نړۍ
1 د لوستلو دقیقه
ټرمپ: که د ایران مسله حل شي، د تېلو بیې به راټیټې شي.
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، چې له ایران سره د دوی د ستونزې له حل وروسته به، د تېلو بیې خپلې پخوانۍ کچې او یا هم تر هغه "ټیټې" کچې ته راټیټې شي.
ټرمپ: که د ایران مسله حل شي، د تېلو بیې به راټیټې شي.
ټرمپ: که د ایران مسله حل شي، د تېلو بیې به راټیټې شي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ټاکنیزو کمپاینونو په ترڅ کې د الاباما ایالت ته له روانېدو مخکې، د سپینې ماڼۍ په انګړ کې د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه وویل.

ټرمپ د تېلو د لوړو بیو په اړه د پوښتنو په ځواب کې وویل: "کله چې د ایران مسله حل شي، او دا به ډېر وخت ونه نیسي، بیخي به ډېر وخت ونه نیسي، نو د تېلو بیې به خپلې پخوانۍ کچې او یا هم ښايي تر هغه ټیټې کچې ته راټیټې شي."

ټرمپ څرګنده کړه چې اروپايي هېوادونه به د ډیزل تېلو په برخه کې مرسته وکړي او په دې برخه کې به شته ستونزې هوارې شي.

د امریکا ولسمشر زیاته کړه: "اروپا له ځان سره په زیاته کچه ډیزل لري، هغوی به له نړۍ سره لویه مرسته وکړي او موږ به یې هم وکړو. موږ به پر صادراتو کوم بندیز نه لګوو."

 

وپلټۍ
روسیې او اوکراین په یو بل بریدونه ډیر کړي
په هند کې د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون پر خلاف روانې دوام لري
په ریاض کې د ملک خالد پر هوايي ډګر برید شوی؛ یو تن مړ او ۱۱ تنه نور ټپیان شوي دي.
په لوېدیځه غاړه کې د وژل شویو امریکایانو په اړه د اسرائیلو په ګټه د معلوماتو د "پټولو" ادعا شوې ده
د یوه ستر لاریون په درشل کې د هند د 'کاکروچ' (ګونګټې) غورځنګ مشر ونیول شو
روسیې اعلان وکړ چې د اودیسا بندر ته د نظامي تجهیزاتو وړونکې یوه باري کښتۍ یې ویشتلې ده
پوتین اعلان وکړ چې دوی امریکا او نړیوالو بازارونو ته د تېلو او نفتي توکو رسولو ته چمتو  دي
ټرمپ د نوبل د سولې جایزې پرېکړه 'شرموونکې' وبلله
په روسیه او اوکراین کې د شپنیو بریدونو له امله لږ تر لږه ۵ کسان وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي
د تورکیې ولسمشر اردوغان: نړیوالو تړونونو 'خپل اغیزمنتوب له لاسه ورکړی'
جسټین ټروډو : کاناډایان امریکا ته د سفر په اړه جدي اندېښنې لري
د ناټو کلنی اټومي مخنیوي کوونکي پوځي تمرینات به د اکټوبر پر ۱۳مه پیل شي .
پزشکیان په ترکمنستان کې له پوتین سره لیدنه وکړه
نیویارک ټایمز: د ټرمپ اداره د مالي لوجیستیکي ننګونو له امله د سمندر له لارې کډوالو ډیپورتوي
په هند کې د ټاکنیزو اعتراضونو له امله په پلازمینه  نوي ډیلي کې په زرګونو تنه پولیس ځای پر ځای شوي دي