نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د بیلاروس نه پولنډ ته د مځکې لاندې کیندل شوی یو تونل کشف شو
د پولنډ د سرحدي ځواکونو لخوا د خپرې شوې اعلامیې له مخې، د بیلاروس او پولنډ په پوله کې کیندل شوی تونل د هیواد په شمال ختیځ کې د پودلاسي سیمې د ناروکا کلي ته نږدې کشف شوی دی.
د بیلاروس نه پولنډ ته د مځکې لاندې کیندل شوی یو تونل کشف شو
د بیلاروس نه پولنډ نه د مځکې لاندې کیندل شوی یو تونل چې کشف شو / TRT

له ۱۸۰ څخه ډیر غیرقانوني کډوال د پولنډ او بیلاروس ترمنځ د پولې لاندې د کیندل شوي تونل له لارې پولنډ ته داخل شوي دي.

د پولنډ د سرحدي ځواکونو لخوا د خپرې شوې اعلامیې له مخې، یاد تونل د هیواد په شمال ختیځ کې د پودلاسي سیمې د ناروکا کلي ته نږدې کشف شوی دی.

دا تثبیت شوې چې دغه تونل شاوخوا ۱.۵ متره لوړوالی لري، د بیلاروس له لوري یې د ننوتلو خوله له پولې څخه شاوخوا ۵۰ متره لرې او د پولنډ لوري ته یې د وتلو خوله د پولې له خنډ څخه شاوخوا ۱۰ متره لرې ده.

سرحدي ځواکونو د بریښنايي سیسټمونو په مرسته په لنډه موده کې تثبیت کړه چې له ۱۸۰ څخه ډیر بهرني وګړي د تونل له لارې پولنډ ته داخل شوي دي.

په پیل شویو عملیاتو کې له تښتیدلو کسانو څخه تر ۱۳۰ ډیر نیول شوي او د نورو لټون دوام لري.

ویل شوي چې د نیول شویو کسانو ډیری یې د افغانستان او پاکستان او ځینې نور یې د هند، نیپال او بنګله دیش اتباع دي.

دغه راز، دوه موټر چلوونکي چې یو یې پولنډی او بل لیتوانیايي و او سیمې ته د غیرقانوني کډوالو د وړلو لپاره راغلي وو، هم نیول شوي دي. ادعا شوې چې دغو کسانو لویدیځې اروپا ته د کډوالو د لیږدولو پلان درلود.

سرحدي ځواکونو د تونل ویډیو هم خپره کړې او ویلي یې دي چې دا سږکال د پولنډ-بیلاروس پر پوله څلورم کشف شوی تونل دی.

د پولنډ، لاتویا او لیتوانیا چارواکي، چې د بشري حقونو د ډلو له لوري "د کډوالو د شاته ټېل وهلو" له امله تر نیوکو لاندې دي، ادعا کوي چې د کډوالو دغه بهیر یو "ترکیبي برید" دی چې د بیلاروسي چارواکو په ملاتړ تنظیم شوی دی.

سره له دې چې په ټوله اروپايي ټولنه کې (د ناقانونه کډوالۍ کچه) راټیټه شوې، خو تېر کال د پولنډ، لاتویا او لیتوانیا له بیلاروس پولو څخه د غیرقانوني اوښتونکو کډوالو شمېر ۱۹۲ سلنه لوړ شوی و.

 

وپلټۍ
د اسرائیلو لومړی وزیر نتانیاهو: "زموږ راتلونکی اصلي ماموریت د ایران د رژیم پرځول دي"
هالینډ له امریکا او کاناډا څخه خپل ۸۶ ټنه سره زر انګلستان ته ولېږدول
پوتین وویل، د روسیې او اوکراین ترمنځ هوکړې ته د رسېدو لپاره چانس شته
د مونیخ د دفاعي صنایعو د یوه شرکت مخې ته د قصدي اور اچونې هڅه
د پاکستان پوځ: "په خېبر پښتونخوا کې ۱۵ وسله‌وال له منځه یوړل شول"
ایراني توغندیو او ډرون الوتکو کویټ په نښه کړ
اسرائیلیانو په لویدیځه غاړه کې په یوه کلي برید وکړ: دوه فلسطینیان یې ووژل
د امریکا پوځ په ختیځ ارام سمندر کې یوه کښتۍ د مخدره توکو د قاچاق په تور ډوبه کړه
په ایران کې د امریکا په هوايي بریدونو کې ۱۸ تنه وژل شوي او ۱۴۲ نور ټپیان شوي دي
ټرمپ د ایران جګړې د پای ته رسولو د اعلان په اړه غور کوي
روسیه وايي، د مسکو پر لور روانې ۳۷ بې پیلوټه الوتکې یې نسکورې کړې دي
روسیه: "موږ د اوکراین لوژستیکي مرکزونه او هغه کښتۍ چې د پوځي موخو لپاره کارول کېدې په نښه کړل."
د امریکا په مینیپولیس ښار کې وسله وال برید کې ۲ تنه وژل شوي
اوکراین ولسمشر زیلینسکي وویل چې د اوکراین پر وړاندې د روسیې د بریدونو په اړه د نړۍ غبرګون کافي نه دي
له ایران سره تړلو هکرانو په امریکا کې پر حیاتي بنسټونو د سایبري بریدونو هڅه کړې ده