روسیې د یکشنبې په ورځ وویل چې یوې بې پیلوټه الوتکې د شپې پر مهال د مسکو ختیځ ته پر یوې "صنعتي تصدۍ" برید کړی، خو اوکراین ادعا کړې چې د تېلو یو لوی چاڼځای یې په نښه کړی دی.
د نیژني نووګورود سیمې والي ګلیب نیکیتین د شپې په اوږدو کې د "بې پیلوټه الوتکو د پراخ برید" خبر ورکړ، چې په ترڅ کې یې "د کسټوو په ولسوالۍ کې یوې صنعتي تصدۍ ته د پام وړ زیان رسېدلی دی."
نوموړي په یوه بیان کې د فابریکې د فعالیتونو له په ډاګه کولو پرته زیاته کړه: "له ۱۰۰ ډېرې بې پیلوټه الوتکې ویجاړې شوې دي،" او "د لومړنیو معلوماتو له مخې، هېڅ مرګ ژوبله نه ده اوښتې."
اوکرایني رسنیو د کسټوو د تېلو پر چاڼځای د برید راپور ورکړی او هغه یې "د روسیې د تېلو یو له تر ټولو لویو چاڼځایونو څخه بللی چې سون توکي او غوړ ، مبلایل تولیدوي."
مسکو د جمعې په ورځ وویل چې اوکراین له څو ورځني "ځنډ" وروسته د روسیې د تېلو پر چاڼځایونو خپل بریدونه بیا پیل کړي دي.
یوه لوړپوړي روسي چارواکي الکساندر نوواک د دولتي ټلویزیون یوه خبریال ته وویل چې اوکراین د روسیې پر تاسیساتو بریدونه بیا پیل کړي، او د تېلو درې چاڼځایونه او د ګازو او کیمیاوي موادو یوه مجتمع یې په نښه کړې ده.
له کله چې مسکو د ۲۰۲۲ کال په فبروري کې پر اوکراین خپل یرغل پیل کړی، کیف د اوکراین د انرژۍ پر زیربناوو د روسیې د بریدونو په غبرګون کې په پرله پسې ډول د روسیې د تېلو او ګازو تاسیسات په نښه کړي دي.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له اونیو راهیسې پر کیف فشار راوړی و چې دا ډول بریدونه ودروي، او دغه بریدونه یې د ډیزلو د بیو د لوړېدو لامل بللي دي.


















