د اندونیزیا په پلازمینه جاکارتا کې په یوه ښوونځي کې دننه په جومات کې چاودنه وشوه.

د اندونیزیا په پلازمېنه جاکارتا کې د جمعې په ورځ د یوه ښوونځي په جومات کې د چاودنې له امله  په لسګونو تنه ټپیان شول.

By
د اندونیزیا په پلازمینه جاکارتا کې په یوه ښوونځي کې دننه په جومات کې چاودنه وشوه.

د اندونیزیا په پلازمینه جاکارتا کې په یوه ښوونځي کې دننه په جومات کې چاودنه وشوه.

د اندونیزیا په پلازمېنه جاکارتا کې د جمعې په ورځ د یوه ښوونځي په جومات کې د چاودنې له امله  په لسګونو تنه ټپیان شول.

د ځايي پولیسو مشر، آسپ ایدي سوهیري وویل، د جمعې په ورځ د اندونیزیا په پلازمېنه جاکارتا کې د یوه ښوونځي په جومات کې د چاودنې له امله لږ تر لږه ۵۴ کسان ټپیان شوي، خو د چاودنې لامل یې په ډاګه نه کړ.

آسپ خبریالانو ته وویل: "هغه لومړني معلومات چې موږ ترلاسه کړي دي ښیي چې شاوخوا ۵۴ کسان اغېزمن شوي دي. ځینې یې لږ ټپیان دي، ځینې متوسط، او ځینې لا دمخه له روغتون څخه رخصت شوي دي."

د پولیسو دغه چارواکي په یوه تلویزیوني خبري کنفرانس کې وویل چې د چاودنې د لامل په اړه څېړنې روانې دي.

لومړنۍ پلټنې ښیي چې څېړونکي د څو احتمالاتو په اړه فکر کوي، په شمول د برېښنا شارټي، د یوې خرابې برېښنايي وسیلې او یا د بم.

د جاکارتا ګلوب د پولیسو په حواله راپور ورکړی، چې چاودنې د شمالي جاکارتا په دولتي لېسه ۷۲ کې د ماسپښین شاوخوا ۱۲:۳۰ بجې رامنځته شوې.

ځايي رسنیو د یوې ځانګړې پولیسي قطعې ویډیو ښودلې چې په ښوونځي کې ولاړه وه.

رسنیو د بېلابېلو شمېرو په ورکولو سره د څو کسانو د ټپي کېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې ځینې یې روغتون ته وړل شوي دي.

د بمونو شنډولو یوې ډلې له پېښې وروسته د سیمې بشپړه پلټنه وکړه.

ډېری قربانیان د ښیښو د ټوټو او د چاودنې د ټکان له امله لږ او سطحي ټپونه اخیستي دي.

د کمپاس ټلویزیون او میټرو ټلویزیون خبري چینلونو د ښوونځي شاوخوا د پولیسو د کرښې انځورونه ښودلي چې امبولانسونه پکې ولاړ وو. د جومات په انځورونو کې کوم پراخ زیان نه ښکارېده.

د جاکارتا ګلوب د راپور له مخې، د شاهدانو په وینا، چاودنه د جومات د اصلي تالار په شاتنۍ برخې کې رامنځته شوې. د پیښې یو تن عیني شاهد رسنیو ته وویل چې

"خطبه لا پیل شوې وه چې موږ د یوې لوړې چاودنې غږ واورېد،"

"لوګي ډېر ژر کوټه ډکه کړه. زده کوونکي بهر ووتل - ځینو ژړل، نور په ویره کې ولوېدل."