ هیلو د حماس د له منځه وړلو او جګړې د خپلو شرایطو له مخې پای ته رسولو په نه توانېدلو سره خنډونه رامينځ ته کړي.

په داسې حال کې چې نړیواله ټولنه هڅه کوي د اسراییلو د جګړې ماشین په غزه کې ودروي، عامه فشار مخ په زیاتېدو دی، او د محصلینو لاریونونه په امریکا او اروپا کې مخ په زياتيدو دۍ، چې د فلسطینیانو په وړاندې د نتنیاهو غیر انساني پوځي تګلارې ته چې تصور یې ونشې کړای ګوزار ورکړی.

اوس يې وخت رارسيدلي چې نړیواله ټولنه یوازې د روانو نسل وژنې د پای ته رسولو لپاره نه، بلکه د فلسطینیانو سره د خپلو انرژو زيرمو او سرچینو د ګټې اخیستلو په برخه کې مرسته وکړي، کوم چې د دوی د حاکمیت حقونو یو بنسټیز اړخ دی، او هغوی د اسراییلو له نه مړيدو زړه د فلسطیني ځمکو او سرچینو د غلا کولو څخه وساتي.

وپلټۍ
د فلسطیني بندیانو دفتر: د اور بند تړون لاندې ۱،۹۶۸ فلسطیني بندیان خوشې کیږي
حماس د اسرائيلي بنديانو خوشې کول پيل کړل، لومړۍ ډله اووه تنه يي  په غزه کې سره صليب ته وسپارل
امریکا د غزې د اوربند تړون د څارنې په موخه  اسرائیل ته ۲۰۰ سرتېري استوي
د اسرائیل کابینې د ټرمپ د غزې تړون تصویب کړ، چې اوربند او د بندیانو تبادلې ته لار هواروي
پداسې حال کې چې د اسرائیل او حماس ترمنځ په اوربند موافقه شوې خو اسرائیل پر غزې  تازه بریدونه کړي
ټرمپ: حماس او اسرائیل د سولې پلان پر لومړي پړاو هوکړه کړې
اسرائيل د ټرمپ لخوا پر غزې بریدونو سمدلاسه ودروۍ د غوښتنې  سره سره بریدونو ته دوام ورکوي
حماس د ټرمپ د غزې د اوربند پلان په اړه غور کوي، ځواب به یې ډېر ژر ورکړل شي
د "ګلوبل صمود" کاروان اړوند "میکینو" بېړۍ پر غزې د محاصرې د ماتولو سره  د فلسطین اوبو ته ورسېده
د غزې د مرستو پر کاروان د اسرائیلو برید په نړۍ کې سخت غبرګونونه پارولي دي
د تورکیې  ولسمشر اردوغان او  امریکا ولسمشر ټرمپ په ګډون د غزې په اړه مهمه غونډه وشوه
اسرائیل په غزه کې ۱۰۲ فلسطینیان په شهادت ورسول
د ملګرو ملتونو د تحقیقاتو کمیسیون: اسرائيل په غزه کې 'نسل وژنه' کړې ده
له یونان څخه کښتۍ د غزې د محاصرې د ماتولو په موخه روانې شوې د سمود قافلې سره یو ځای کیږي.
ډاکټرانو ویلي دي چې په غزه کې ماشومان په سر او سینه د مرمۍ سره د ویشتلو  پیښې د پام وړ ډیرې شوي
حماس پر امریکا تور پورې کړی چې په دوحه کې د دوی د مرکچیانو پر مرګوني برید کې د اسرائیل سره همکار وو
د اسرائیلو له خوا په غزه کې جبري لوږې تر اوسه پورې له ۴۰۰ څخه ډیر کسان وژلي دي
حماس په غزه کې د مسلکي ادارې پر سر موافقه وکړه
په غزه کې  د اسرائيلو د جبري لوږې له امله د مړو شمېر ۳۶۷ ته لوړه شوه.
په غزه کې د اسرائیلو په وروستیو بریدونو کې نږدې ۱۰۰ تنو ژوند د