نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
ترمپ: په عمان کې مو له ایران سره خبرې خورا ګټورې او مثبتې وې.
ترمپ فلوریډا په لاره په «ایر فورس ون» الوتکه کې خبریالانو ته وویل: «موږ د ایران په اړه ډېرې ښې خبرې لرلې؛ داسې ښکاري چې ایران په ډېر شدت سره غواړي یوه معامله وکړي.
ترمپ: په عمان کې مو له ایران سره خبرې خورا ګټورې او مثبتې وې.
ترمپ: په عمان کې مو له ایران سره خبرې خورا ګټورې او مثبتې وې. / AP

د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ ویلي چې واشنګټن د ایران په اړه «خورا ښې خبرې» کړې دي. دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي چې دواړو لورو په عمان کې غیر مستقیم ډیالوګ ترسره کړ چې ښايي د کړکېچ د زیاتېدو مخه ونیسي.

ترمپ فلوریډا په لاره په «ایر فورس ون» الوتکه کې خبریالانو ته وویل: «موږ د ایران په اړه ډېرې ښې خبرې لرلې؛ داسې ښکاري چې ایران په ډېر شدت سره غواړي یوه معامله وکړي.» هغه زیاته کړه: «موږ به د راتلونکې اونۍ په پیل کې بیا سره وګورو،» خو خبرداری یې ورکړ چې د یوې اټومي هوکړې په نشتوالي کې به دا وضعیت جدي «پایلې» ولري.

تر دې وړاندې په مسقط کې د امریکا او ایران ترمنځ غیر مستقیمې خبرې په داسې حال کې پای ته ورسېدې چې دواړو لورو پر بیا کتنې هوکړه وکړه. وال سټریټ ژورنال د نږدې سرچینو له قوله ویلي چې دواړو لورو مخامخ لیدنه نه ده کړې، بلکې د عماني ډیپلوماتانو له لارې یې پیغامونه تبادله کړي دي او په دې خبرو کې هیڅ لوري له خپل لومړني دریځ څخه شا تګ نه دی کړی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي، دا خبرې یو «ښه پیل» بللی او ویلي یې دي چې که د بې باورۍ فضا له منځه لاړه شي، دا بهیر دوام موندلی شي. هغه زیاته کړه چې پر دې هوکړه شوې چې دا پروسه به جاري ساتل کېږي او دواړه لوري به په راتلونکي کې بیا په مسقط کې سره کښیني.

د عمان د بهرنیو چارو وزیر، بدر البوسعیدي، وویل چې دا خبرې «خورا جدي» وې او د دواړو لورو د دریځونو په روښانه کولو او د احتمالي پرمختګ د برخو په نښه کولو کې یې مرسته کړې ده.

ایران او امریکا وروسته له هغې غیر مستقیمه اټومي ډیپلوماسي بیا پیل کړه چې په تېرو اونیو کې پر ایران د ترمپ د پوځي بریدونو د ګواښونو له امله کړکېچ خورا زیات شوی و. تهران خبرداری ورکړی چې که د امریکا له خوا پرې کوم برید وشي، دوی به سمدستي او سخت ځواب ورکړي.

 

وپلټۍ
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"
اېټالیا او سعودي عربستان په غزه کې د دایمي اوربند غوښتنه وکړه او د لوېدیځې غاړې  الحاق يي رد کړ
په اوکراین کې د روسیې په توغندیزو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوستې د برید په نتیجه کې ۹ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په تورکیه کې د ژوند اوسط عمر ۷۸.۵ کلونو ته لوړ شو
د اسرائیل پوځ په غزه کې په یوه جومات د برید کولو او ویجاړولو باندې اعتراف وکړ