د ملګرو ملتونو اداره: په سوډان کې د ناامنۍ د زیاتېدو له امله له ۱۵۰۰ څخه زیات کسان بې ځایه شوي دي

د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) وايي، بې ‌ځايه شوي کسان د شمالي کوردوفان ایالت بېلابېلو سیمو او د سپین نیل ایالت څو ښارونو ته انتقال شوي دي.

د ملګرو ملتونو اداره: په سوډان کې د ناامنۍ د زیاتېدو له امله له ۱۵۰۰ څخه زیات کسان بې ځایه شوي دي

د ملګرو ملتونو اداره: په سوډان کې د ناامنۍ د زیاتېدو له امله له ۱۵۰۰ څخه زیات کسان بې ځایه شوي دي

د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) وايي، بې ‌ځايه شوي کسان د شمالي کوردوفان ایالت بېلابېلو سیمو او د سپین نیل ایالت څو ښارونو ته انتقال شوي دي.

د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) اعلان کړی چې د شمالي کوردوفان ایالت له بارا او ام روابه ښارونو څخه ۱۲۰۵ کسان بې ځایه شوي دي، پداسې حال کې چې ۳۶۰ نور د جنوبي کوردوفان له العباسیا او دلامي څخه د ناامنۍ له امله تښتیدلي دي.

په یوه اعلامیه کې چې د یکشنبې په ورځ خپره شوه، د کډوالو نړیوال سازمان وویل چې د بې ‌ځايه شوو د څارنې د معلوماتو د راټولولو د پروګرام له مخې، له شمالي کوردوفان څخه د بې ‌ځايه شوو له ډلې ۵۸۰ تنه له بارا او ۶۲۵ تنه له ام‌ روابه وتلي دي.

اعلامیه کې زیاته شوې چې بې ‌ځايه شوي کسان د شمالي کوردوفان دننه بېلابېلو سیمو او د سوډان په جنوب کې د سپین نیل ایالت څو ښارونو ته تللي دي.

د کډوالو نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، دا د بې ‌ځايه کېدو تازه پړاو د هغو پخوانیو خوځښتونو دوام دی چې په شمالي کوردوفان کې د اکتوبر له ۲۶مې تر ۳۱مې پورې ترسره شوي، او په ترڅ کې ۳۶،۶۲۵ تنه بې ‌ځايه شوي وو.

په یوه جلا بیان کې د کډوالو نړیوال سازمان ویلي چې په جنوبي کوردوفان ایالت کې ۳۶۰ تنه بې‌ ځايه شوي، چې پکې ۱۸۰ تنه د العباسیه او ۱۸۰ تنه د دلامي اوسېدونکي دي، او هغوي د ایالت دننه نورو سیمو او د سپین نیل ایالت د تندلتي سیمې ته کډه کړې ده.

د پنجشنبې په ورځ، د سوډان چارواکو راپور ورکړی و چې د چټک ملاتړ ځواکونو (RSF) د بې ‌پيلوټه الوتکې په برید کې د شمالي کوردوفان د زریبه ‌الشیخ‌ البری په سیمه کې یې تلفات اړولي دي.

قتل عام

په عین حال کې، د سوډان د ډاکټرانو شبکې ویلي چې د چټک ملاتړ ځواکونو (RSF) د همدې ایالت په «ام ‌ضم حاج احمد» ښار کې ۳۸ ملکي کسان وژلي دي.

د سوډان د چارواکو په وینا، د دوشنبې په ورځ هم د چټک ملاتړ ځواکونو پر ام‌ ضم حاج احمد برید وکړ، د ملکي وګړو پر وړاندې یې سرغړونې ترسره کړې او د ناامنۍ له امله یې شاوخوا ۱،۸۵۰ تنه بې ‌ځايه کېدو ته اړ کړل.

د چټک ملاتړ ځواکونو په دې وروستیو کې د سوډاني پوځ سره د جګړې په ترڅ کې د «بارا» ښار کنټرول تر لاسه کړی، مګر د ملکي وګړو په نښه کول ردوي.

د اکتوبر په ۲۶مه، د چټک ملاتړ ځواکونو د شمالي دارفور ایالت د «الفاشر» ښار کنټرول ترلاسه کړ د سیمه ‌ییزو او نړیوالو ادارو په وینا، د ملکي وګړو په وړاندې یې قتل عام وکړ، په داسې حال کې چې د څارونکو د اندېښنو له مخې دا بریدونه ښايي د سوډان جغرافیایي وېش لا ژور کړي.

د چهارشنبې په ورځ د چټک ملاتړ ځواکونو مشر محمد حمدان دګالو، چې په پراخه توګه د «هیمتي» په نوم پېژندل کېږي، ومنله چې د ده ځواکونو لخوا په الفاشر کې «سرغړونې» شوې دي، خو ادعا یې وکړه چې د څېړنې کمیټې جوړې شوې دي.

له ۲۰۲۳ کال د اپرېل له ۱۵مې راهیسې، د سوډان پوځ او د چټک ملاتړ ځواکونه په یوه جګړه کې ښکېل دي چې سیمه ‌ییزو او نړیوالو منځګړو تر اوسه د شخړې پای رسولو کې ناکام دي.

د ملګرو ملتونو او سیمه‌ ییزو راپورونو له مخې، دې شخړې تر اوسه ۲۰،۰۰۰ کسان وژلي او له ۱۵ میلیونو زیات یې کډوالۍ ته اړ کړي.