د پاکستان په جنوب لویدیځ کې د ښوونځي په بس باندې ځانمرګي برید څلور ماشومان ووژل.

هیڅ کومې ډلې سمدلاسه د برید مسؤولیت نه دی منلی، خو پخوا ورته بریدونه په سیمه کې د بلوچ بيلتونپالو له خوا منل شوي دي.

/ AP

د حکومت یو چارواکي وویل، د چهارشنبې په ورځ په ناارامه سویلي لوېدیځ پاکستان کې یو ځانمرګي موټر بم د ښوونځي په یو بس برید وکړ، چې لږ تر لږه څلور ماشومان یې ووژل او ۳۸ نور یې ټپیان کړل.

د سیمه‌ییز مرستیال کمېشنر، یاسر اقبال، په وینا، دا ترهګریز برید د بلوچستان ولایت په خضدار ولسوالۍ کې هغه مهال وشو، کله چې بس ماشومان ښوونځي ته لېږداوه.

اقبال وویل، په بس کې شاوخوا ۴۰ زده‌کوونکي سپاره وو، چې د پوځ له‌خوا اداره کېدونکي ښوونځي ته روان وو.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر، محسن نقوي، دغه برید په کلکو ټکو وغنده او د ماشومانو د مرګ ژوبلې په اړه یې ژوره خواشیني څرګنده کړه.

‘خالص وحشت’

نقوي بریدګر وحشي ځناور وبلل چې د هیڅ ډول معافیت مستحق نه دي، او ویې ویل چې دښمن د بې‌ګناه ماشومانو په نښه کولو سره د خالص وحشت عمل ترسره کړی دی.

بلوچستان د اوږدې مودې راهیسې د یاغیانو د بریدونو ډګر دی، چې پکې بېلابېلې بېلتون‌پالې ډلې بریدونه ترسره کوي، په ځانګړې توګه د بلوچستان د ازادۍ پوځ (BLA) چې په ۲۰۱۹ کال کې د متحده ایالاتو له‌خوا د ترهګرې ډلې په توګه اعلان شوه.

دا وروستی برید څو ورځې وروسته له هغه وشو چې د موټر بم یوه چاودنه د بلوچستان ولایت په قلعه عبدالله ښار کې د یو بازار ترڅنګ څلور کسان ووژل.

د داسې ډېرو ترهګریزو بریدونو مسؤلیت BLA پر غاړه اخلي، چې پاکستان وایي د ګاونډي هند ملاتړ ورسره دی.

د مارچ په میاشت کې په یو تر ټولو خونړیو بریدونو کې، د BLA یاغیانو په بلوچستان کې د سلګونو مسافرو یو اورګاډي باندې د برید پر مهال ۳۳ کسان، چې ډېری یې سرتیري وو، ووژل.