منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
غیرقانوني اسرائيلي میشتو په اشغال شوي لویدیځه غاړه کې په فلسطیني بزګر برید وکړ
د ځايي سرچینو په وینا، د پنجشنبې په ورځ یو فلسطینی بزګر د نابلس په جنوب کې د عورف په کلي کې د غیرقانوني اسرائيلي میشتو لخوا د سخت وهلو وروسته ټپي شو.
غیرقانوني اسرائيلي میشتو په اشغال شوي لویدیځه غاړه کې په فلسطیني بزګر برید وکړ
غیرقانوني اسرائيلي میشتو په اشغال شوي لویدیځه غاړه کې په فلسطیني بزګر برید وکړ / AA

په اشغال شوې خاوره کې د اسرائيلي ځواکونو د بریدونو په دوام سره، نابلس ته نږدې د غیرقانوني اسرائيلي میشتو لخوا یو بزګر وهل شوی او ټپي شوی دی.

د ځايي سرچینو په وینا، د پنجشنبې په ورځ یو فلسطینی بزګر د نابلس په جنوب کې د عورف په کلي کې د غیرقانوني اسرائيلي میشتو لخوا د سخت وهلو وروسته ټپي شو.

فلسطین رسمي خبري اژانس وفا راپور ورکړ چې دغه سړی، چې د عبدالفتاح الصفدي په نوم پیژندل شوی، هغه مهال د سر او مخ ټپونه ترلاسه کړل کله چې پر خپله ځمکه کار کاوه او د مېشتېدونکو له خوا پرې برید وشو.

دغه پېښه په داسې وخت کې رامنځته شوه کله چې اسرائيلي ځواکونو د نابلس په شمال لویدیځ کې د بازاریا کلي په ګډون د نیول شوي لویدیځې غاړې په څو سیمو کې چاپې وهلې.

وفا ویلي چې غیرقانوني اسرائيلي مېشتېدونکو د اشغال شوې لوېدیځې غاړې په جنوب کې د بیت ‌لحم ختیځ ته د کیسان کلي په ځمکه هم د خېمې یوه پوسته جوړه کړې او د فلسطینیانو کورونو ته نږدې یې اسرائيلي بیرغونه پورته کړي دي.

په عین حال کې، اسرائيلي ځواکونو د هیبرون په شمال کې د کډوالو په یوه کمپ برید وکړ. د خبري اژانس په وینا، ځواکونو د کورونو په لور ډزې وکړې او اوښکې بهوونکی ګاز وکاراوه، خو د ټپیانو راپور نه دی ورکړل شوی.

عیني شاهدانو انادولو اژانس ته ویلي چې اسرائيلي ځواکونه له څو پوځي موټرو سره بزاریه کلي ته هم داخل شول او په کوڅو کې یې ګزمې وکړې، د هیڅ ډول نیولو یا ټپي کیدو راپور نه دی ورکړل شوی. 

دغه پرمختګونه د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر راهیسې په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د غیرقانوني اسرائيلي مېشتېدونکو او اسرائيلي ځواکونو د بریدونو د چټک زیاتوالي په منځ کې رامنځته شوي، چې د فلسطین د رسمي معلوماتو له مخې، له ۱۱۵۰ څخه ډیر فلسطینیان یې وژلي او زرګونه نور یې ټپیان کړي دي.

د ۲۰۲۴ کال د جولای په میاشت کې، د عدالت نړیوالې محکمې د یوې تاریخي نظریې په ترڅ کې د فلسطیني سیمو د اسرائيلو اشغال غیرقانوني وباله او په لوېدیځه غاړه او ختیځ بیت‌ المقدس کې یې د ټولو مېشتځایونو د تخلیې غوښتنه وکړه.

وپلټۍ
حماس اسرائیل تورن کړ چې د غزې د نسل وژنې د شواهدو د پټولو هڅه کوي
سموټریچ او بن ګویر پر برېتانیا د بندیزونو او د سفیر د شړلو غوښتنه وکړه
په کیف کې د روسیې د بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او لس نور ټپیان شوي دي
حوثیانو د سعودي عربستان پر څلورو ښارونو بریدونه کړي چې له امله يي ۷۳ تنه ټپیان شوي دي.
روسیې وویل جرمني په بن کې زموږ جنرال کونسلګري په بې بنسټه پلمو وتړله
جرمني هغه پخواني اسرائیلي بندي ته تابعیت ورکړ چې د فلسطینیانو د اعدامولو غوښتنه یې کړې وه
اروپايي سیاستوالو په جرمني کې د افراطي ښي اړخي ګوند (AfD) پر تاریخي ایالتي بریا اندېښنه ښودلې
روسیه وايي ممکن له اوکراین او امریکا سره درې اړخیزې خبرې بېرته پیل شي
د لبنان په سویل کې اسرائیلو د ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۱ کسان ووژل
د تورکیې د ښځو د والیبال ملي لوبډلې د اروپا اتلولۍ وګټله
د تورکیې  ولسمشر اردوغان د هیواد د ښځو د والیبال ملي لوبډلې ته د اروپا د اتلولۍ د ګټلو له امله مبارک
قالیباف: پداسې حال چې تهران د اقتصادي ستونزو د حل هڅه کوي، د امریکا بریدونو ته به هم  ځواب ورکړي
په غزې کې د اسرائیل قاتلانه بریدونو د ۵ فلسطینیان ژوند واخیست
امریکايي استازو د سولې د هڅو په لړ کې کییف ته خپل لومړنی سفر وکړ
په نوي ډهلي کې د یوې ودانۍ د نړېدو له امله ۵ کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور تر خاورو لاندې دي