د داعش ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه پیاوړې کېږي. دا خبره د تورکیې ولسمشر وکړه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل، د ترهګرې ډلې داعش پر وړاندې مبارزه لا پیاوړې او پرېکنده کېږي، او په سیمه کې د ټولې ترهګرۍ ریښې له منځه وړل کېږي.
د داعش ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه پیاوړې کېږي. دا خبره د تورکیې ولسمشر وکړه
د تورکیې ولسمشر اردوغان وویل، د سوریې په شمال کې د بېلتونپالې ترهګرۍ ګواښ له منځه وړل به ټولې سیمې ته سکون وروبښي.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل، د ترهګرې ډلې داعش پر وړاندې مبارزه لا پیاوړې او پرېکنده کېږي، او په سیمه کې د ټولې ترهګرۍ ریښې له منځه وړل کېږي.
اردوغان د شنبې په ورځ د تورکیې په آیدین ولایت کې د نویو جوړو شویو کورونو د کیلي ګانو د سپارلو په مراسمو کې وویل: «کله چې د سوریې په شمال کې د بېلتونپالې ترهګرۍ ګواښ له منځه یوړل شي، نه یوازې د سوریې خلک بلکې ټوله سیمه به سکون ومومي.»
هغه ټینګار وکړ چې یوه متحده، خوندي او باثباته سوریه به د خپلو ټولو ټولنو په ګټه وي.
هغه زیاته کړه: «د یوې متحدې، بشپړې او خوندي سوریې ګټونکي به عربان، ترکمنان، کردان، علویان، دروزیان، عیسویان او د سوریې نور ټول وګړي وي.»
د نړیوال سیاست په اړه، اردوغان وویل چې په داووس کې د دې اوونۍ د نړیوال اقتصادي فورم په غونډه کې بحثونه دا په ګوته کوي چې پر نړیوال سیسټم د تورکیې پخوانۍ نیوکې په لویدیځه نړۍ کې په زیاتیدونکي ډول خپل ځای پیدا کوي.